‎د مبتکرولسمشر محمد اشرف غني هڅې!

‎د افغانستان میړني ولس دا په تاریخ کې ثابته کړې ده چې که هر څومره په خپلو منځونو کې ستونزې ولري خو همدومره یې په حل کې تر بل هر چا پياوړي دي ، دا ځکه چې افغانستان په افغانانو ګران دی د هېڅ بېګانه غلامي نه مني چې دا یې د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې ده ، تقریبآ دو لسیزو په ټول افغانستان کې د دولت او د دولت د وسله والو مخالفینو په خپلمنځي جګړو کې په زرګونو او لکونو انسانان له دواړو غاړو مړه او ټپيان او ټولې مادي او معنوي شتمنۍ یې له خاورو سره یو کړې دي.
‎اولادونه بې پلاره، مور بې زویه، خور بې وروره، او مېرمن بې مېړه او کون‌‌‌‌‌‌ډه شوې ده .
‎چې د ټولو دغو بدبختیو څخه پردیو ګټه اخیستې ده.
‎خو له نېکمرغه سږنی کوچنی اختر په داسې یوه فضا کې ولمانځل شو چې حتی مخکې تر دې یې چا تصور نه شو کولی ، ولې دا هم باید وویل شي چې دا کار تصادفي نه وُ، چې موږ ته دا خوشحالي چا په تحفه کې راکړې وي ، دا د هغو هڅو پایله وه چې زموږ محترم مبتکر ولسمشر په خپل ټاکنیز کمپاین کې له خلکو سره ژمنه کړې وه او دا یې په عمل کې ثابته کړه چې نوموړی یو ریښتینی او مبتکر افغان بچی دی ، چې نظر یې په عمل بدل کړ .
‎دا هم باید له یاده ونه باسو چې د نوموړي په څنګ کې نور هم وطنپرست شخصیتونو هڅې هم بارزه ون‌‌‌‌‌‌ډه یې لرله، چې کله کله به د ځينو خود غرضه او د پردیو نوکرانو له خوا ورته د پنځم ستون خطاب کېده له یاده باید ونه باسو چې ځيني بهرني استخباراتي سازمانونه لاهم په کمین کې ناست او د خپلو داخلي جاسوسانو په واسطه خپل وس او کوشش کوي چې دا اوربند او د سولې مذاکرات د ناکامۍ طرف ته یوسي.
‎خو اوس افغان ولس که د جګړې په هره خوا کې دي په دې باید وپوهېږي چې جګړه مو هېواد ورانوي او افغانان پکې وژل کېږي او ګټه یې دښمنانو ته رسېږي ، دښمن مو اوس ښه تعریف شوی دی ، چې ځيني بهرنیان او د هغوی جاسوسان زموږ دوستان کېدلی نشي، ځيني داسې کسان هم شته چې په ښکاره نارې وهي چې زه افغان نه یم او د افغانستان له نوم سره دومره حساسیت لري لکه اور یې چې له اوبو سره لري.
‎زموږ په اساسي قانون کې په واضع توګه راغلي
‎څلورمه ماده:
‎ په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي. د ملت هيچ يو فرد له افغاني تابعيت څخه نه محرومېږي. په تابعيت او پناه وركولو پورې اړوندې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
‎زه د افغانستان په ټول ولس که دولت دی او یاهم عام ولس او یا هم طالبان غږ کومه چې دداسې خاینانو د لاسه چې افغانستان په خطر کې اچوي راځئ چې د افغانستان د ژغورلو د پاره خپلمنځي ستونزې په خبرو حل کړو ، او ددې ملي خاینینو او بهرني دښمنانو په ضد لاس سره یو کړو او داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکړو چې بیا د تل لپاره د عبرت درس شي.
‎په آخیر کې وایم چې
‎تل د وي خپلواک او یو موټی افغانستان
‎او ړندې د وي هغه سترګې چې افغانستان ته په بد نظر ګوري.
‎او
‎ګونګه د وي هغه ژبه چې افغانستان ته پردی نوم ورکوي.
‎مینه منګل