دمـیرویس نیکــه د جامع جومات خبرتیـــا


دجرمني د بایرن آیالت  په پلازمېنه مونشن ښارکې زموږداسلامي اوفرهنګي مرکز(میرویس نیکه جامع جومات)مشرتابه هیئت د نړۍ په مخ ټولومسلمانوته د مبارکې روژې د رارسېدو له کبله مبارکي وايي اوټولوخویندو اووروڼوته ددې مبارکې فریضې په ادأ کولو کې له رب العزت څخه توفیق غواړي.
موږ ټولومونشن مېشتواومونشن ښارته څېرمه افغانانوته خبرورکوو، چې له نېکه مرغه د تېر په څېر سږ کال هم د تراویح لمونځ په جریان کې دقران پاک ختم صورت نیسي.
ستاسوقدرمنو اوعزتمنوراتګ به د میرویس نیکه جوماتوالودخوښي سبب اوقدمونه به موانشالله دنېکۍ په تله کې حساب شي.


بلــــــــــــــــــــــــــنه:


تاسو کولای شئ، چې دمیرویس نیکه دجامع جومات په لوی دستارخوان له موږ سره روژه ماته کړئ دا هم دیادونې ده، چې دپخواپه ډول سږ کال هم زموږ یو شمېردین دوستواوهیواددوستوافغانانو دروژه ماتي دلکښتونوپه پوره کولوکې خپله صمیمانه ونډه واخیسته کوریې ودان خیردې نصیب شي
.

پتــــــــــــــــــــــــــه:


MACHTLFINGER    STRASSE 10
  MÜNCHE  80379 
UBAHN- 3
دمیرویس نیکه جامع جومات مشرتابه هیئت

دلاندني لینک په کښېباسلو سره دروژې مباره کې په اړوندنورمالومات هم ترلاسه کولای شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20956