شـــــــــاباش طالبانــــــــو!
taliban office

محمدامین بســــــــمل


زماخطاب هغو رښتینو طالبانو ته دی کومو، چې په یو لاس کې پاک قران اوپه بل لاس کې وسله لرله، زماخطاب هغو اتلو طالبانوته دی کومو، چې دګران اوواحد افغانستان واحد بیرغ دآموپه غاړه ورپاوه، زماخطاب هغو طالبانو ته دی کومو، چې دګران هیواد ملي ناموث او د هرافغـان فردي ناموث په خپله سرښندنه ساتلی و.

هــــــــو!

زه طالب نه یم خو دطالبانو په پورتنیو ویاړونو ما ویاړل او ویاړم البته زه اکثرأ دطالب په نوم ټکول شوی هم یم حتی یو وطنفروش ژورنالست خوپه یوه لیکنه کې په ما دجرمني د طالب نوم هم ایښی و.

په هرصورت کاروان تیریږي او سپي غپیږي اوس راځم خپلې لیکنې ته.

که ستاسو زما هغه لیکنه په یاد وي دکومې، چې سرلیک (طالبـانوته بهترینه موقع برابره شــوې ده) و اودسږکال اپریل میاشتې په ۲۵مه نيټه مې د رسنیو له لارې ستاسو خدمت ته وړاندې کړې وه نو باور به مو دطالبانو په سیاسي درایت او پوځي وړتیا نور هم زیات شي.

ما په هغه لیکنه کې داسې مهمو حیاتي، سیاسي اوپوځي نوښتونو ته اشاره کړې وه کوم، چې د مـی په میاشت کې طالبانو پیل او دا لړۍ یې همداسې بریالۍ ساتلې ده.

هلته ما په ټینګار سره دا یادونه کړې وه، چې ستاسو دبریالیتوب لپاره تربل هرڅه مهم سیمیز ملاتړ او همغږي ده.

له نېکه مرغه طالبانو په خورا غښتلتوب سره په دوبۍ ، ایران او ناروي کې سیاسي ګامونه پورته کړل.

له پوځي پلوه خویې هغه ده په سترګو وینئ، چې دکابل اجیرې ملېشې اوګوډاګیان یې په سوړو ننیستلي دي ځکه خو زه طالبانو ته شاباش وایم.

لکه کلونه کلونه مې چې له مختلیفو راډیويي اوتلویزیوني رسنیو څخه په طالبانو غږ کړی و بیا یې هم تکراروم، چې لاس په لاس لګیږي ماناستاسومخامخ خبرې یوازې له امریکایانوسره بایدترسره شي نه دهغوی له ګوډاګیانو سره.

دا چې تاسو له یوشمېر غیردولتي کسانو سره ناستې لرلې یا به یې ولرئ داښه خبره ده خو پام چې دا د یوې نیمې لسیزې ګټلي تاریخي ویاړونه له لاسه ورنه کړئ.

که تاسو هغه طالبان یاست کومو، چې دنړۍ له ۴۸ ملکونو سره په بري سره مقابله وکړه او کوئ یې نودابه دشرم ځای وي، چې تاسو د هغوی له ګوډاګیانو سره په تېره بیا ددې غبرګ سري او ټیټ سري حکومت؟! له لشمه کیانو سره دخبرو په مېز کښېنئ.

زه په تکرار سره وایم، چې ستاسوبری زموږ د ولس اوسیمې په ګټه دی سیمه وال هم اوس په همدې باوري شوي خو تاسو یې باید نور هم درخپل کړئ.

څه پروا لري که تاسو دهند تشویش رفع کړئ آیا له روسانو څخه دخپل بري لپاره ګټه اخیستل به ګناه ولري؟

که ګناه لري نو داسلام ځینې ټیکدارانو ولې روسانو ته غېږ پرانیستې او په عین وخت کې دانګریزانو غولانځې هم زبېښي.

ما چې د روسانو یرغل تل محکوم کړی او محکوموم یې هم داســې مې دنننیو نابللو اشغال هم محکوم کړی او نفرین پرې وایم خو یوازې په نفرین وېیلو او محکومولو کار نه ترسره کیږي عملي ګامونه په کاردي څه چې ما کولای شول او یایې کولای شم هغه تر ولسه د حـق غږ رسول دي دا کار مې دخپل سر په بیه کړی او کوم یې.

موږټول افغانان مسؤلیت لرو، چې ترهرڅه لمړی دملي یووالي په اړوند کوټلي ګامونه واخلو، ګاونډیان را خپل او لاسوهنې یې بندې کړو دا هغه څه دي چې د یوې سالمې ادارې په صورت کې ښــه ترسره کېدای شي نواوس دداسې یوې ادارې رامینځ ته کول ستاسو په سیاسي او پوځي وړتیا پورې اړه لري.

دښمن په زاریو نه تسلیمېږي بلکې نور هم زړور کیږي.

دلاندني لینک په کښېباسلو سره زما مخکینۍ لیکنه لوستلی شئ.

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20930

دیو خپلواک اوهوسا افغانستان په هیله