غزل

 

ډېر ځل داسي شوي چې له ځـــــــــــانه یو تېر شوي
عشق کې مونږ له ګټې او تــــــــــاوانه یو تېر شوي
شپږ کلیمې ووایـــــــو چې ستـــــــا له کوڅې راشو
هسي نـــــــــه چې هلته له ایمــــــــــــــانه یو تېر شوي
څو چې دلتــــــــــــــــه خلک قــــــــــدر پېژني د میني
هـــاغه وخت به موږ له دې جهــــــــــانه یو تېر شوي
یـــــــــــار مو له رقیب سره لیدلی دی پــه څنګ کې
څو واري له دې سخت امتـــــــــحانه یو تـــېر شوي
اوس خو د حـــــــــالاتو مجبوري ده کني هـــر وخت
مونږ له خپلې خــــــاوري ډېر په ګرانه یو تېر شوي
یــار ،رانه لاس واخیستو ګوهره دا سې وخت کې
اوس چې موږ د مینې له اسمـــــــــانــه یو تیر شوي

 

 

انعام الله ګوهر او عبدالباري نعمیي،پکتیکا