روسي استخبارات:
جان کري دداعش له یومشر سره دنښتې پرمهال ټپی شو

د روسي پټ استخبارات سازمان په یو راپور کې ویلی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د بایسکیل د ځغاستي په پېښه کې نه، بلکې د داعش له یو مشر سره د یوې نښتې پرمهال ټپی شوی دی.
په دغه راپور کې ویل شوی، تر هغه وروسته، چې اعلان وشو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بایسکیل په ځغاسته کې په فرانسه کې ټپی شوی، رسنیو د هغه یوازې هغه انځورونه خپاره کړي، چې دی په روغتون کې بستری دی.
دغه راپور زیاتوي، جان کري د سویس په ژنیو کې د مي پر ۳۱ مه د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف سره شپږ ساعته مجلس درلود، تر هغه وروسته، له سویس د یو چورلکي په وسیله فرانسې ته لېږدول شوي، ترڅو هلته د امریکا په پوځي فالسبورګ اډه کې له نامعلوم کس سره پټې خبرې ولري.
د روسیې دغه استخباراتي شبکه ادعا کوي، کله چې د جان کري او د غه کس، چې ویل کېږي، د داعش تاجک مشر گولمرد خالیموف، ترمنځ خبره پیلېږي، خبره په ناندریو اوړي او نوموړی د کري د ترور هڅه کوي او په پایله کې جان کري ټپي کېږي. خالیموف تر دې مخکې، چې له داعش سره یوځای شي، د تاجکستان د ځانګړو ځواکونو د لوا قوماندان و او په امریکا کې یې پوځي زده کړې کړي دي.
راپور زیاتوي، تر هغه وروسته، چې د جان کري د بایسکیل په ځغاسته کې د ټپي کېدو خبر د رسنیو له خوا خپور شو، یوازې د یوې چورلکې انځور، او د ده هغه انځورونه خپاره شوي، چې دی په روغتون کې بستر دی. راپور وايي، دغه مسله، د دې ښودنه کوي، چې جان کري د بایسکیل په ځغاسته نه بلکې د یوې بلې پېښې په ترڅ کې ټپی شوی دی.