د روان کال د جنوري په لسمه نیټه آسترالیا او اندونیزیا د اړینو معلوماتو د شریکولو د یوې توافقنامې په لاسلیک کولو سره په سیمه کې د سمندري او سرحدي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل دوه اړخيزه ژمنې تایید کړې.

د دغه تړون په اساس تیره اوونۍ د استرالیا د سرحدي ځواک او د اندونیزیا د ساحل ساتنې ادارې او همدارنګه د اندونیزیا د کب نیونې مدیریت لخوا په تیمور سمندرګي کې درې اړخیزه ګزمې ترسره شوې.

دواړو هیوادونو په تیمور سمندرګي کې د دغه ګډو عملیاتو موخه د ناقانونه فعالیتونو کشف او له منځه وړل ښودلي.

د استرالیا د سرحدي ځواک په حواله د دغه عملیاتو په لړ کې د استرالیا د ځانګړي اقتصادي زون دواړو خواوو ته ۵۰ میله سمندري ساحه د څو ورځو لپاره د هوايي او بحري ګزمو او څارنو لاندې ونیول شوه.

د استرالیا د سمندري پولو قومندان ادمیرال پیټر لاور چې د دغه عملیاتو مشري یې کوله، وویل، دغه شریک عملیات د استرالیا او اندونیزیا د سمندري امنیتي ادارو ترمنځ پیاوړې همکاري او همدارنګه د شته ګواښونو په وړاندې د دوی ښه همغږیتوب څرګندوي.

نوموړي وویل، دغه عملیات د استرالیا د سرحدي او سمندري قومندانۍ قوي هوډ ښکاره کوي ترڅو له خپلو نړیوالو همکارانو سره ګډ کار وکړي او د استرالیا په شمالي سمندري برخو کې خپل حضور ډاډمن کړي.

نوموړي زیاته کړه، ځکه مونږه پوهیږو چې جنايي ډلې په دغه سیمو کې د خپلو جرمي فعالیتونو د پراخولو په هڅه کې دي، او دغه کار یې مونږ ته د زغملو نه دی.