حمد

رالیږونکی : عبدالله بهار

 

هر يو صفت يي ډ ک دي له کمال
موجود دي د ازل نه نه لرې زوال

په دنيا کي په یو حال باندې څوک نه دې

خو زمارب و ي هميش په يو حال

شرېک نلري په ذات اونه صفات کې

باد شاه دي دزړونوبی نظيراوبي مثال

بادشاهان د دنيا واړه ده ته دي محتاج

هيڅ چا ته محتاج نه د ي ذوالجلال

دبند ه نه چه سوال کړي خفه کيږي

خفه شي زمارب چه ترينه ونکړي سوال

واړه کاينات يي ښايسته دی پيدا کړي

خو انسان ته يي ور کړي ډير جمال

قادردي په هرڅه چه ووايي کن فيکون شي

چه وغواړي نو ممکن کړي هر محال

د ديدار درب نه دی هيڅوک نشي محرومه

بهار يي لري هر وخت تمه د و صال