داشغال دماتې وروستۍ لغتې درنې او ویره وونکي دي 
لومړۍ برخه

له ویتنامه تر افغانستانه:

Hassin ny billede d.13.11.13

یوه لنډه یادونه: په دې لیکنه کې په ویتنام  او افغانستان کې دامریکايي اشغال په پر تله کول په پام کې نه دي.دویتنام دامریکايي اشغال اوپه افغانستان کې دروان  امریکایی ناتويي اشغال چې دانګلوساکسوني دنیا په څنګ کې ېې ټوله اروپآ هم را ګډه کړې ،هم له زماني پلوه ، هم داهدافو او اغراضوله مخې او هم دمعاصر جنګي تخنیک اوپه مرګ او وژنومعتادو پوځي او اجیرو جنګي ځواکونو دوحشت له پلوه ډیر توپیر لري.یوڅه چې په دې ددواړوتر امریکایی اشغال لاندې راغلوهیوادونو کې ډیر سره ورته والی لري . هغه داشغال د«فرهنګې» هڅو په لړکې دپراخه فردي او ټولنیز فساد او تردې ور پورته دانسان دشخصیت درا پرځولو دردناکې هڅې دي.په دواړو هیوادو کې اشغال دانسانانو په فزیکي وژنه بسنه نه ده کړې. بلکې دانسانانوعقیده، ایمان او شخصیت ېې ورنه اخیستی دی.
داچې ما(حصین) له ویتنام څخه په کال ۱۹۷۹ کې یوه لنډه کتنه کړې او په همدې کتنه کې مې له هغه هیواد سره یوه سرسري پيژندګلوی تر لاسه کړې ، له همدې کبله مې لیکنه له ویتنامه تر افغانستانه، تر لنډې یادونې لاندې ونیوه.دلته داخبره کول غواړم چې دیوه هیواد پیژندنه دیوې یا دوو اونیو رسمي سفر په لړ کې شونې نه ده.اوزه دهغو لویدیځو توریستانوپه شان هم نه یم چې یوه یادوه اونۍ به په غلا یا برا لا افغانستان راغلل او لویدیځ یا ختیځ ته به په بیرته ورګرځیدوشرق پوهان او افغانستان پوهان شول اوګېډۍ ګیډۍ کتابونه به ېې ولیکل او دتاریځ په لوړو« ډاډمنو» اخیست ځایو(مأخذ ونو) به واووښتل.په دې بحث کې دویتنام دجګړې تاریخي برخه دنورو په لیکنو او څیړنو ولاړه ده .خو ماته هغه زده کړې دپام وړ دي چې دویتنام په لیدو مې مخامخ تر لاسه کړي او ځینې یادونې ېې دخپل هیواد دراتلونکې په خاطراړینې بولم
==================================================
په ۱۹۵۴ کال کې دویتنام په نوم یو هیواد دنړۍ پر مخ را وټوکیده. ویتنام دهندچین دتاریخي سیمې یوه برخه وه.دغې سیمې ته دهند او چین دکلتوري پراخه اغیز له پلوه دهند چین نوم کیښودل شو.ویتنام، کامبوج، برمه یا میانمار،تایلند او دمالیزي یوه برخه دهندچین په نوم پیژندل کیده،په ویتنام کې ډیری وچين کلتوری اغیزپروت و.ویتنام دآسیا په جنوب ختیځه سیمه کې دزیړ فاشیزم چې مرکز ېې جاپان او پخوانۍ کوریا ګڼل شوی، په را ټوکیدو سره ترجاپانې یرغل لاندې راغی.په دویمه نړیواله جګړه کې دجاپان له ماتې وروسته دغه سیمه تر فرانسوي استعمار لاندې پریوته.فرانسوي لښکرو له اوږدې استعماري دورې وروسته په ۱۹۵۴ کې له سختې ماتې وروسته دویتنام استقلال دهغه هیواد په ویش سره ومانه. داسې چې شمال ېې دویتنام کمونیستي ځواکونو ته پریښود او په جنوب کې ېې په لویدیځ پورې تړلوواکمنوته دځانګړي هیواد دجوړیدو مخه ورکړه. شمالي ویتنام دغه ویش ته غاړه کې نه ښوده او دجنوب دخلاصون لپاره ېې سختو ملي پاڅونونو ته مخه کړه . دهمدې پاڅونونو په لړ کې دویتکانګیانو په نوم غښتلې پارتیزاني ځواکونه را جوړاوپه ډیروتلفاتو خوپرله پسې بریو ېې دجنوبي ویتنام اویا په سلو کې کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستل. دغه بری تر ټولو دمخه دامریکا دمتحده ایالاتو دواکمنو له کلک مخالت سره مخ شو. سره له دې چې دویتنام دویش په وخت کې دخبرو له لارې دویتنام دبیرته یو کیدو ژمنې شوې وې خو امریکايي سیاسي ،شبکه يي اومالي نفوذ دغه هڅې دجګړې په لور وخوځولې،په جنوب کې هغه وخت بیلابیل ګوندونه اوبیا ورپسې په امریکا پورې تړلي جنرالان واکمن وو.دغه حالت شمال دې ته اړ کړ چې دملي پاڅونونوپه لور لاړ شي.په ویتنام کې دکمونیزم دپراختیا دمخنیوي په نوم امریکايي لاسوهنې دترومن له واکمني څخه راپیل، دجان اف کیندی په دوره کې پراخه او دلیندون بینز جانسون په واکمنۍ کې په پراخه خونړۍ جګړه  واووښتې.دغه درې سره جمهور رئیسان دامریکا ددموکرات ګوند مشران وو. دامریکا دتاریخ ډیرې له پولو وتې جګړې یا ددموکراتانو پلاس پیل او یاهم دهغو جګړو دوام ورکوونکي دموکراتان و، ددې خبرې یو غټ دلیل داوچې دامریکا په کانګرس کې دصهیوني لابي شمیر په دموکراتانو کې تر جمهوري غوښتونکو تل ډیر زیات و. دویتنام جګړه هم دموکراتو راپیل او جمهوري غوښتونکو له مجبوریته پای ته ورسوله .تاریخ دویتنام جګړه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولودرنه او دزیاتو انساني تلفاتو اوله شمیره وتو لګښتونو جګړه بللې ده.دجګړې دپیل ډیر دروند کال ۱۹۶۲ کال ښودل کیږي او دا هغه کال دی چې امریکايي ملاتړوځواکونودخپلو هلیکوپترو په مرسته دجنوبي ویتنام ځواکونه له ویتکانګیانو څخه دکلیو دژغورنې په نوم سختې جګړې ته ور ټیلوهل.دغه وخت دجنوبی ویتنام مشر( نیګو دین دیم) دقدرت واګې درلودلې. دغه تر امریکايي ملاتړ لاندې تیري کوم خاص بری تر لاسه نکړ. د (دیم) له وژنې وروسته واګې امریکایی پلوه جنرالانوته پلاس ورغلې او دغه وخت دکودتاګانو پراخه لړۍ راپیل شوه.لیندن جانسن دغه وخت په جګړییز بهیر پراخه ډډه ولګوله او امریکایی واکمنو په ډاګه ویل چې شمالي ویتنام به دډبرې عصر ته ور وګرځوي.په جنوبي ویتنام کې دامریکايي لښکرو شمیره ۱۸۵ زرو ته لوړه شوه.بي ۵۲ او ۱۱۱ ډوله جنګي طیارې په کار ولویدې.دجګړې سختوالي امریکايي لوري ته داسې ګوزارونه ورګړل چې دپوځ ، اقتصاد اوسیاسي اعتبار ملاېې ورماته کړه.په لڼډو کلونو کې ېې ۹۳۸ جنګي الوتکې را نسکورې شوې. تر ۱۹۶۵ کاله ېې ۱۵زره پوځیان له لاسه ورکړل. دغه حالت امریکا دې ته اړ کړه چې په هوايي ځواک نوره هم پراخه ډډه ولګوي. دغه کار هم امریکایی لوري ته دبري مخه ورنکړه او داځکه چې دویتکانګیانو دسخت مقاومت شاته دهغه وخت دشوروي اتحاد او چین پراخه مرستې او دکو بايي پوځي مشاورینو پخې تجربې ولاړې وې. له مې ۱۷ روسي هلیکوپترونو وروسته مې ۲۹ له آواز نه چټکو الوتکو دامریکایی هوایی تخنیک لویدنه په ډاګه کړه.تر دغه وخته پداسې حال کې چې دامریکايي ځواکونو او دهغوی داجیرانو شمیره له پنځه سوه زرو څخه اوښتې وه خو دامریکا ماته نوره له ورايه دلیدو وړ وه.په همدې دلیل جانسون له شمالی ویتنام سره خبرو ته اړ شو.خو له دې سره سره ېې هڅه وکړه چې له خپلو سمندري بیړیو څخه دالوتکو په وسیله دشمالي ویتنام تر ټولو قوي ځواک چې په کامبوج کې وتر سخت ګوزار لاندې راولي. دغه کار جګړه کامبوج ته وردننه کړه خوامریکایی لوري ته ېې دماتې او تیښتې  له ترخه زیري نور څه نه درلودل.ځکه په همدې جګړه کې هم امریکایی هوايي ځواکونه پاتې راغلل.دغو پرله پسې تاریخي ماتو ریچارد نیکسون جمهوري خواه دې ته اړ کړچې دګرباچوف په شان (دافغانستان په هکله)دجګړې دپیل تیروتنه اوجګړه ییزې ماتې دخپلو تیرو واکمنو ګناه وبولې او له ویتنام څخه دخپلې تیښتې مخه خلاصه کړي. امریکايي لښکرې له ویتنام څخه په آسانه دوتو نه وې. ځکه ددغې خاورې شمال او جنوب ولیشت ولیشت ېې امریکايي پوځیانو ته دمرګ په تیارو کندو اوښتی و. هغه امریکایی پوځي خونړی تیری چې په پټه او ښکاره له ۱۹۵۵ څخه راپیل شوی وو په ۱۹۷۵ کې  دامریکا په سخته درنه نړیواله ماته واووښت. دغې جګړې پر لسګونو زرو وژل شوو امریکایی ځوانانو برسیره ۳۰۰ زره ټپیان امریکاته په میراث ور پریښودل. بي له شکه دغې اوږدې ،وژونکې او ورانونوونکې خونړۍ جګړې دویتنام اولس هم سخت وځاپه. امریکايي لورې دا باور درلود چې ویتنام ددوی له ماتې وروسته دخپلو زخمونو دروغیدو توان نه لري او په دې باور وو چې ویتنام به ددوی له رسوا ماتې وروسته په کورنۍ جګړه اخته وي، ددغې جګړې زړي دوی کرلي وو.دوی تر هرڅه دمخه په جنوبي ویتنام کې دیوه داسې پراخه اخلاقي او ټولنیز فساد تخم شیندلی وچې دفرانسوي استعمار دفساد  کرنې دورې دخلکو له یاده وتې وې. دلته به لوستونکو ته دنورو دلیکنو اوڅیړنو پرځای له ویتنام څخه دخپلو سترګو لیدلي حال یو لڼد انځور په دې خاطر وړاندې کړم چې ډیر څه ېې زموږ دامریکایی ناتويي اشغال وهلي هیواد دخلکو لپاره ښايي دپام وړ شي.
زه دپوهنې دوزارت په یوه  کاري ډله کې په کال ۱۹۷۹ کې ویتنام ته لاړم.دشمالي ویتنام په هوايي ډګرکې دویتنام دوخت دپوهنې وزیرې  نیګوین تي بین چې مخکې دبهرنیو چارو وزیره و زموږ هرکلې دهوايي ډګر په یوه خواره زیر زمیني کې وکړ. هغوی لا ددې توان نه و موندلی چې هوايي ډګر بیا ورغوي.دامریکایی وحشي هوايي بمباریو نښې هر لور ته تر سترګو کیدې.ما دهمدې هوایی ډګر په لیدو داسې وانګیرله چې دا ملک په داسې پراځه ویجاړیو اخته دی چې ښايي پیړۍ وروسته هم سر را پورته نشي کړی.له هوايي ډګره دښار په لور را وخوځیدو. په ټوله دغه اوږده لاره کې دواړو لورو ته له جګړې ځپلوډیرو خوارو بزګرو څخه چې یابه دشولو په پټیو کې په کښت لګیاوو او یا به ېې دلرګو خوار بانګي په اوږو دشولو په نريو پولو روان وو، نورڅه نه لیدل کیدل . دغه زوروونکي حالت نورهم زه په دې باور کړم چې ویتنام به دبیا جوړیدو نه وي. په دې برخه کې مې په دې هم فکر کاوه چې داشغال نورې رواني او ټولنیزي اغیزې به څومره دردونکې او له علاجه وتې  وي. هانوی ته را ورسیدو .داوبو په غاړه یوه کوجني خو ښکلي هوټل ته  راورسیدو.دهوټل ډیر بهرني میلمانه کیوبائیان وو. دډوډۍ ځوړلو په وخت کې مو له دغو میلمنو سره پیژندګلوي پیل شوه.کله مو چې دویتنام دراتلونکې په هکله دخپل زړه حال ورسره شریک کړ. هغوی په لنډه راته وښوده چې دویتنام دخلکو خوارۍ اوجګړه ځپلې حالت ته مه ګورۍ. دغه خلک که جګړې ځپلې نو همدې جګړې دفولادو په شا پاخه کړي هم دي. داخبرې مو په زړه وې چې تر هر څه دمخه دهوچي مین قبرته چې جسد مومیایی شوی په یوه شړۍ کې ایښودل شوی و، ورغلو.ډیر دپام وړ څه مو چې دغلته ولیدل  هغه دیوه کوچني کتابتون شتون ووچې دنورو کتابونو په څنګ کې دهوشي مین خپل آثار او پرده دلیکل شوو انتقادي کتابونو ،شتون وو.دویتنامي میلمه پال له لوري دهغو دوو کتابونو کیسه راته وشوه چې همدلته څنګ پرڅنګ ایښي وو.یويي پرهوشي مین او دده په سیاسي او جنګي ژوند او نوروکړنو یو سخت انتقادي اثر و او بل همدې اثر ته دهوشي مین ځواب و، هوشي مین په خپلو ځینو تیروتنو اعتراف کړی و. خو ټینګار ېې کړی وو چې ، ځینې تیروتنې سختو حالاتو پرې تپلي او دځینو تیروتنو لپاره اوس دلالیل ځکه نه لرم  چې  نه پوهیږم هغه څنګه حالات وو چې ما دغه تیر وتنې وکړې. پر تیر وتنو دهوشي مین اعترافاتو دا ښودنه کوله چې  هغه ویتنامي مشردڅومره پراخه سینې خاوند و او خپلو خلکوته ېې په خپلو اعترافاتو ښودنه کوله چې تیروتنې په عمل کې کیدونکې دې خو پټونه ېې نه بښوونکې ګناه ده. دهانوی دښار یو بازار ته ورغلو  ددې خلکویو عجیب نوښت مو همدلته ولید. په یوه سیمه کې څنګ پر څنګ دوه بازاره وو. دروازې ېې بیلې وې خو دمالونو په کمیت اوکیفیت یا بیو کې ېې څه توپیر نه وو. دیوه بازار په دروازه لیکل شوي و: (یواځې دلوستوالو له پاره) په بله دروازه لیکل شوی و( یواځې دنالوستو له پاره). دغه کار دویتنام لوی او واړه دې ته اړ کړي وو چې دنالوست توب ننګ له ځانه لري کړي. همدا وجه وه چې دیونسف په لست کې ویتنام هغه هیواد وو چې دلوست لیک بهیر پکې تر هر بل هیواده ډیر په بري مخته روان و. دابهیر دانسان دبیا روزنې لومړۍ پخه خښته وه،زیار کښ ویتنامیان په دې بهیر کې ډیر مخته وو اوهمدغه څه زما دوسوسې په اور څه یخې اوبه ور تویولې.یوه اونۍ وروسته جنوبي ویتنام ته په یوه روسي زړه الوتکې کې لاړو، دالوتکې پرواز ډیر ټیټ و. ټوله اوږده لاره ځنګلي وه. خو ددغو پراخه ځنګلونو سینه  له شماله تر جنوبه امریکایی هوايي کوزارونو غلبیل غلبیل کړې وه.دژوند څه آثار نه په کې  نه لیدل کیدل. دپخواني سیګون ښار ته چې اوس دهوشي مین دښار په نوم نومول شوی و، ورورسیدو. په یوه پخواني فرانسوي جوړ شوي هوټل کې مو واړول.په دغه هوټل کې تر اوسه کارکونکې، دفرانسې داستعمار دوخت روزل شوی او په نسل اوښتتي ګارسونان او یاهم دهغوی اولاده په کار بوخت و.هوټل ته په ور ننوتلو و فکر نه کیده چې دا ویتنام دی. ځکه فرانسویانو دخپلو مزو چړچو لپاره نه یواځي داښکلی ډیر لوی هوټل جوړ کړی و بلکې دویتنامي نسل ډیر نازک اولطیف جسمي جوړښت ېې له فرانسوي نسل سره داسې اغشلی و چې دښکلا  دنیايي حورې او غلمان ېې ځانته را جوړ کړي وو. په نوموړي ښار کې ددنګو دنګو ماڼيو څه کمی نه وو . خو داچې داماڼي دکومو غلو له خواو دکومو غلاوو په مرسته جوړې شوې وې ، واقعیت ېې دلید وړ نه وو. په همغو لومړیو ورځو اوشپوکې مو ولیدل چې پردې ښار یوه نهه کسیزه څه ناڅه دیکتاتوره ډله حکومت کوي.ښاروال، دپوهنې مسؤل، امنیتي مشر او نور ټول په ملکي جامو کې تر ډیره سخت ګیره پوځیانوته ورته وو. په یوه میلمستیا کې مو په دیپلوماتیکه ژبه یو څه له دموکراسي څخه خبرې وکړې، دغه شپه همدا نهه کسیزه ډله ټوله زموږ مخې ته ناسته وه. هغوی پوه شول چې موږ یو څه ددوی له پوځي ډوله واکمنۍ  څخه شکمن یو.ښاروال ېې و که امنیتي مسؤل ، دا یو داسې دپاخه عمر څښتن وچې دلومړۍ نړیوالې نښتې یادونې ېې له ځانه سره درلودلې. هغه موږته وویل چې ویتنام دانکلیسي، جاپاني، فرانسوي  او امریکايي استعمار اوږدې درنې لسیزې تیرې کړیدي. دلته استعمار په تیره بیا امریکا اشغال دفساد او بی باورۍ هغه پراخه ترخه تخمونه کرلي چې موږ مجبوره یو دموکراسۍ ته هغه چې غرب ېې دموکراسي بولي په یوه لرې واټن کې وګورو.موږ ته لومړي داشغال دفساد دجرړو دایستو او دنوي انسان دروزلو غوښتنه لومړیتوب لري. موږ افغانستان نه دی لیدلی خو وایی چې انګریزې استعمار څو ځله ددغه هیواد لاندې کیدو ته مټې را بډ وهلې وې . خو مخامخ واکمني ېې ډیره اوږده نه وه . ښايي تاسو ته ګرانه وي چې داشغال پایلې په آسانه وکتلی شي.خو سبا دروان عیسوي کال وروستۍ ورځ ده ، ددغې ورځي په ماښام موږ دخپل رسم له مخې ټولو ښاریانو ته اجازه ورکوو چې په بشپړه آزادۍ کې دغه شپه ولمانځي ، تاسو په همدې شپه دهوټل له کړکیو دښار ننداره وکړۍ چې له اشغال نه را پاتې فساد موږ ته څه پریښي دي او ولې دې ته اړ یو چې ددغه فساد ریشې وباسو.هغه شپه را ورسیده دماښام له تیارې سره سم دښار واټونه او کوڅې له ښځو او نارینه وو داسې ډکې شوې چې دخوځیدو لارې نه وې، هر څوک زاړه او که ځوانان دشرابو بوتل په څنګ کې له خپلو معشوقو سره  دپوره رسوایی په ښودو غاړه غړۍ وو. دسازونو اولیونیو نڅاو و عجیبه ننداره روانه وه. چاسره دخوځیدو څه توان و خو ډیر له ډیرو شرابو او ښايي نورو نیشه ېې توکو دخوځیدو نه وه، لوڅ لغړ دواټونو پر مخ پراته وو….
دا شپه تیره شوه سبا مو له ځبل میلمه پال نه وپوښتل چې نو دادفساد شپه څنګه ځغمل کیدای شي. هغه په ځواب کې راته وویل، دجنوبی ویتنام  ټول خلک همدا او په همدې اخلاق روږدي نه دي ، دا څه ډیر ښاري رنګ لري . اشغال دخپل فساد ډیر کښت په ښارونو کې کړیدی ، کلي مو په مقاومت او له دې فساده لرې وو. داهغه مفلوک له اشغال نه را پاتې په فساد روږدې تر ډیرې ښاري  او لړلې  برخې دي چې روغول ېې ناشوني بریښي، خو ښودنه ېې دویتنام عامو زیارکښو خلکو ته یو تاریخي درس دی. له استعمار او پردي اشغال نه کرکه له همدې لارې هم ژوندي ساتل کیدای شي  . ویتنام یوه بودايي ټولنه ده  وايي چې دبودايي فلسفې ټول حکمت په څلورو ټکو ولاړ و او هغه داچې :(حقیقت ولټوۍ، حقیقت وڅیړۍ، حقیقت واخلۍ او په حقیقت واوړۍ.)دا د اشغال توره لکه زموږ دعامه اولس داخلاقي جوړښت په وړاندې دلویدو او ورکیدو په حال کې ده.تاسو په همدې شپه ښايي زموږ دځوان نسل ډیر لږ څه لیدلي وي ، هغه څه چې تاسو ېې ننداره وکړه داشغال ددورې ځوانان وو چې اوس دعمر له پلوه هم په لویدو دي. تر څو له دغو اودې ته ورته ناولتیا وو څخه خلاصیږو مجبور یو چې یو څه کلک چلند ولرو. په همدې ورځ مې له خپل میلمه پال څخه وپوښتل چې آیا ستاسو بری یواځې دویتنام دکمونیست ګوند بری و او له دې کبله هوشي مین ته په ډیر درنښت ګورۍ؟ . کله چې مطلب هغه ته وژباړل شو په وچو جګړې ځپلو شونډو ېې یوه خوږه خندا ېې وکړه وېې ویل :نه زموږ بری دکمونیست ګوند بری نه و، او هوشی مین هم دکمونیست والي په خاطر دخلکوپه زړونو کې نه وو. داشغال پر خلاف زموږ دخلکو په مقاومت کې  دکمونیست او بودایی مذهب توپیر موندنه ډیره سخته وه. زموږ دمقاومت اتلان دکمونیستانو او بودائیانوپه ویش دپیژندلو وړ نه وو.ډیر بودايي اتلان زموږ خلکو کمونیست ګڼل او ډیرکمونیست اتلان ېې بودايي پیژندل. له دې کبله هوشي مین په خبرو اوعمل کې یو داسې مشر وچې تر کمونیستانو پر بودائیانوډیر ګران و.ځکه هغه دویتنام داولسونو دملي مقاومت په سمبول اوښتی و . هغه خپل ګوند ته هم همدغه بڼه ورکړې وه. داچې دامریکا له ماتې او تیښتې وروسته ددوی په خیال کې وچې دجګړې په ویتنامي کیدو به د دویتنام د تاریخي مرګ خوبونه وویني ، عملي نشول هم علت ېې داوو چې په ویتنام کې دکمونیست او غیر کمونیست توپیر داولسونو ګډ ملي مقاومت پوښلی و. نوربیا