غزل
د جانــــــــــــــــــان له ډېره غمه شـــــــاعري کړم
او هــــجران له ډيره غمه شــــــــــــــــاعري کړم
بیــــــــــــــا د یــــــار له کوڅې راغلم بې دیدنه
یم روان ،له ډيره غـــــــــمه شـــــــــــــاعري کړم
چې دا دومره دروند غم یوسم ،کـــاڼی نه یم
زه انســـــــــــــــان له ډيره غمه شـــــــاعري کړم
د بیلـــــــــــــتون او درقیب تــــر منځ راګیر یم
یم حــــــــــــیران،له ډيره غمه شــــــــاعري کړم
چې زمــــــــــــا د شــــاعري سبب دې وپوښت
اخ قربــــــــــــــان ! له ډيره غمه شــــاعري کړم
فــکر مه کړئ چې ګوهر بس سم وزګـــار دی
په ایمـــــــــــان،له ډيره غمه شــــــــــاعري کړم