دملي ګټو که دڅو تړلو واکمنو پایښت ش،حصین«سوله له ملي توانه بیلیدونکې نه ده.هیڅ یوه سیاسي موخه که ستراتیژیکه وي یاجغرافیایی سیاسي،که دبشر په حقوقو پورې اړه ولري اویا کوم بل څه دملي قدرت له شتون پرته لاس ته نه راځي» ریچارد نیکسون(۱۹۹۹کال له جګړې پرته بری)دامریکا دمتحده ایالاتو دپخواني جمهور رئیس خبره که څه هم دهمغه هیواد دملي قدرت په اړتیا ټینګار کوي.خو دیوه اصل په توګه په کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالواړیکو کې دخپل اعتبار ساتل او په سیاسي تعاملاتو کې له یوه ټاکلې ملي وزن څخه برخه اخیستل ، هر هیواد دې ته اړ باسي چې تر هر څه دمخه په خپل ملي توان او ملي لڼد مهالو او اوږد مهالو ګټو حساب وکړي. له هغې ورځې چې افغانستان دسړې جګړې په دوران کې دلویدیځ او ختیځ دسختو غوټه شوو تضادونو په تاوده ډګر واووښت،له بده مرغه افغانستان دملي توان اوطاقت تومنه په داسې دوو نه پخلاکیدونکو لاسونو وویشله شوه چې ملې پروسې له مخې له خپل ملي هویت څخه پردیتوب ته ور ولویدې.دغه ویش دیوه تاریخي جبر له مخې دافغانستان دملي توان او طاقت خوځونکی توان دلویدیځ او ختیځ په تورو لومو ورسیخ کړ. کیڼ لاسي اوښی لاسي دمخ خوځښتونه، که له پیله تر ډیره له کورنیوهیلو،غوښتنو،باورونو او اخیستنو څخه را زیږیدلي وو،دلیکو دپراختیا، ټینګښت او ځواکمن کیدو په بهیر کې د هغې «لويي لوبې» ښکار شول چې لویدیځ په یوه ډول اوختیځ په بل ډول دخپلو سیمه ییزو او نړیوالو ګټو او سیالیولپاره را مخته کړې وې. دغه له بهر نه تپل شوي حالت دسیاسي او پوځي کړکیچونواو ټکرونو دپراختیا په دوام کې دواکمنیو ددوام او یا واک ته درسیدو تندو لیونیو هڅوپه ډیره آسانه خو ناتار زیږوونکې توګه یوې خواته دولتي او ګوندي واکمن اوبل لوري ته دقدرت تږي په نړیوالو تړنوداسې ور سیخ کړل چې ټول دپردودستراتیژیو په ساده وسایلو واووښتل. یوه لوري تر ډیره له ملي غوښتنو لرې دقدرت په تنده دکرملین پښو ته سر کیښود او بل لوري په تر لاسه شوې پلمه دسپینې ماڼي په مشرتابه،د پانګوالې نړۍ اودبنسټپالنې په تور جال کې دځان راښکیلتیا له اړتیا پورته دسیاسي هوښیارۍ او نوي دیندارۍ نښه وګڼله. جګړه دنورو،خو دسونګ مواد ېې زموږ خلک او زموږانساني توان و. لویدیځ دخپل نړیوال سیال په وړاندې ددین اومذهب په سیف اوسیاف(سیف په عربي کې هغه ماهی ته ویل کیده چې تورې ته ورته تیره او اوږده مشوکه ېې درلوده ښایی همدې معنی ته په کتو ېې هغې تورې ته دسیف نوم ورکړی وې پر کومې چې سرونه له تنو چلا کیدل. اوسیاف هم هغه قصاب او میرغضب وچې دغه توره ېې په کار وړه) ډډه ولګوله اوختیځ هم په کیڼ اړخو دیو مخیز ې پانګونې له لارې دغه توان داسې نندارییز کړ چې دپردو دجګړېیزو هڅونو په بهیر کې کورنیو شخړو د دین او بیدینۍ جامه واغوسته. دغه حالت دخپل منځي روغې اوملي جوړ ښت ټول مزي وشلول.دسړې جګړې پای دلویدیځ په ګټه واووښت. پانګواله نړۍ دخپل کمونیستي سیال په وړاندې دبري پولو ته ور جګه شوه. نور دوی ته کمونیزم خطر نه وو خو دنړیوالو پټو اوښکاره ستراتیژیو غوښتنه په دې کې وه چې دجګړو اورونه ژوندي وساتل شي. همدغې هڅې ددین او مذهب پخوانۍ وسیلي کمرنګه کړې او دجګړو او بحرانونو ددوام په خاطر نوي شعار ته اړتیا رامخته شوه.داځل اسلامي بنسټپالنه البته نه ټوله،په نښه شوه.پرونۍ لویدیځ جوړ کړي تنظیمي طاقتونه باید په لږ لګښت خو په حساب شوې توګه ویلې شوي وای. دغه کار ډیر ستونزمن نه و او دا ځکه چې هغوی چې دغه بتان جوړ کړي ووله خټې سره ېې نا آشنا نه وو. هغوی په دین کې مذهب او په مذهب کې په سلکونو پټ اوښکاره تعبیرونه دهمدې خامو کلو په پخو باورونو کې کرلي و.دسیاسي واک لپاره ددین اومذهب په ورکړل شوو تعبیرونو دخپل منځي جګړې تنورپه تودیدو و. قصد داوچې دغه اجسام دخپلوخیټوپه مرګ راوړونکومیکروبونود پانګوالې نړۍ داصلي موخو له مخې جاروشي. حالات څه بل شان شول،دامریکا تر مشرۍ لاندې سیمه ییزو او نړیوالو موخو پر هیوادونو دمخامخ پوځي اوشبکه يي تیریو اړتیا را مخ ته کړه. دغو تیریوته یواځې دسیا په مدرسوکې روزل شوي امریکا پلوه ملي ضد څیرې بس نه وي. تیري او له تیري را ټوکیدلو ستونزو داخلي جنګي اجیرانواو دتیري دمشروعیت لپا ره فتوایی مشرانوته اړتیا وه. دغې اړتیا ددین او جهاد«وارثانو» ته بیا دژوند چانس ورکړخو داسې چې پړي به ېې دهغو روزل شوو څیرو په لاس کې وي چې پخوا سیا په لویو پانګونو روزلي وو. پر افغانستان دامریکا انګلیس پوځي تیري چې ناتو او آیساف ېې وروسته را دمخه کړل، ددې سبب شو چې افغاني ټولنه دڅو ځلیز نوي ویش سره مخ شي.داځل امریکا او اروپا روزلي، اوواک تا بیا راګرځول شوي تنظیمي او ملیشایی توپکیان یوې خواته او دټولنې اشغال ضد خوځښت بلې خواته په نوې بڼه دملي طاقت دویش موجب شو.واقعیت خو دادی چې واکمن لوری په ښکاره داشغال سوغات او له خپل ملي هویته وتی و خو دمقابل لوري مخکښ هم په داسې جبري پړو تړلی وچې دخپل ملي هویت دپاخه ثبوت په ځانګړې کمزورۍ اخته و.په دغسې ویروونکو حالاتو کې دسیا او امریکایی کمپنیونا څرګندو لوبو افغانستان په یوه بله بڼه دخپل تاریخي دښمن پاکستان پښوته کیناوه.یوځل هغه وخت چې دکرملین دکودتايي ډوله مشرانو په لاس دوخت دشوروي اتحاد کمپله په ټولیدو وه،امریکا دخپلې برلاسۍ په وجه افغانستان په کال ۱۹۸۸ کې په ژنیو کې دپاکستان مخته په ګونډو کړ.دژنیو پریکړو په ښکاره دکابل او مسکو ماته او دامریکا او پاکستان بری ښوده.خو داځل لوبه څه بل شان اوډیره تر پخوا ویره وونکې او مرییتوب راوړونکې ده. امریکا ، ناتو او آیساف په افغانستان کې په ګونډو شویدي.ددغې ماتې علایم په وروستیو څو کلونو کې دلید وړ وو، له همدې کبله داخبره ډیره درسنیو پرمخ روانه وه چې امریکا به په پای کې دافغانستان برخلیک پاکستان ته ور وسپاري. داشرف غني او عبدالله عبدالله له ګډ سلطنت نه مخکې داخبره ډیره په ژبو وه چې دامریکايي، ناتویی اشغال شتون په دې خاطر اړین دی چې که دانه وي نو پاکستان به موږ ژوندي وخوري. خو همدا چې قدرت دجان کیري په سخاوت همدې دوو لاسونو ته ورواووښت. ناڅاپه دپاکستان دښمني په داسې «دوستۍ؟! واووښته چې اوس پاکستانې پوځي، استخباراتي ،او پولیسي واکمن شپې شپې زموږ پر ارګ میلمه وي. سعودي، پاکستان او اماراتوته داشرف غني سفرونودغو لیدنو کتنو ته بل رنګ ورکړ. داسې ښکاري چې امریکایی لوري پر اشرف غني امنیتي تړون ځکه په لیونۍ بیړه لاسلیک کړ چې غوښتل ېې ځان دافغانستان دسریښو له ډنډ څخه وباسي او ددغه هیواد برخلیک دسعودي او اماراتو په ملاتړ پاکستان ته ورکړي. دغه حالت یوبل څه هم را په زړه کوي او هغه داچې دا لوبه نوې نه وه.کال ۱۳۸۳ دکابل رسنیو دارګ دوخت دواکمن له خولې خبر ورکړ چې ددولت څلور لوړ پوړي له آی اس آی سره دپټواړیکو درلودونکي دي . دغه کسان پیژندل شوي او ډیر ژربه ېې نومونه له اسنادو سره رسنیوته راووځي.له دغه خبر سره سم ځینې لوړ پوړې څیرې له وزارتونو او لوړو مقاماتو څخه لرې شوې. له دې خبر سره سم امریکایی لوړ پوړي افغانستان ته را مات شول او داسې وبریښیده چې دکرزي ژبه ېې ورو تړله او هغه لرې شوي کسان هم په څه ټیټوڅوکیو بیرته وګمارل شول.دغې پیښې ته په پاملرنه ویلی شو چې دپاکستان پښوته ور ټیټیدل نا څاپي پیښه نه ده.ماته ددري ژبې هغه متل را ځي چې وايي «باغوان سګې داشت وسګ او سګې».پاکستان له ویلو پرته دامریکا سیمه ییز خروړی دی، اوس دهمدې خروړي دڅښتن په غوښتنه موږ دهغه په لکۍ لاس را تیره وو.دڅه دپاره؟ ځواب روښانه دی. زموږ ارګ ناستی لکه چې وایی «سپی دیم خوژوندی دیم». که داسې نه وي. پرون خو مو ویل چې امریکا اواروپايي ملګري ېې ، نړیوال طاقت دی،دتمدن ،پوهې ، پر مختګ اوبشرغوښتنې؟؟؟ نښې دي.نن چې زموږ برخلیک پنجاب ته ور سپارل کیږي. دغه پنجاب نو بیا کومې معجزې په داسې قبله اړولی دی چې باید هغه لوري ته سجده کیښودل شي؟ ښايي ځینې په قدرت او امتیازاتو کې شریک دخپل عادت او ماموریت له مخې دې کار ته هم لفظي پرتوګ ور واغوندي. خوپاکستان په ښکاره توګه یو سیمه ییز شریراو فتنه خویه طاقت دی. داسمه ده چې له خپلو روزل شوو مارانو او منګریو نه په تنګ راغلی اودهغوی وهلو ته به مجبوروي. خو پنجاب همدا اوس هم دتیرو کلونو په شان خپل ماران او لړمان زموږ په کلو کې تر توپچي، راکټي او هوايي ګوزارونو لاندې نیسي.او عجیبه خو هم داده چې له دې وروسته به دامریکایی او ناتويي هوايي حملو په څنګ کې په خپله خاوره کې دپاکستاني الوتکو ښکار هم ګرځو. زموږ دسیا په کوډو کې راښکیل ارګ ناستي، دپاکستان دراخپلولو لپاره په عمل کې دهند،روسیي او آن ایران پر خلاف لاره نیسي.سعودي، اماراتو اوپاکستان ته تاوده سفرونه او دپټو اوښکاره پوځي او استخباراتي ډلو تاوده سفرونه او دروانې واکمنۍ په څو میاشتني ژوند کې له هند ، ایران او روسيي سره پټه خوله پاتې کیدل ، په ښکاره ددې ښودنه کوي چې افغانستان په نړیواله اوسیمه ییزه کچه دقوتونو او جوړښتنو په بیلانس کې ، امریکایی لوري دې ته اړ ایستلی چې دپاکستان په څنګ کې دنورو ګاوڼډیو دسترګواغزی وي. دابه سمه وي چې پاکستان دیوه مخکې په وده پانګوال طاقت په توګه په سیمه په تیره بیا په منځنۍ آسیا کې بازارونو ته اړتیا لري. او دغو بازارونو ته یواځې دافغانستان له لارې ورتیریدی شي. خو دغه څه به یواځې هغه وخت په یوه مهم فاکتور اوښتی وای چې پاکستان په رښتیا له خپلو عنعنوی په اعتیاد اوښتوتخریبي کړنو څخه نه یواځې دافغانستان په وړاندې بلکې دټولې سیمې دهیوادو په وړاندې مخ اړولی وای. هغوی چې دافغانستان برخلیک دپآکستان په اراده کې لټوي دکوم ملي توان له مخې دا ضمانت ورکولی شي چې افغانستان به دپاکستان دتخریبي لوبو په نوو پراخو ډګرونو نه بدلیږي. له دې آ خوا دافغانستان دخلکو او اولسونو ملې ارادې ته په کتلو ، که دغه نوې اړیکې له پاکستان سره دپاکستان په ګټه ددیورند دناولې استعماري کرښې دمنلو په شان دتاریخي لانجو دپای اعلان وي نو په ملي کچه به نوي نه ایساریدونکي کړکیچونه را پورته نه کړي؟په یاد لرم چې دافغانستان دخپلواکۍ په څلویښتمه کلیزه کې دشوروی اتحاد،امریکا ، ایران ، پاکستان ، ترکيي او مصر وړې پوځي قطعې دجشن په ورځ دوخت دپادشاه په مخکې تیرې شوې او ورپسې دافغانستان داردو هوایی او ځمکنی طاقتونه را وخوځیدل .په دغه جشن کې یوه ایراني خبرلوڅ هم برخه اخیستې وه ، هغه په دې هکله دتهران مصور په ۷۸۴یمه ګڼه کې ولیکل«دافغانستان اردوپه دې مارش کې چې په نوو توپنو او ټانکونو،جت او هلیکوپتر الوتکو سمبال ووخپل وروستی قدرت وښود وسله والو قومي ډلو په تیره بیا نورستانو او پشه یانو دغه مارش ته بل رنګ ورکړی و.په لیکنه کې راغلي وچې دایران خبریال ددغه رپوټ بشپړ متن او دایران داردو په وړاندې ددغسې یوه نوي پوځي قدرت را زیږیدنه دایرانې مقاماتو دخبرولو په خاطرلوړو مقاماتو ته ور رسولی دی. له هغه وخت څخه بیا دداکتر نجیب الله دواکمنۍ تر رالویدو پوري څه نا څه ۳۵ کاله نور هم دافغانستان ارد وپه چټکه پراخه او په پر مختللو وسلو او وتلو مسلکي کادرونو سمبال شو.دپاکستان په ښکار له دغه اردو څخه مرګونې ویرهدرلوده. او دتنظیمونو دروزلو،پاللو او وسله وال کولو یوه موخه هم داوه چې یو وخت په دغو پردو لاسونو دافغانستان داردو ستونی ونیسي اوزیرمې ېې کباړي کړي.همدا چې نواز شریف دجهادیانو پلاس ددغه اردو ړنګول دپاکستان په تاریخ کې خپل لوی ویاړ بللی و هم له هغې ویرې څخه تومنه اخلي چې پاکستان دافغانستان له اردو څخه درلودله. داسمه ده چې دپاکستان تنظیمي مزدورانو دافغانستان داردو هرڅه لوټ او کباړي کړه، او وروسته بیا امریکایی انګلیسي پوځي تیري ددغه اردو ټوله جنګي او تخنیکي زیرمه له منځه یوړه.خو دا واقعیت لا دلید وړ دی چې دافغانستان داردو ډیر وتلي دلوړو مسلکي زده کړو او جګړه ییزو پخوتجروبو درلودونکي کادرونه لا ټول له منځه نه دي تللي.که لږ ملي وطنپال احساس شتون درلودلی په کار نه وو چې زموږ افسران پنجابي ښونکوته ورولیږل شي. دهغو میلیاردونو بهرنیو مرستو څخه که یوه ډیره لږ برخه را جلا او دهغو په مرسته له پخوانو پوځي کادرونو څخه دروزنې یو ه آکادمي جوړه اودوطن بچیان مو هلته روزلي وای،په پوره باور چې پنجابي ښوونکوته څه چې امریکايي، اروپايي او ناتويي روزونکوته به هم اړتیا نه وه پیداشوې.له پاکستان سره دروانوپټو او ښکاره په امریکایی دیکتات ولاړو معاملو بهیر دافغانستان له ملي ګټو سره هیڅ ډول سمون نه لري.دا بهیر دوطن پلرونې یو ه بله او ډیره له شرمه ډکه لوبه ده.که دارګ واکمنو داسې انګیرلې وي چې له دې لارې به خپل عمر او امریکایی ستراتیژیوته څه تر لاسه کړي نو دا یو خیال ، یو جبن اویو جنون دی