اوربند د سولې د پاره ښه فرصت دی!
موږ سوله غوښتونکی ملت یو، افغانانو او افغان حکومت تل هغه لارې لټولي چې هغې کې جګړه او تشدد نوي بلکې د سولې د لارې په هېواد کې شته ستونزې حل شي، دلیل یې دا دی چې افغان حکومت هیچا او هېڅ کوم هېواد سره ستونزه نه لري ، دا چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او زموږ امنیتي ځواکونو او ولسونو له دې هېواد څخه د وینو په بدل ساتنه کړې ، نو چاته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي، دا چې په افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ، افغان حکومت هڅه کوي چې دا جګړه نوره پایته ورسیږي د افغان حکومت مشران تل په دې هڅه کې
دي چې له
ګاونډیو هېوادونو سره د خبرو د لارې شته ستونزې هوارې کړي ، بدبختانه زموږ هغه نېږدې ګاونډۍ هېواد پاکستان چې اوس موږ ته د سرطان په دانې بدل شوی ، په یوه نا معلومه دښمني مو زوروي، د پاکستان حکومت مشران هلته په
مدرسو کې تنکي ځوانان روزي، ذهنونه ورسپين کړي او دلته یې افغانستان ته د جګړې لپاره را لېږي او بېګناه افغانان پرې وژني، دلته د افغانستان په جګړه کې ښکیل جګړه کوونکونکي اکثریت یې پاکستاني دي، موږ نه پوهېږو چې دوی په کوم حق زموږ په هېواد کې جګړه کوي؟ څو ورځې وړاندې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ، پاکستان ته لاړل ، او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیدنې درلودې ، په لیدنه کې د پاکستان حکومت مشرانو د افغان سولې د پاره ډېرې ژمنې وکړې ، خو دا ژمنې ځکه د باور وړ ندي ، پاکستان له لومړیو څخه او بیا تر ننه خپل سیاسي دریځ کې هیڅ تغیر رانه وست، او تل یې هڅه کړې چې د افغان حکومت مشران او نړیواله ټولنه د تېر په څېر تېر باسي، خو د افغان حکومت مشرانو د باور پر ځای یې پر پاکستان ډېر فشارونه راوړل چې یو ښه مثال یې سوداګریزې اړیکې وې ، اوس مهال د پاکستان سره زموږ سوداګریزې اړیکې ډېرې تتې شوي ، ځکه چې ولسمشر غني په لومړیو کې د سوداګریزو اړیکو د پاره نورې بدیلې لارې پيدا کړې چې اوس مهال موږ پاکستان ته په هېڅ برخه کې محتاج نه یو .
ولسمشر غني په یوه بې مثال سیاست سره وکولی شو چې نړیواله ټولنه قانع کړي چې پاکستان ښه ګاونډيتوب نه کوي او تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي او د سولې په نوم افغان حکومت او نړیواله ټولنه تېرباسي.
چې بلاخره موږ ولیده چې د پاکستان نېږدې ستراتیژيک ملګری امریکا هم د پاکستان سره خپلې اړیکې پرېکړې او د پوځي او اقتصادي مرستو
د درولو ګواښونه یې ورته وکړل.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا او امریکا د پاکستان د سیاستونو پر وړاندې د ولسمشر غني مستقیم ملاتړ وکړ.
چې دا ټول زموږ د افغان حکومت د مشرانو د هوښیارانه سیاست ښکارندويي کوي.
پاکستان اوس مکر نشي کولی چې په خاوره کې یې ترهګر نشته ځکه اوس نړۍ ته دا ثابته شوې چې پاکستان د ترهګرو حامي او مرسته کوونکی هېواد دی .
اوس افغان حکومت وسله والو طالبانو ته یو بل ښه فرصت ورکړ ، چې هغه اور بند دی که وسله وال طالبان سوله غواړي او له پردۍ جګړې او غلامۍ ستړې وي نو دا یې وخت دی ځکه افغان حکومت اوس هم دوی ته ښه نیت لري افغان حکومت او افغانان د وینو تویدو پلویان ندي دوی بشریت ته درناوی لري، افغان حکومت ټولو انساني اصولو ته ژمن دی کله چې دوی یو طرفه اوربند اعلانوي دا د افغان حکومت پر ښه نیت او صداقت دلالت کوي، طالبان د له دې فرصت څخه ګټه واخلي .
او وروستۍ کې دا هم وایم له افغان حکومت سره زیاتې لارې شته خو لومړی په هغو لارو فکر کوي په کومه لاره کې چې تشدد او وینه بهېدل نه وي.
په غیر د هغې کې موږ ډېر قوي امنیتي پوځ لرو چې په ډېره مېړانه ددې خاورې ساتنه
کوي
موږ د تل پاتې سولې غوښتونکي یو.
مینه منګل