طنز
محمود نظری

قانون ناست دی په تاخچه کي

که قانون لکه قران کیښوول لوړ پر تاخچه سي
دا ښه وطن په لکه دین سل په زروکي تجزیه سي
پر تاخچه د قران پر ایښوولو مو دین پارچه پارچه کړ
پر تاخچه کې د قانون په ايښوولو به وطن بازیچه سي
وایي یوازې ځای چې قانون نه لري هغه افغان ځنګل دی
بې قانونه ځنګل د درغلو اخیر شخصي دګلو باغچه سي
یو خاین وطنپلور په دي هیواد کې تر اوسه محاکمه نسو
هر لوی خاین ته دلته قانون خپله اتومات چمچه سي
خدای دي د چا وطن د اشغال او وطن غدار و ساتي
وطن د غلو لوچکو مورازارو پلار ازارو ځای د چړچه سي
موږ ویل ګونډې په وچه ډوډۍ دوطن بچیان ماړه سي
هر یو چې مقرر سی یوازې دغلو بچیانو ته روټ اوکلچه سي
موږ ویل بسمالله اسمعیل او نورو ته به سزا ورکړل سي
خبر نه وو هغو ته به په دولت کې اواره سره کورپچه سي
هر یو په ټاکنو کې نارې وهي زه کار اهل کار ته سپارم
چې راسي هر مفسد ته خپله د ډالرو دیپلومات او بخچه سي
ویل کیږي د «کیري» دوې بنې په بله دوره کې واده سره کوي ؟!
بیا به دا دولت د غلو په لاس کې خپله ډکه تومانچه سي

***
دلته د امریکا او روس پر ضد روان جهاد دی
شکر هم سره خپله وژنوهم دهغو بمبارد دی
هر دښمن خپله سینه په افغان وژنه سړه کړه
شکرد خپلو بې عقلانو د لاسه دا وطن برباد دی
اوس چې دهر اتل او مجاهد د وحشت بیان اورو
شکرله هغو سره تر روس امریکا روا ډیر جهاد دی
هر دجهاد رهبر جهاد کې مړ نه بلکې میلیارډر سو
شکر دهر رهبر په ډیروبیګناه وژلو لقب ستر جلاد دی
دلته دا وژل او لوټول هر چا په خپلوسترګو ولیدل
شکردهغو تر منځ په واک د ویجاړي تاریخ هر چا یاد دی
اوس همدا ټپي خلک هغوغلو ته بیا خپلي رايي ورکوي
شګر چې افغان په دنیا کې یو ډیر لوی هېرژن زاد دی
خپل ورور داکا زوی او کلیوال يي ټول هېر سول
شکر اوس بیا د هغه د خپل قاتل پسې یې زنده باد دی
داسې وطن تر ابده چي داسې ښه خلک لري نه آبادیږي
په دې وطن غل غدو چرسي بنګي تر ټولو ازاد باد دی