زه خو ستا یم د بل چا نه یم جانانه
پښتنه یم،بې وفا نه یم جانانه
که په اور مې ورولې درسره ځمه
زه په عشق کې وار خطا نه یم جانانه
وړه نه یمه،په مینه ښه پوهیږم
له رقیب سره پخلا نه یم جانانه
چې د مینې نیمه لار کې به دې پریږدي
مه ډاریږه زه خو أ ،نه یم جانانه
زه د ستا دې لیوني عشق ته خفه یم
زه په خپل ویر او ژړا نه یم جانانه
ګلالۍ یوازي مینه درنه غواړم
زه دې وږې د دنیا نه یم جانانه