‎له امنیتي ځواکونو ملاتړ د هر افغان مسوولیت دی!
‎که په تېرو دوو لسیزو فکر وکړو، نو ګورو چې زموږ امنیتي ځواکونه ‌‌‌‌‌‌ډېر پياوړي شوي دي او کولی شي چې د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې بریالي واوسي.
‎بدبختاته دا ‌‌‌‌‌‌ډېر کلونه وشول چې موږ افغانان د یوه نا اعلان شوې جګړې قرباني ګرځېدلي یو .
‎مرموز او بې ننګه دښمن مو په یوه نا څرګنده جګړه بوخت دی ، چې دې جګړې تر ننه زموږ د ‌‌‌‌‌‌ډېرو امنیتي ځواکونو ژوند واخیست خو دا بې شرمه دښمن کله هم خپلې موخې ته ونه رسېد.
‎ځکه چې زموږ امنیتي ځواکونو د سر په قیمت له دې خاورې ساتنه کړې ده .
‎اوس راشو دېته چې څنګه کولی شو له خپلو امنیتي ځواکونو
‎ملاتړ وکړو؟
‎صرف په لیکلو او ویلو د افغان امنیتي ځواکونو د پاره څه نه شو کولی دلته عمل هم مهم دی .
‎ګورئ د مثال په توګه د هېواد په مختلفو ولسوالیو کې زموږ امنیتي ځواکونه محاصره کېږي ، او ‌‌‌‌‌‌ډېری وخت دوی د محاصرې په حال کې خپل ژوند د لاسه ورکوي ، خو د سیمې خلک هېڅ راز مرسته له دې امنیتي ځواکونو سره نشي کولی ، سره له دې چې په لرې سیمو کې هره کورنۍ په کورونو کې وسلې لري ، او کولی شي چې د سیمې په امنیت کې ګټور تمام شي.
‎نه پوهېږم ددې سیمو د خلکو ذهن کې به څه وي ؟
‎ولې یو څه درک کولی شم چې وسله وال ددې په نوم چې د اسلام ټېګداران دي او دا جګړه د اسلام د پاره کوي نو غواړي چې
‎د خلکو اذهان هم د ځان په طرف واړوي.
‎او شته داسې خلک چې ددې مکرجنو وسله والو خبرې مني او ترې ملاتړ کوي .
‎افغان امنیتي ځواکونه چې د افغانستان د ټولو قومونو څخه تشکیل دي، ددې هېواد د عزت، او خلکو د ژوند څخه د دفاع په موخه د دښمن په وړاندې جګړه کوي، اړینه ده چې ټول افغانان یې ملاتړ وکړي.
‎د غور ولایت اوسیدونکو هم وسلې را واخستلې او د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ له وسله والو سره جګړه کوي.
‎که همداسې د هر ولایت او د هرې سیمې خلک د خپلو سیمو د ساتنې د پاره خپلې وسلې راواخلي او د افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای د دښمن په وړاندې جګړه وکړي، داسې ورځ به راشي چې وسله وال به د خپل ناستي ځای هم پيدا نکړي، بدبختانه چې زموږ اکثریت ولسونه کله چې د شخصي دښمنیو خبره وي دوه قومونه د یو بل په وړاندې وسله را اخلي او یو د بل سره جګړه کوي، که د شخصي دښمنیو پر ځای دا وسلې د دښمن په وړاندې وکاروي نو زموږ د افغان امنیتي ځواکونو روحیه به لا پياوړې شي.
‎راځئ چې یوه شېبه د ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هېوادونو په اړه فکر وکړو، سره له دې چې د نېږدې ګاون‌‌‌‌‌‌ډيو هېوادونو ولسونه ‌‌‌‌‌‌ډېری یې د اقتصادي فقر تر لاندې ژوند کوي خو هېواد یې کرار دی دا ځکه چې هغوی خپلو ملي ګټو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر ژمن دي د نظام د پياوړتیا او د خپلو پوځي ځواکونو سخت ملاتړي دي .
‎په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېری داسې سیمې شته چې هلته وسله وال حتی یو وړوکی حرکت هم نشي کولی ځکه چې قومونه او ولسونه یې په وړاندې درېږي، د مثال په توګه زموږ په خوست ولایت کې وسله وال حتی یو وړوکی حرکت هم نشي کولی ځکه چې هلته ولسونه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړي دي او خپلو سیمو کې وسله والو ته د ژوند کولو او تحرک اجازه نه ورکوي.
‎د پکتیا ولایت په ‌‌‌‌‌‌ډېرو ولسوالیو کې قومي تړونونه دي هلته ټول د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړي دي او وسله والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي، همداسې بامیان، او یو شمېر نور ولایتونه دي چې د افغان امنیتي ځواکونو عملي ملاتړ کوي چې دې کار سره یې هم خپلې سیمې خوندي دي او هم زموږ د امنیتي ځواکونو مورال قوي کېږي .
‎که د افغانستان ټول قومونه تړونونه سره وکړي چې نور به خپلو سیمو کې وسله وال فعالیت ته نه پرېږدي او د افغان امنیتي ځواکونو عملي ملاتړ به کوي نو لرې نده چې دښمن به زموو هېواد کې ماتې خوري ځکه چې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او که موږ افغانان وغواړو دا جګړه یوه ورځ هم دلته دوام نشي کولی .
‎د ټولو قومونو یووالی زموږ د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا سبب ګرځي.
‎او د افغانستان د امن سبب هم کېدالی شي.
‎د روښانه افغانستان په هیله .
‎مینه منګل