داشغال دماتې وروستۍ لغتې درنې او ویره وونکې دي

دویمه برخه:

Hassin ny billede d.13.11.13 
دامریکا دمتحده دایالاتو له خوا دویتنام له خونړي مرګوني او انسانیت غورځوونکي اشغال نه اوږده زمانه تیره شوې.دویتنام او افغانستان داشغال، له ډیرو توپیرونو سره سره ځینې ګډې ځانګړنې هم لري.په ویتنام کې دویتنام دخلکو ملي امریکایی ضد پاڅون تر ډیره دویتنام کمونیستانورهبري کاوه په دي خاطر په امریکایی ترمینولوژی کې دویتنام ملی پاڅون کوونکې له مخې کمونیست اوتروریست ګڼل کیدل او په هم همدې جرم دویتنام دټولو اولسونو وژنه ورته یومشروع امرګرځیدلی و.په افغانستان کې لومړی دالقاعدې او دالقاعدې دپلوي طالبانود وژنې، له واکه را غورځونې  او ورکوونې ډرامه توده وه خو وروسته داټول له دتروریزم سره د« نړیوالې» مبارزې په نوم را غوټه شول.دمبارزې مفهوم او تعریف هم په ویتنام او هم په افغانستان کې دخونړۍ جګړې او آن دجنو ساید تر کچې وژنو ته ورسید. په ویتنام کې امریکایی اشغال دویتنامي اجیرانو په څنګ کې له هغو امریکایی پلوه او تر ډیره دسیا له روزونکو څخه دسایګون واکمني را جوړه شوې وه.
دغه واکمني په امریکایی ورکړل شوی  تبلیغ ددموکراسۍ، تمدن اوبشر پالنې په شعارونورنګینه شوې وه. سیا په ښاري روښانفکري ډلو پراخه پاګونې کړې وې،په سایګون کې بې شمیره رسنۍ دامریکایی میدیا تر سیوري لاندې ددموکراسۍ دنندارې لپاره په کار لویدلې وې.په اشغال شوي سیګون کې دانتخاباتو نندارې هم ښې تودې وې. داټول څه ددې لپاره وو چې دویتنام اولسونه داشغال منلو ته را مات او ملي خوځښتونو ېې دمرییتوب منلو تر سیوري لاندې راولي . ویتنام ته امریکایی پوځي طاقوته په کومه ویتنامې بلنه نه وو راغلي خو افغانستان ته ېې حالات داسې راجوړ کړل چې پخواني په امریکایی ملاتړ، روزنې او پالنې را جوړ مذهبي تنظیمونه دطالبانو په وړاندې له سختې ماتې او بزدلانه تيښتې وروسته دافغانستا داشغال په بیه په پټه او ښکاره امریکایی او انګلیسي پوځونوته دتیري او تجاوز لاره خلاصه او په خپله هم داشغال دځواکونو شاته کابل ته را ستانه شي . دافغانستان له اشغال وروسته په کابل کې په لاره لویدلې نندارې تر ډیره همغه دسایګون تجربه شوې نندارې وې.یواځنی توپیر داوچې په ویتنام کې دین او مذهب دویتنام داولسونو له ملې وطنپال اشغال ضد غورځنګ سره د اشغال تر پایه ملي خوځښت سره غاړه غړۍ پاتې شو.یعنط داچې په ویتنام کې مذهب نه یواځې دتیري او تجاوز وسیله نه شو بلکې په داسې توان او طاقت بدل شو چې هلته دکمونیست او بودیست ټوپیر موندنه سخته شوه. هغه وخت ویتنام یواځې دامریکا په اشغال کې و خو افغانستان بیا دامریکا په پوځي، سیاسي اوفکري رهبرۍ دټولې پانګوالې نړۍ تر یرغل او اشغال لاندې راغلی وو نو په همدې دلیل دلته ددموکراسۍ،دبشر دحقوقو ،آزاد بازار اوهغه څه چې وروسته را جوړ شوي يعني ګلوبالیزم ننداره ډیره څو اړخیزه، پیچلې او تر ډیره دخلکو او اولسونو په تحمیق کې مخته بریښیده.همغسې چې دجنوبي اشغال شوي ویتنام په امریکا پورې تړلې واکمن او دهغوی په دستر خوان ناستو کسانو خپل ژوند او پایښت داشغال په دوام کې لټاوه او له دې پرته ېې بل څه فکر نشو کولی دغه شان په افغانستان کې هم داشغال پلاسوواګوته رسیدلې او پیاده ګان ېې یواځې همدومره فکر کولی شي چې اشغال ددوی دپایښت ضمامت ورکولی شي.دې ترخه واقعیت ته په کتو هم دویتنام امریکایی پلوه اجیران او هم دافغانستان ورته ډلې له خپلو خلکو او اولسونو څخه لرې او امید ېې یواځې داشغال دوام وو.دافغانستان داشغال ددوام څیره ځکه ډیره وپړسیده چې دلته ددین او مذهب په نوم ډیر ډیروتلي تنظیمونه او دسیمه ییز شهرت درلودونکې تر ډیره مکتبي شوي دیني رهبران داشغال په چوپړ کې ودریدل همغسې چې دوخت داشغال شوي ویتنام په سایګون کې را ټولوشو او امریکا ګمارلو امریکا پلوو او امریکاروزلوداسې انګیرله چې یواځي دقلم او ژبې په کوډو اولسونه احمق کولی شي او له دې لارې اشغال ته مشروعیت او عمر ورکولی شي ، دغه شان پرافغانستان اشغال کمارلوافرادو او ډلو دا څور لس کاله هڅه وکړه چې دژبې او قلم په کوډو اشغال ته مشروعیت اوعمر ورکړي.دوی په اشغال کې خلکو او اولسونو ته ددموکراسۍ  په بهشت ورکولوزور لګولی وو.دوی ته دهیواد داستقلال، ځمکنۍ سلامتیا او ملي واکمنۍ او ورسره دخلکو او اولسونوتاریخی هویت ،عقاید ، باورونه ،دود، کرکتر، اخلاق  او معنویت زاړه او بې ارزښته   او تیرو پیړیو توکې وو.دوی په خپل ټول توان هڅه کوله چې دخلکو په زړونو او مغزونو کې نوي کعبې ته لارې خلاصې کړي.دویتنام داولسونو یوه لویه نیکمرغي هم داوه چې په سیمه او چاپیریال کې ېې ددیني ټیکه دارانو  اډې نه وې دین له سیاست نه جلا خو دملي پاڅونونو له پیاوړو محرکاتو څخه و.  هلته دین او بیدینۍ  دافغانستان په شان دا نارې هم نه وهلې چې: امریکا دزمانې هغه طاقت دی چې ماته ېې ممکنه نه ده او په همدې خاطر دغه ناروا مرییتوب را وړونکي په ژور فساد اخته معنویت غورځوونکې طاقت ته باید ګونډې ووهل شي.که دویتنام په اشغال کې کمونیستان او پلویان ېې په امریکایی تعریف تروریستان اود«تمدن؟؟؟» دښمنان او په مرګ محکوم وو په افغانستان کې بیا اشغال داسې وخت را مخته شو چې دولتي کمونیزم په نړیواله کچه لویدلی واو دهغه کوم خطر نه تر سترګو کیده.پانګواله نړۍ دکمونیزم پرخلاف مبارزه کې سترو بریو ته ور اوښتې وه،نو ځکه داځل باید داولسونو دلاندې کولو لپاره بل دښمن په ګوتو شوی وای،دغه دشمن په نړیوال کچه اسلام او ددوی په اصطلاح اسلامیستان وو.له همدې کبله هر هغه مسلمان چې امریکایی دوستۍ ته ېې غاړه نه ایښوده بنسټپال، تمدن دښمن ، تروریست او په مرګ محکوم وګڼل شو.ددغه دښمن درا پرځولو لپاره لویدیځو اشغالګرودپوځي او شبکه يي خونړیو او له فتنې او فساده ډکوتوطئو په څنګ کې دروښانفکري ډلو په سر پراخه پانګونه وکړه او له لویدیځ څخه ددوی پلاسو روزل شوي روښانفکران ېې دقدرت په بنسټیزو نښو واړول.ددغه کار لپاره دویتنام داشغال په شان هڅه وشوه چې تر ډیره زموږ دجلاوطنه خلکو په دویم اودریم نسل ډیره ډډه ولګوي ځکه دغه ځوان او آن تنکي ځلمیان دلویدیځ دفساد په لومو کې په ډیره آسانۍ ورلویدلی شوی.دافغانستان له اشغال نه وروسته دبن دبدنامې امریکایی نندارې په لړ کې زموږ دخلکو په زړونو کې دا وو چې دافغانستان پخواني پاخه تکنو کراتان به دافغانستان په راتلونکې کې لوی نقش ولري . خو امریکایی سناریو په دې باور وه چې هغه پوخ نسل له خپلو ډیرو تیرو کمزوریو سره سره، وطن پلورنې او ملي خیانت ته په آسانه نه د ورلویدو نه وو نو ځکه ېې له یوه پخواني دقبر په غاړه ولاړ پادشاه پرته چې هغه ېې هم دڅو ورځو لپاره په مالي تمه له ځانه سره کړی وو عمدتاً ېې ددویم او دریم نسل پاخه غربی شوي خپلو غرضونو ته را ټول او پر افغانستان ېې واکمن کړل. دغه بهیر په اوس کې چې اشغال رسوا ماته خوړلې او دتیښتې په حال کې دی تر دې حده خندوونکې شو،چې ددولت کابینې له سیاسي ماشومانو څخه را جوړې شوې.
دویتنام په اشغال کې امریکایی واکمنو هڅه وکړه چې په ځان پورې تړلي سیاسي له شمیره وتي ګوندونه را جوړ اودواکمنو او جنرالانو خپل منځي سیالۍ دپلان له مخې دومره پراخه کړې چې دخپل منځي اعتبار ټولې ریښې ور وچې او له منځه ېې خپل استخدام ته پراخه مخه ورکړي. په افغانستان کې بیادغه بهیر یوڅه بل شان راغی. داسې چې پخواني سیاسي څه ناڅه داعتبار درلودونکي احزاب ېې دیوناما په ډالري مرستوپه رسمي دفترونو کې ثبت اوسجل کړل . خو په سیاست کې ېې دهر ډول خپلواک نقش چانس ورنه واخیست. په دې برخه کې آن ټول هغه لوی تنظیمي قوتونه چې دنړیوال کمونیزم پر خلاف دلویدیځ  بې ارادې وسایل وو هم په ورورو له اعتباره وغورځول شول او له منځ نه ېې اجیري جنګې یا امنیتي ډلې رابیلې او هغوی ته ېې دغلا، لوټ او سیاسي معاملو داسې پراخه میدان ورکړ چې دتنظیمونو پر ځای قوماندان سالاري را مخته شوه،او دملې فکر او عمل پر ځای قومي، ژبني، سمتي او آن مذهبي جوړښتونه را مخته کړل شول.  دا داشغال دتوطئو ټوله برخه نه وه بلکې هغه څه چې څه ناڅه نوي را مخته شول هغه داوو چې دمدنې ټولنو تر نامه لاندې ېې داسې پراخه وړې وړې ډلې په ښارونو او آن تر واک لاندې کلو کې را منځته کړې چې دبهرنیو لوټمارو انجیو ګانو سره په تړاو کې ېې پراخه منفعتې امکانات هم تر لاسه کړل.دغو تش په نوم مدني ټولنودپخوانیو سیاسي ګوندونودکار او فعالیت لمنه ور ټوله کړه.حالات دې ته ورسیدل چې پخواني ګوندونه هغوی چې عملې توبې ېې هم ورکړې وې له پیښو او بهیرونو څخه لرې ، ګوښه او ګونګي پاتې شول.لیکې ېې وشړیدې او دسر ډیرو کسانو ېې دموافقو ګوندونو تر نامه لاندې دواکمنۍ اوانجیو ګانو په خیرات اوترحم کې ځان ور کیویست .دغه بهیر دټولنې په کچه یو خطر ناکه سیاسي تشه را منځ ته کړه. هرڅومره چې واکمني دورځې په تیریدو له توان او اعتباره لویده له هغې سره سم دګوندونو بازار هم کساد او مخ په لویدو شو. دټولنې او ټولنیزو اشغال ضد خوځښتونو مشري هغو ځواکونو ته پاتې شوه چې بې له شکه په ډیرو برخو کې دپوښتنې وړ دي. دتیرو څورلسو کلونو په اوږدو کې داپوښتنه روانه وه چې: له چاسره یاستۍ؟ له خپلو خلکو او تاریخ سره ؟که له اشغال او دخلکو او اولسونو له پیژندل شوو دښنانو سره؟ دغه پوښتنه په اوس کې چې اشغال په تیښته او لویدو کې  په نوو خطر ناکوملي ضد توطئو اخته دی ، تر بل هر وخته جدي او دپام وړ ګرځیدلې ده.که دوطن یوشمیر با مسؤلیته ، دتاریخي رسالت درلودونکي ، خلکو او وطن ته متعهدو مخکښو ډلو دغې پوښتنې ته دملي ګټو له مخې همدا اوس هم مناسب ځواب ونه موند،دهیواد راتلونکې به ډیره دردوونکې او له اټکل څخه وتې وي.داخبره نوره نو له ړندو هم پټه نه ده چې دافغانستان اشغال ته را کیوتې پانګوالې نړۍ له خپل ټول اقتصادي، پوځي او تخنیکي بر تري سره سره تاریخي نه را ګرځیدونکې ماته خوړلې ده. داشغال پلاس جوړ شوي دورځې ډالري معاش ته ګمارل شوي رسمي او غیر رسمي امنیتي ځواکونه چې له تخنیکي پلوه هم په هیڅ حساب دي او دجګړې ددوام لپاره هیڅ کومه ملي انګیزه هم نه لري، دجګړې ددوام هیڅ ډول توان نه لري.هرڅومره چې دغه ځواکونه دپیسو او وعدو په مرسته وځغلول شي نتیجه ېې ددې وطن دبچیانو له بې ګټې پراخه وژنې څخه کوم بل څه نشي کیدای.دا بې ځایه او توهمي اخیستنې چې دپاکستان ، سعودي، اماراتو یا نورو دوستي به دروانې له امریکایی اشغال نه راپاتې واکمنۍ پښې ټینګې کړي ډیرې بې ځایه او په ښکاره ځان تیر ایستونکې دې.دپاکستان لپاره اوس ډیره ناوخته ده چې خپل ماران ویده او ووده کړي.دسعودي خپله نږدې راتلونکې له پوښتنې سره مخ ده، کورنیو شخړو ته دسعودي ورلویدل لرې نه دي، له دې سره خلیچ په بشپړه توګه دتیارې په لور روان دی. دا واقعیت باید ومنو چې دپنجاب او دیورند تر منځ اوس داسې یوه سیمه پرته ده چې پاکستا به ېې هیحکله هم دایل کولو توان تر لاسه نکړي،امریکا او ناتو یو وخت داسې انګیرلې وه چې په یوه ناڅاپي پوځي ځمکني یرغل به دغه سیمه لاندې کړې خو دافغانستان اشغال تجربې ور وښودل چې دغه کار شونی نه دی نو ځکه ېې یواځي په بې پیلوټه الوتکو ډډه ولګوله. دبی پیلو ټه الوتکو مرګوني عملیات تر ټولو زیات په سودان او یمن کې په ډیرو لویو لګښتونو او دسلګونو زرو انسانانو په وژنه له اوږدو کلونو راهیسې آزمویل شوي خو له امریکایی بدنامۍ او په نړیواله کچه ګوښه کیدو پرته کومه بله نتیجه ېې نه ده ورکړې. همدا روانه اونۍ جهان ددې شاهد وچې دیمن امریکایی پلوه ددامرکایی دموکراسۍ ممثله واکمني دیمن دحوثیانو په تشو منګلو را وپرځول شوه.او په سودان کې هم امریکایی لوري تر اوسه له نړیوالې رسوایی او بدنامۍ پرته کومه پایله نه ده تر لاسه کړې. په ویتنام کې امریکايي ماته هغه وخت یقینې شوه چې جګړه ېې دویتنام له پولو کامبوج ته ور واړوله.که امریکا او ناتو خپله جګړه له دیورند څخه هغه خوا ور اړولې وای ماته او تیښته به ېې له نن څځه ډیره مخکې یقیني شوي وای.دغې خبرې ته په کتو ویلی شو چې دپنجاب جګړه ییز روان لیونتوب تر بل هر څه دپنجاب عمر را لنډوي. ځکه دغه روانې په امریکایی دستور ولاړې جګړې دالقاعدې، طالبانو او یاهم اوسني عنوان شوي داعش په نوم داولسونو په پرخلاف خونړۍ جګړې دې. داولسونو ځپل ممکن ،خو ورکه ېې ممکنه نه ده.

نور بیا