غزل
لږ ســـــــــــــــاده و.لیونی نـــــــــــــــــــه و ملګرو
ګوهر دومره بـــــــــــــد سړی نـــــــــــه و ملګرو
دا پــــــه زړه مې چې د کوم خنجر ګوزار دی
دا اشنـــــــــــــــا ښکاري ،پردی نـــه و ملګرو
د پښتو په شـــــــــــــاعري کې به مې راج وي
که خیرت و او مرګی نـــــــــــــه و ملـــــــــــګرو
دغـــــه چم و،دا کوڅې وې،دا محــــــــــفل و
تــــــــــــــــاسو نه وئ ،ســــــاتېری نه و ملګرو
دا(شـــاعر) چې اوس په چیغو چیغو ژاړي
دا پــــــــــه زړه دومره نری نــــــــــــــــه و ملګرو
دا غزل به د ګوهر درتـــــــــــــــه یــــــادګار وي
خـــــــــــــــــــــامخا که چیري دی نــــه و ملګرو
ګوهر،سروبی-کابل
22.08.2011
- انعام الله ګوهر
ټوله شپه مي تيره په شوګير کړمڅو څو ځله طواف ستا د تصوير کړمبيګامي وليدی په خوب کي مخ دی رانه واړوهد د ی نيمګړی خوب به څنګه زه تعبيرکړمتاچه جفا راسره وکړه په دی له تا نه خفه نه يمزه خو مې ګيله له خپل تقد ير کړ مته ښه خوشحاله ګرځې هروخت په خندا ييزه د غمو په ډيری ناست يم او وير کړمستا د وصال په تمه مې ډيرې شپې سبا کړېد هجر په زندان کې د ی اسير کړم...
13.09.2011
- انعام الله ګوهر
شمارلي یې په تا د اسمان ستوري او که نه !
زړه ووایه چې ښکلي دي سر زوري او که نه !
په ما خو ساډوبي راځي چې یار ته مخامخ شم
ستا څه حال وي ملګریه زړه دي شوري او که نه ؟
بیا به د خاطر غوندې جانان په لاس کې راشي
ته صبر چې په شا باندې راګوري او که نه
که دلته حالات داسي وه یوه ورځ به ته ګورې
چې کاڼي په وطن باندې را اوري او که نه
زه چې له کلونو کوم سړي ته غزل لیکم
ګوهره خدای خبر هغه یې ګوري او که نه !؟...