څنګه چې انسان په کایناتو کې راګیر دی
داسې مې دا زړه ستا په خیالاتو کې راګیر دی
مرګ غواړي له خدایه او له ژونده منکر شوی
دلته هر سړی داسې حالاتو کې راګیر دی
اغیار مې اوس په خپله چالاکۍ کې رانښتی
مچ دی خدای وهلی او په شاتو کې راګیر دی
لا هم د خپل ځان پېژندلو ته وزګار نه دی
دومره دا انسان په مجهولاتو کې راګیردی
_____________________________________
په ځان مې حرام کړي دي خوبونه ستا په سر
زه وړمه اوس د خلکو منتونه ستا په سر
پام چې مې په نیمه لار کې پرې نږدې جانانه
ما ایښي له رقیب سره شرطونه ستا په سر
زما د قتلولو په نیت هم که خوا له راشې
شیندم به زه ګیډۍ ګیډۍ ګلونه ستا په سر
ته خو یې والله که په کیسه کي یې جانانه
ګوهر بیا لیونی دی کړي جنګونه ستا په سر
له ښي خوا : نصرت الله الهام،عماد دوران او انعام الله ګوهر ( باغ ناران پیښور)
11.08.2011
- انعام الله ګوهر
زه خو ستا یم د بل چا نه یم جانانه
پښتنه یم،بې وفا نه یم جانانه
که په اور مې ورولې درسره ځمه
زه په عشق کې وار خطا نه یم جانانه
وړه نه یمه،په مینه ښه پوهیږم
له رقیب س...
22.08.2011
- انعام الله ګوهر
ټوله شپه مي تيره په شوګير کړمڅو څو ځله طواف ستا د تصوير کړمبيګامي وليدی په خوب کي مخ دی رانه واړوهد د ی نيمګړی خوب به څنګه زه تعبيرکړمتاچه جفا راسره وکړه په دی له تا نه خفه نه يمزه خو مې ګيله له خپل تقد ير کړ مته ښه خوشحاله ګرځې هروخت په خندا ييزه د غمو په ډيری ناست يم او وير کړمستا د وصال په تمه مې ډيرې شپې سبا کړېد هجر په زندان کې د ی اسير کړم...