له۲۰۰۱ز کال راهيسې امريکايي عسکرو له يو لک څخه بېخي زیات افغانان وژلي دي.

په۲۰۰۱ز کال کې، چې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ او د طالبانو نظام يې ړنګ کړ، له هغه وخته تر اوسه د رسمي شمېرو له مخې امريکايي عسکرو له يو لک څخه زيات ولسي وګړي وژلي دي.
اسوشيټېډپريس د براون امريکايي پوهنتون د سروې له قوله وايي، چې پر افغانستان د امريکايي يرغل په ترڅ کې امريکايي او نورو بهرنيو عسکرو له يو لکو زيات افغانان وژلي او همدومره نور يې ټپيان کړي دي.
اسوشيټېډپرېس د براون پوهنتون د سروې له قوله ليکلي، چې ۲۰۰۱ز کال راهيسې بهرنيو عسکرو ۱۴۹زره کسان وژل شوي، چې يو لک يې افغانان او پاتې ۴۹ زره يې پاکستانيان دي.
د سروې ليکواله نېټا کرافوټ وايي، چې په دغه امريکايي يرغل کې ۱۲۶زره ولسي وګړي ژور ټپيان شوي هم دي.
د ليکوالې په وينا د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې ښکاري، چې افغانستان کې امريکايي جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې دغه جګړه د پخوا په پرتله نوره هم خونړۍ شوې ده.
نيټاکرافوټ وايي، چې د سروې بنسټ د ملګرو ملتونو د يوناما اداره ده او کېدای شي د مرګ ژوبلې کره شمېر له دې هم زيات وي.
ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان روانه جګړه کې د ولسي قربانيانو کچه د پخوا په پرتله شپاړس سلنه زياته شوې ده.
د يوناما له قوله د ۲۰۱۵ز کال په لومړيو پنځو مياشتو ۹۷۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۹۶۳ټپيان دي.
له نن ټکي اسیا څخه په مننهدلاندني لینک په کښېباسلو سره نور مالومات هم ترلاسه کولای شئ: