
عراق
امریکایي الوتکې داعش سره مرسته کوي، له کومو مرستو چی انکار نشي کولی او دا مسله نن د داسې یو ملک د رسوایۍ سبب ګرځیدلې ده، کوم چې په نړیواله کچه د داعش د نسکورولو په جګړه کې د ټولو ملکونو د رهبري دعوې کوي.
د عراق څارګرو ادارو او امنیتي ځواکونو، داسې مهم اسناد او انځورونه او ثبوتونه تر لاسه کړي،چې امریکا د انبار د فلوجه او رمادی په سیمو کې تیره اونۍ د داعش ترهګرو لپاره خوراکي توکي او پوځي وسایط ورکړي دي.
د عراق په شمالي سیمه صلاح الدین او دختيځ عراق په دیاله کې امنیتی ځواکونو د عراق لومړي وزير دفتر ته خبر ورکړی،چې امریکایي چورلکو ترهګرو ته د ماتې څخه وروسته د نینوا له سیمې په لسګونو ترهګر نورو سیمو ته وړي دي.
د عراق د پارلمان د دفاعی چارو مشر حاکم الزاملی ویلي،چې موږ سره داسی ثبوتونه شته چې دا په ډاګه کوي،چې امریکایی الوتکې او چورلکې په شمالی او لويدیځو سیمو کې داعش ته وسلې رسوي.
د امریکا تر لارښونی لاندی د ترهګرو پر خلاف تش په نوم د متحدینو په مشکوکو کړنو باندې د یوې څیړونکې کمیټی له جوړیدو داسی ښکاري،چې د عراق دولت تر اوسه د امریکا او داعش مخالف اتحاد رویه له سترګو غورځولو هڅه کوله،خو اوس داسې ښکاري چې نور به له امریکا سره دا مسله یوې خواته کړای شي.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه