دریمه او وروستۍ برخه, داشغال دماتی وروستۍ لغتې درنې او ویره وونکې دي
- لیکونکی ش،حصین
« په ښکاره خوپه وروستیوزمانو کې داسې لږ نظامونه شته چې په دې کچه په ښکاره او په ډیره بیشرمۍ هغو کسانوته مخه ورکړي چې چمتو دې له هرڅه په هره شیبه کې په دې شرط دفاع وکړي چې له دې لارې څه امتیازات تر لاسه کړي.هغه بې شخصیته افراد چې هیڅ اصل ته غاړه نه ږدي او دقدرت اوشخصی ګټو دتر لاسه کولو په هیله دهر کار تر سره کولوته چمتو دي. دغه چوپړیان خپل او دخپلوخپلوانوشرف دڅه مزو چړچو په خاطر دقدرت خاوندانوته دخواږه سوغات په توګه ور بښي.»دواکلاو هاول له ( ژوند دحقیقت په څنګ کې) کتاب څخه
====================================================
لاس پوڅي نظامونه له مخې په هغو افرادوډډه لګوي چې دژوند معیار ېې هرڅه دامتیاز په خاطر وي. اشغال هم یواځې پرهغوکسانو حساب کوي چې دټاکلو امتیازاتو په خاطر ېې دوی ته مخه کړیده.
دغه ډول افراد په هر مقام اومنزلت کې چې واقع وي ،ښايي نور ډیر څه ولري خو هغه چې نه ېې لري اونه شي کولی چې وېې لري، هغه دخپلې ټولنې له عام فرهنګې جوړښت او دخپلو خلکو له هیلو او غوښتنو سره همغږه کیدل دي. داکار دوی ځکه نشي کولی چې په یوه وخت په دوو لومو کې لویدلي دي. دپردو دویره وونکې دام په لومه کې او دخپلو هوسي غوښتنو دتور دام په لومه کې.دوی ته د ا سخته او ناشونې او آن ددوی له توانه وتلې خبره ده چې پردۍ هتکړۍ ماتې کړي او پر خپلوهوسي غوښتنودهیریدو او پریښودو تیږه کیږدي. دقدرت او امتیازاتو تنده په خپله دوخت په تیریدوپه یوډول اعتیاد یا روږدیتوب اوړي. روښانفکر چې دټولنې یو سیال او ډیر ژر اوښتونکی پوړکی دی،تر هر بل چا ډیر دقدرت او امتیازپه لومو کې ورلویږي. هغه څه چې نن دواکمنۍ یا دولتمدارۍ په نوم څورلس کلن اشغال راکړي.هغه زړي دي چې پردو کرلي ، پردو روزلي،پردو دقدرت او امیازاتوپه نه ماتیدونکې تنده اخته کړیدي. په دې خاطر دغه ډول نظامونه که هر څومره ځان په ورکړل شووښکلو شعارونو کې پټ کړي ،له اصله له خپل ملي هویته وتي او دپردو ګټو ته په خپله خوښه یا مجبوریت ژمن دي.ددغه شان نظامونو پایښت هم داشغال دپټ یا ښکاره دوام په صورت کې دتصور وړ دی.داشغال زیات عمر کول ددې معنی نه لري او پایله ېې هم دانشي کیدای چې خلک او اولسونه دخوږو ژمنو په ورکړه داشغال درابلنې ،ملاتړ او پایښت کورنۍ نښې دخپل تاریخي برخلیک په امامت کې ومني.دتاریخ داحکم که مطلق هم نه وي یو منل شوی واقعیت دی چې داشغال پلاس جوړې شوې واکمنۍ تر اشغال وروسته دپایښت چانس نه لري.ځینې لویی او وړې پوځې او سیاسی پیښې به دا وښيي چې دغه شان واکمنۍ دڅو ورځو ددوام توان لري خوسقوط او لویدل ېې نه را ګرځیدونکې خبره ده.له افغانستان څخه دشوروي لښکرو تر وتلو وروسته په جلال آباد کې تر امریکایی او پاکستانې ملاتړ او لمسونو لاندې تنظیمي ډلو یوه سخته ماته وخوړه،هغه پیښه دوخت ددولت په ګټه په یوه جنګي حماسه واووښته . خو ددولت دغه بري دا معنی نه درلوده چې په اصطلاح ځانې دفاع دومره پیاوړې وه چې دواکمنۍ دپایښت ضمانت ېې کولی شوای.ښکاره خبره خو داوه چې داکتر نجیب الله تر هر بل چا دخپل سقوط ترخې نښې لیدلې وې،دملي مصالحې سیاست چې هغه هم په شا تللو روسي واکمنو ورکړی و په خپله ددې واقعیت ښودنه کوله چې واکمني دپایښت چانس نه لري او هرڅه باید دلوړ پوړو دخوندې پاتې کیدو په چوکاټ کې مخته لاړ شي. اوس چې امریکایی او ناتويي غرور مات اودتیښتې خبره وروستۍ شوې ،نو یوځل بیا دځانې دفاع خبره را توده شوې. په دې توپیر چې داکتر نجیب الله دمصالحې په نوم دګوندي اودولتي مقاومت غړي سست کړل خو اشرف غني بیا دسولې دنارو په څنګ کې جګړې ته پونده ورکړیده او تر اوسه هم دی اوهم سیال واکمن ېې په دې فکر کې دي چې امریکا او ناتو به دوی ته له ماتې او تیښتې وروسته دپایښت ضمانت ورکړي.دا یو غولوونکی توهمي خیال دی.ولې؟
دامریکا متحده ایالاتو چې ناتو اوټوله اروپا يي دافغانستان جګړې ته را کش کړې وه او په دې تمه وه چې دافغانستان له لارې به منځنې آسیاته ور اوړي او دابه ددوی دقدرت دجهاني کیدو لومړي ګامونه وي ، په افغانستان کې په داسې ماتې واووښته چې دوخت دشوروي اتحاد له ماتې څخه دا ماته ډیره درنه،دزیات لګښت درلودونکې او دامریکا لپاره په ملي او نړیواله کچه د هرډول پوځې، سیاسي، فکري او اقتصادي سختې را لویدنې پیلامه شوه. نه دامریکا اقتصاد او دهغه هیواد دخلکو غوښتنې امریکایی واکمنو ته نور چانس ورکوي چې پر افغانستان اضافي لګښت په غاړه واخلي او نه په اروپا کې هغه تومنه پاتې ده چې په پوځي او مالي برخو کې امریکایی بار ته اوږې ورکړي.داخبره هم دمنلو وړ ده چې اروپا نوره دې واقعیت ته رسیدلې ده چې امریکايي پوځي تیرې نور دوی ته دنفتي منابعو په ویش کې نوي څه نشې ورکولی. داروپا هغه زاړه خوبونه چې له امریکا سره په پوځي تیریو کې دګډون له لارې ېې دزاړه اسعماري دوران یادونه را تازه کول اوس په سختو ناهیلیو اوښتي دي.ډیر ژر به ددې شاهد یو چې امریکایی او اروپايي په ناروا ګټو ولاړپیوستون په لویدو وي.نه یواځې دغه پیوستون بلکې هغه څه چې داروپايي اتحاد په نوم را منځ ته شوي وو، هغه به هم دژوند وروستي شپې تیره وي. دغه دواړه خبرې دناتو دپوځي تړون دلویدو لارې هم په چټکه پرانیزي.دې او دې ته ورته دنړۍ په کچه بیلابیل درانه امریکایی ضد بهیرونه ددې حکم کوي چې امریکا او ورسره تړلې نفتو ته تږې مجبوره اروپا،له دې وروسته دافغانستان په شان دکومې جګړې ددوام توان نه لري. داچې پرون په امریکایی تعریف کې طالبان تروریست و خو نن« وسله وال جګړه کوونکي» دي . پخپله ددې څرګندونه کوې چې امریکایی واکمن له مجبوریته مصالحې او روغې جوړې ته را مات شویدي.که چا ته دنجیب الله دواکمنۍ په وروستیو کې دشوارد نادزي او یږري ورنتسوف هلې ځلې ور په یاد وې ، نو دې واقعیت ته به ورسي چې تاریخ یوځل بیا په لږ توپیر له یوه بل آدرسه په تکرار ناست دی. هغه وخت یوري ورنتسوف په کابل کې دشوروي سفیر و خو زیات وخت ېې په پاکستان کې دحکمتیار په دستر خوان تیریده او دا هغه څه وچې شواردنادزي ورته تیار کړي و. هغه وخت کابل په جلال آباد کې دتنظیمونو په ماته شخوند واهه خو مسکودافغانستان برخلیک په پاکستان کې له همغو ماتې خوړلو تنظیمونو سره په روغه جوړه کې لټاوه.البته هغه وخت هم دا ځان غولونې روانې وې چې «دوستان» تللي خو موږ یواځې نه پریږدي. همغو دوستانو په ژنوکې دپاکستان پښوته ورټیټ کړو.دغه دوستان به هم لرې یا نږدې هر څه د«وسله والو جنګیالو» په وړاندې په ګونډو کړي.دا واقعیت به دډیرو لپاره تریخ،زوروونکی او ویره وونکی وي،خو همغه زموږ دخلکو له حکمت نه ډکه خبره ده چې.«پردی کټ تر نیمو شپودی».دلته غواړم یوې خبرې ته ګوته ونیسم او هغه داچې ، په قدرت ناست واکمن او پیاده ګا ن ېې داسې فکر کوي چې امریکا ته دپوځي اډو په ورکړه او له ناتو سره نا اعلان شوې معامله به ددوی دپایښت ضمانت وکړي.باید ووایم چې لومړی خو دپوځي اډو دجوړیدو هغه شرایط چې په دویمه نړیواله جګړه کې دهتلري المان، ایتالیا اوجاپان له ماتې وروسته رامنځ ته شوي وو، نور وجود نه لري.له بله پلوه دامریکا دمتحده ایالاتوله اروپا پرته نږدې ټولې پوځې اډې یا په سمندر کې ځای لرې او یا په ډیرو وړو ټاپوګانو کې ځای پر خای شویدي. افغانستان سمندري پولې نه لري او کومه وړه جزیره هم نه ده. په دغه سرکشه غرني هیواد کې دپردو پوځي اډې دپایښت هیڅ ډول ضمانت نه لري.دلته چې دامریکا ، ناتو او آیساف نږدې دوه لکه منظم پوځي ځواکونه او په لسګونو زره اجیر جګړه مار او دسیا شبکې په ګونډو شوي.لس او شل زره په اډو کې کلابند پوځیان دهیڅ ډول خوځښت توان نشي موندلی. ترخه، درنه ا و ویره وونکې خبره داده چې دلته ددې هیواد دتورې دشرنګ په وړاندې دیوه ستر نړیوال مغرور ځواک ، غرور رالویدلی او دنړیوال پرمختګ ستنې ېې کږي شوي دي ،په دې خاطر سخته ویره له یوه رذیلانه ،په پټواوښکاره توطئو ولاړ انتقام څخه ده. ددغه انتقام زړي ډیر او له پخوا څخه دپلان له مخې په پراخه شبکه ېې کار او پخو پانګونو ایښودل شویدي.دغه دزقومو زړي په لاندې ویش کې ښودل کیدای شي.
لومړی- پر افغانستان داشغال تر ټولووژونکی ګوزار دتیري په همغو لومړیو میاشتو کې دیوه مخکې جوړ شوي پلان له ملې دافغانستان دملي اردو دپاتې قوتونو او پوځې وسایطو او وسایلو یو مخیزه له منځه وړنه وه.داسمه ده چې پر افغانستان دتنظیمي خونړۍ او په ځان اخته واکمني په لومړیو اونیو کې نواز شریف کابل ته راغی او پاکستان ته په ور ګرځیدو ېې په ډیر ویاړ او غرور داخبره وکړه چې «ما دپاکستان په تاریخ کې هغه څه وکړل چې ساری نه لري. ده وویل ما دافغانستان اردودتل لپاره له منځه یوړ» پنجاب په امریکایی او دعربی شیخانو په مرسته اوملاتړتنظیمونه دهمدی آرمان لپاره روزلي وواو تنظیمونو هم دخپلو بادارانو خیال په پوره توګه تر سره کړ،دملي اردوهوايي ، ځمکني او راکټي پوځي تخنیک کې کباړي کړ. خو له دې سره سره داردو ټول رګونه ېې وچ نشو کړی .ددې هیله وه چې دافغانستان اردو دملي اړتیا له مخې ددولتونو له لویدلې ماهیت سره سره خپل تیر برم ته ورسي.مسلکي کادرونه ېې لا ژوندي او تشکیلاتي جوړښت ېې لا په بشپړه توګه نه وو اوښتی.دافغانستان اردو تر تنظیمي واکمنۍ پورې یوملي اردو وو.دملي مکلفیت او ملي رسالت له مخې جوړ شوی و.نه ېې سر تیري دپیسو په وړاندې را ټولیدل او نه ېې هم افسرانودمعاش او رتبې په خاطر دغه ملې رسالت ته ډډه ورکړې وه.لویدیځ اشغالګر په دې ښه پوهیدل چې دغه اردوهیڅکله هم ددوی موخو ته دخپل ملي هویت او وطنپالونکي رسالت دورکې په بیه په کار نشي لویدلی .امریکایی سیاسي، پوځي او شبکه يي واکمنو له خپلو اوږدو تاریخي تجربو څخه په نړۍ او په تیره بیا په لاتینه امریکا کې زده کړه کړې وه چې بومي اردوګان ددوی په اجیرانونشي اوښتی. په همدې خاطر ېې اردو ړنګ ، لوټ اوپوځي تومنه ېې ور وچه کړه او پرځای ېې یونمایشي معاش خور اردوپه داسې ډول را جوړ کړل چې پوځي اومحاربوي توان ېې تر پولیسي ځواکونو را ټیټ او په تشکیلاتي جوړښت کې ېې دنه جوړیدونکو تنظیمي ډلو اوقومي ، ژبنیو،سمتي او آن مذهبي اختلافاتو او توپیر غوښتنو زړي تل فعال وي. اشغال دخپلې ماتې کسات اوس دهمدې اردو له لارې هم اخیستلی شي.ځکه اشغالګر په دې له وخته پوهیدل چې دغه شان په سختو پلان شوو ناروغیو اخته معاش خور اردو دسیاسي خلا په وخت کې دنه اټل کیدونکو بحرانونو وسیله ګرځیدلی شي.دا دتنظیمونو،جهادي قوماندانانو،وسله والو ډلو،او له اشغال سره په ملي ضد شبکو تړلی اردوچې خطرناکه قومي ،سمتي اوژبنۍ ناروغۍ هم پکې قصدي چاغې شویدي ، داشغال په تیښته کې نه پوځې خلا ډکولی شي او نه سیاسي واکمنۍ ته دخوندیتوب توان ورکولی شي.دغه شان اشغالکر ښه پوهیدل او دښکاره اوپټو معاملو له مخې ېې دپولیسو لیکې پراخه خو واکمني ېې پلاس څو تنظیمونو او څو ولسوالیو ته وررکړه. ددولتي امنیت بڼه ېې هم په همدې ډول په مشکوکو معاملو را جوړه کړه.دغه دواړه برخې داردو په شان داشغال له تیښې وروسته دهیڅ ډول ملې ثبات جوګه نه دي. اوپه ډیره آسانۍ دملي بحران خطر ناک اور ته لمنه وهلی شي.یادونه کیږي چې کله داردو ، پولیسو او امنیت په هکله دا نظر ورکوم معنی ېې دانده چې هلته دوطن په درد دردیدلي افسران اوسربازان هیڅ نشته. له بده مرغه دواګوپړی دهغو ډلو او شبکو په لاس کې دی چې په وطن دردمن هلته په هیڅ حساب شویدي. دغه حالت اشغال دپلان له مخې همدغې ورځې یعنې دخپلې ماتې او تیښتې ورځې ته را جوړ کړی و.ځکه ددوی له تیښتې وروسته یوپه ځان اخته هیواد هیڅکله ددې توان نشي موندلی چې داشغال جنایات محاسبه اوداشغال ددورې دمالي او ځانې له شیمیره وتوزیانونوتاوان وغواړي. داحالت په لږ توپیرروسانو هم دتیښتې په وخت کې را جوړ کړی و.هغوی هم ددوستۍ له ټولو نارو سورو سره آن هغه دلرګو جوړ شوي بارکونه هم دافغانستان اردو ته پرینښودل. هغوی هم داردو په وړاندې داسې امنیتي قوت(امنیت دولتي) را جوړ کړی وچې هیڅکله دهمغږي او ګډ ملې مسؤلیت داجرا توان ونه لري. دتاریخ دا تکرار داځل ډیر ویروونکی ځکه دی چې هغه وخت له ټولو ګوندې او دولتي خپل منځي اختلافاتو سره سره حالت په داسې ماته بیړۍ نه وو سپور چې یوه تخته ېې بلې ته هیڅ ورته والی ونه لري. دا هرڅه دافغانستان له خلکو څخه دانتقام په خاطردپلان له مخې را جوړ شول.
دویم. اشغال دخپل عمر له همغه پیل څخه دموازي حکومتونو او موازي امنیتي ځواکونو معامله را مخته کړه. قصد ېې دمرکزي واکمنۍ کمزوري کول او له اعتباره غورځول او له ماتې وروسته انتقام ته دقرادادي او معامله ېې موازي حکومتونو اووسله والو ډلودرلودل و.اشغال ته ښکاره وه چې دنجیب الله دواکمني درا پرځولوعمده شرایط ملیشایی ډلو، قومي غونډونو او موازي حکومتونو له بنسټپالو تنظیمي ډلو سره په همغږه کیدو سره را برابرکړل. ددغه کار شاته دمسکو لاس پټ نه و.دمسکو قصد په ښکاره دخپلې ماتې پټول او تنظیمونه دې ته راضي کول وچې له مسکو څخه دجنګي تاوان دغوښتنې وخت او توان پیدانګړي.همداسې هم وشول استاد رباني دتنظیمي ډلودمشرتابه په بڼه مسکو ته لاړ او لومړنۍ ژمنه ېې دوخت دکرملین واکمنو ته داوه چې دجنګي غراماتو غوښتونکي نه دي.نن اشغال هم په لږ توپیر همغه ننداره را مخته کړیده.حالت دې ته رسوي چې په خپل منځي سخت پوځي او سیاسي بحران اخته هیوادهیڅکله ددې توان تر لاسه نکړي چې داشغال ددورې دجنګي غراماتو غوښتنه وکړي. او یا ددې فرصت تر لاسه کړي چې داشغال په جنګي جنایتونوګوته کیږدي.
دریم- اشغال په تیر بیا دخپل عمر په وروستیو کلونو کې چې دماتې نښې نښانې ېې را برسیره شوي دپخوانیو قرار دادي وسله والو ډلو او امنیتي کمپنیو په څنګ کې ېې په چټکه دډالرې پانګو په زور داسې جنګي پټې اوښکاره دسیا په لاس روزل شوي وسله والې ډلې را جوړې کړې چې په وروستیو کې ېې نه یواځې په وچ زور دامنیتي لوټمارو کمپنیو دله منځه تلو مخه ونیوه بلکه خپلې همدغه روزل شوې وسله والې شبکه يي ډلې ېې داربکیانو او قومي پاڅونکونکو په نوم را مخته کړې. دغه خطر ددوی تیر لاسپوڅي حامد کرځي هم احساس کړی و،دهغه په وړاندې ېې لفظي مخالفت هم وښوده.خو دغه شبکې له پخوانیو تنظیمي وسله والوقراردادي ډلو سره په یوه وخت کې په داسې یاغي وینې څښونکولوټمارو ځواکونوواووښتې چې اوس ېې نه پولیس او نه اردو یا امنیت دولتي دایل کولو توان لري او نه په عامه اولسونو کې دا توان پاتې دی چې دغه وحشي ،په لړلواخلاقي او جنایی فسادونو اخته او لوټمارې ډلې ماتې او له پښو وغورځوي.دغه ډلې دپلان له مخې په ټولنه کې د بې سارو اخلاقي جرمونوپه عمومي کولو سره تر هرڅه دمخه ددولت اعتبار چې دواکمنۍ یو مهم اصل دی دخلکو او اولسونو په ذهن کې را غورځوي .دغه انتقامي له مخکې عیاره شوې پروژه دتیښتې په حال کې اشغالګرو ته دا وخت ورکوي چې دوه اړخیزه لوبه وکړي. هم ددوی پلاسو جوړه شوې واکمني په دروغو ژمنو ځانته لیواله وساتي او هم دهمدې واکمنۍ دمرګ تنابونه واوبي او مخالف لوري ته شنه څراغونه ورکړي. دا یواځې نه ده ،دداعش په را جوړیدو او قدرت ته رسیدو کې امریکایی لاس دهیچا څخه پټ نه دی. دډیرو تازه معلوماتو له مخې داعش په پاکستان کې دامریکا په ډالري پانګونې دسوریی په وړاندې را وزیږید. امریکا او پاکستان له داعش سره دټول ظاهري مخالفت په څنګ کې اوس هڅه کوي چې داعش په افغانستان کې په داسې وسیله واړوي چې دافغانستان داشغال ضد مقاومت هم بې رقیبه نه وي او دهمدغه رقابت له مخې په خپلو سیاستونو کې امریکایی او پاکستاني تندیوته پام وساتي.داخپله داشغال دماتي وروستۍ خطر ناکې ویروه وونکې لغتې دي.ښايي لوستونکي دا وپوښتي اوحق هم لري چې ووایی نو دحل لاره څه ده.ددې لیکنې په لمنه کې دیوې تفصیلي لارې ښودنه شونې نه ده خو په لنډیز سره دومره ویلی شو چې مخکې له دې چې بحران په ډیر و تیارو ، نورو پیچلیو او نا آشنا له اټکله وتلو لارو لاړ شي، روانې واکمنۍ ته که ډیر لږ ملي احساس هم ورسره وي، پکار ده چې داشغال ماته ، تیښته او دکرل شوو توطئوواقعیت اوشتون ومني او لږ تر لږه په وطني کچه خپلو مخالفینو ته وښيي چې دوی له اشغال او داشغال له توطئوته څخه مخه اړولې .او دټولو هغو مرییتوب راوړونکووناتار زیږوونکو پټو اوښکاره تړونونوبې اعتباره کیدل وغواړي کوم چې له امریکا او ناتو سره ېې لاسلیک کړیدي.که دوی رښتیا په دې باور لري چې دولتي امنیتي ځواکونه ېې دددفاع توان لري نو دغه دفاع هغه وخت قوت اخیستی شي چې دخلکو او اولسونو ملاتړ ېې شاته ودریږي.دافغانستان خلک او اولسونه په خپل هیواد کې دپردو پوځي اډې او پردي لږ یا ډیر پوځي او شبکه يي ځواکونه نشي ځغملی،که داشغال ټغر په رښتیا او یو مخیز ورټول شي دمخالفینو دمخالفت او مقاومت یوه اساسي بهانه به هم له منځه لاړه شي او دهیواد په کچه به دسولې پروسه دمتقابل ځغم له مخې نوې سا واخلي او دهغه اور مخه به ونیول شي چې زموږ دوطن مادي اومنعوي ژوند اود انساني پایښت وچ او لامده ټول پکې سوزیدونکي دي. دغسې یوله تهوره ډک خو مسؤلانه حرکت کولی شي ډیر له ملې کرکتره وتې بهیرونه خپل ملي بستر ته را وکرځوي.دصادراتي ننداره ییزې دموکراسۍ پر مخ به څه لړې را خپرې شي. خو ملت به ددې توان پیدا کړې چې خپل بد ښو اومنلو لارو ته را وګرځوي