بې وفــــــــا ! ستـــــــا پرېښولو تـــــــــــه خفه یم
زه د خپل ژونـــــــــــــــــد تیرولو تـــــــــــه خفه یم

ګران کار نـــــــــــه دی ستـا تر دره خو به درشم
خو واپس بیرتـــــــــــــــــه راتللو تــــــــــه خفه یم

دا نو څنــــــــــګه محبت دی چې کــــال تېر شو
د یوې خولګۍ غوښتلو تـــــــــــــــه خفــــــــه یم

زه اوس بیا نوی مین شوم ،رنګ مې زیړ دی
بیــــــــــــــــــــا سوچو او ژړیدلو تـــــــــــه خفه یم

زه پـــــــــــــــــه مـــــینه کې هر وخت ځکه کړیږم
چې دخپل یــــــــــــار هیرولو تــــــــــــــــه خفه یم

بیــــــــــــا شپه راغله تنــــــــــهايي شوله ګوهره
درد،په شعر کې رانغښتلو تـــــــــــــــــه خفه یم

 

انعام،ګوهر