ټولې کیسې دي هیرومه ،نور دې نه یــــــــــــادوم
مـــــــــــا فیصله کړې صنمه ، نور دې نه یــــــــادوم
په دې پوهیږم چې تر مرګه به دې هیر نـــــــه کړمه
خو بیــــا هم خپل زړه صبرومه ، نور دې نه یادوم
تـــــا د رقیب سره جــــــــــانانه یوځای نه شم لیدی
زه درنه بل وطن تـــــــه ځمه ، نور  دې نه یــــــادوم
نور به زه یاره ستا لپـــــــــــــــاره اوښکې نه تویوم
بس زندګې تېروم سمه ،نور دې نــــــــه یـــــــــادوم
ته مې په دغه سوي حـــــال باندې خندا کوې ،او
زه ټوله شپه ژاړم له غمه ،نور دې نــــــــــه یــــادوم
ګوهره تــــــــــه بــــــه دا دروغ وایې تر کومه پورې
چې بس دا ځل دې یـــــــــادومه ،نور دې نه یادوم