دبرهان الـــــــدین رباني زوی دمحـــــــراب (اســـــــلام)سپکاوی وکـــــړ

شجاع رباني دپارلمان دپریکړې په
تړاو دافغان پاسپورټ سپکاوي وکړ

دجهاد او مقاومت  دسرخیل برهان الدین رباني زوی  شجاع رباني  د خپل ورور صلاح الدین د دویم تابعیت پر سر تر راپورته شوې لانجې وروسته په غوسه شوی او دا ټویټ یې خپور کړ: :

«افغان پارلمان د وزارت څوکۍ له پاره یوازې افغان تابعیت غواړي؟ زه ورته داسې وایم...»

او لاندې یې ترې پر افغان پاسپورت د خپلې پښې د ایښودو عکس خپور کړ.[پر پاسپورت د افغانستان پخوانی دولتي نښان شته چې د محراب منبر سپېڅلې نښې لري] دغه عکس پر خواله رسنیو ډېر خپور شو او رنګارنګ تبصرې پرې وشوې چې په پای کې ښاغلی رباني اړ شو چې له منځه یې یوسي. عکسونه یې  له خلکو سره پاتې دي.

دسیاسي چارو کارپوه مدثر احمدزۍ وايي : دوی (جهادي ټیکه داران ) هر څه دځان لپاره غواړي که چیرې یې ګټې له ګواښ سره مخ شي بیاپه هیڅ بند نه دي ، چابه دا ویل ،چې دبرهان الدین رباني زوی به دانګلستان پاسپورټ لري.

 له روهي ویبپاڼې څخه په مننه