۶ کلن سمیع الله؛ ۸ کسیزه کورنۍ پالي

له نن ټکي اسیا څخه په مننه
په افغانستان خو په ځانګړي ډول کابل ښار کې ډیرې نادرې پېښې لیدل کیږي.
دافغانستان خلک بالعموم غریب او بېچاره خلک دي، غریبۍ ځپلي ولس کې بیا ځېنې دومره مالداره دي، چې یواځې د ورځې د آسونو لګښت یې تر ۱،۰۰۰ ډالرو پورې رسیږي خو بل دومره بېچاره وي چې روژه ماتی یې د ایشېدلوجوارو سره کیږي.
د کابل په یوه کوڅه کې یو ستره ودانۍ لیدل کیږي، کور مخې ته يې د زرګونو ډالرو ارزښت لرونکي موټر، د کور ورځني مصارف يې د یوې غریبي کورنۍ د میاشتو میاشتو لګښت وي خو په ګاونډ کې بیا داسې له خټو جوړ کورونه وي، چې په کې اوسیدونکي یې د سهار ماښام ډوډۍ ته حیران وي.
غریبۍ او په زیات شمېر مالدارو خلکو کې د زکات او صدقاتو نه ورکړې په افغانستان کې آن ۵ کلن خواږه او نازک ماشومان هم په دې مجبور کړي چې د ژوند هر له ډول خوندونو څخه تېر شي او د سهار لمر خاته څخه د ماښام لمر پریوتو پورې کار وکړي څو خپلې کورنۍ وساتي.
ښوونځي ته د تللو پرته، د نورو ماشومانو سره د لوبو څخه د خوند اخېستلو پرته دغه ماشومان ټوله ورځ په دې خاطر کار کوي، چې د کور د چلولو لپاره څو افغانۍ وګټي او کور پرې وچلوي، خو سربېره پر دې په دغو څو افغانیو کور چلول ستونزمن وي.
د کابل د سلګونو ماشومانو له جملې یو هم سمیع الله دی چې ټوله ورځ بوټونه رنګوي او خپل کور پرې چلوي.
سمیع الله د کور ټول غړي اته کسان دي او نوموړی د کور دوهم زوی دی. هغه بوټونه رنګوي او د ۸ کسیزې کورنۍ کفالت کوي.
که څه هم افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو لخوا پراخه مرستې وشوې خو دغه مرستې پرته له دې چې د څو مافیايي کړیو لاسونو ته ورشي، نورې د چا په ښه نه دي ورغلي.
سمیع الله زیات وخت د سخي زیارت ته راځي او دلته د خلکو انتظار کوي چې بوټونه ورته رنګ کړي.
هغه د سهار لمر ختو څخه تر لمر پریوتو پورې د کابل په لویدیځې برخه کې د سخې په مزار کې د خلکو بوټونه پاکوي.
سمیع الله چې کومه ورځ ښه کار وکړي، ایله ۲۰۰ افغانۍ چې ټولټال ۴ ډالر کیږي لاسته راوړي.
ماشومان ددې پر ځای چې ښوونځیو ته ولاړ شي، په کوڅو او بازارنو کې د خلکو بوټونه پاکوي. دغه ماشومان اکثر د ټولې کورنۍ یواځېنی کفیل وي، همدا ماشومان بیا کور ساتي او چلوي یې.
دوی چې د ماشومتوب له نورو خوندونو محروم دي، په سخي مزار کې د نورو ملګرو بوټ پاکوونکو سره د هګیو ماتولو او آن ځېنې جواري کوي.
سمیع الله دې ته انتظار وي چې څوک راشي، بوټونه پرې رنګ کړي او یو څو روپۍ لاسته راوړي.
هغه ماښام مهال کور ته چې د کابل په لویدیځه برخه کې دی، ستنیږي.