د داعش جنګیالي له کومه ځایه راځي ... تازه شمېرې او ارقام


10.02.2015 10:15:43 AM
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

 

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دمالوماتو له مخې  په داعش  کې تر ټولو ډېر جنګیالي دزړې وچې (اروپا) څخه دي ، د2014 ز اکتوبر څخه  د 2015 جنورۍ پورې یوازې له فرانسې څخه 1200 فرانسوي جنګیالي له داعش لیکو سره یو ځای شوي دي.

د داعش دمشر ابو بکر البغدادي  تر مشرتابه لاندې  1200 فرانسوي جنګیالي خپل ژوند تیروي ، دوی  هغه دندې ترسره کوي،چې د داعش دمشرتابه له لورې ورته سپارل کیږي دا فرانسویان  دنورو هغو بهرنیو جنګیالیو په څېر دي، چې له ګردې نړۍ څخه  سوریې ته  راګډه شوي دي  په بله مانا له دنړۍ له  80 هېوادو څخه  جنګیالي له داعش سره یو ځای شوي دي.

له ګواښه ډک  حقیقت ، مخ په ډېریدو ارقام  ددې  ډلې په اړه دخلکو هېښتیا او اندېښنې ډیروي، دې امریکايي ورځپاڼې  په خپل راپور کې هغې نخچې ته ځای ورکړې دی،چې دنړۍ له هر ګوټ څخه  له داعش سره دیوځای شوو جنګیالیو ارقام  او سلنه  په ډاګه کوي.

دا نخچه څرګندوي،چې د 2014 اکتوبر  او 2015 جنورۍ ترمنځ  له  داعش سره نږدې 5000 جنګیالي یو ځای شوي دي اوس د داعش دجنګیالیو شمېر ،چې له اتیاهېوادو څخه جوړشوې دي نږدې 20000 ته رسیدلی دی ، د2014 ز په اکتوبر  دا شمېره 15000 و. دICSR  دسیاسي تاوتریخوالي او بنسټپالنۍ  نړیوال مرکز  هم  د داعش  دسرتېرو شمېر 20000 ښودلې  دی.

راپور له ارقامو او نخچې  سره یو ځای  د داعش جنګیالي داسې په ګوته کوي :

لویدیز دزمري برخه لري د 2014 ز اکتوبر  څخه د 2015 جنوري پورې  له داعش سره یوځای شوي جنګیالي  له  اروپا څخه  راغلي دي، له  منځني ختیځ څخه دګوتو په شمېر دی ، خلیجي هېوادونه په نشت  حساب دي ، راپور زیاتوي  له شمالي افریقا څخه هیڅ جنګیالی نه دی راغلې ، خو له لیبیا څخه  بیا یوازې  44 جنګیالي  راغلي دي.

دراپور دمالوماتو له مخې  د 2014 ز په اکتوبر  کې  دفرانسوي جنګیالیو شمېر  درې ځلې زیات شوې دی په دویم مقام کې بیا المان دی،چې  نږدې 600  اتباع یې دجنګیالیو په توګه له داعش سره یو ځای شوي دي .

همدا راز له  انګلستان، بلجیم ، نیوز لینډ، سویډن  ، فنلینډ ، ډنمارک او ناروي څخه هم دپاموړ جنګیالي له داعش سره یو ځای شوي دي.  

له پاکستان څخه  د330 - 500 جنګیالي ، خو له افغانستان څخه  بیا د 36 - 50 تنه له  داعش سره یو ځای شوي دي او ډیری یې له اروپا څخه ورغلي دي.

دراپور دمالوماتو له مخې  له الجزائر څخه 250  تونس  څخه 3000 المغرب څخه 1500 جنګیالي له داعش سره یو ځای شوي دي او کوم ډېرښت په کې نه دی راغلې .

راپوز زیاتوي له خلیجي هېوادو څخه یوازې 14  تنه جنګیالي  ور زیات شوي دي ، خو وار له  مخه  له کویټ 71له سعودي  2500  له اماراتو څخه  15 او له قطر څخه تازه 15 له بحرین څخه 12 له یمن څخه 110 او له عراق څخه 247 جنګیالي  له داعش سره یوځای شوي وو او تر اوسه  ورسره په جنګي فعالیتونو کې ونډه اخلي .