په هر طرف پـــــــــه هره لاره لکه سره ســـــکروټه
يو څوک کې مخ ته وه تر داره لکه سره سکروټه
يوه شيبه دې له يادونو په کرار نه شــــــــــــــــــومه
زما ګوګل کې شـــوې ايساره لکه سره سکروټه
يواځې ته به بليــــــــــــــدې نور کلی ټول تياره و
زما د خوږ زړګي پرهــــــــاره! لکه سره سکروټه
چې ته به نـه وې په دې چم به خـاموشي خوره وه
يو څوک به و له انتظاره لکــــــــــه سره سکروټه
ځـــــونډيه! زه به ورته ټوله شپه نينې نينې شوم
چې ښکاريده به تر سهــــــاره لکه سره سکروټه