له الله (ج) سره مینه
په زړه پورې کیسه

ژباړونکی: عطا محمد میاخېل
یوه ورځ یوه کس حج ته د تللو هوډ وکړ ، کله یې چې له خپلو زامنو سره مخه ښه کوله ، په دې وخت کې یې کوچني زوی ورته وویل : پلار جانه ! ما هم له ځان سره حج ته بوځه . پلار یې وویل :
ته تر اوسه پورې کوچنی یې پر تا باندې حج نه دی فرض شوی ، کوچنیان څوک له ځان سره حج ته نه بیایي ، کله چې لوی شوې ، نو بیا کولای شې د حج فریضه ادا کړې ، دې ته ورته ډېرې خبرې یې ورته وکړې ، هلک له ډېرو زاریو او عذرونو وروسته خپل پلار دې ته اړ کړ ، چې له ځان سره یې حج ته بوځي .
دواړه مکې معظمې ته د حج کولو په موخه روان شول ، بالاخره حج ته ورسېدل . له کعبې شریفې نه د طواف کولو پر مهال ، زوی له خپل پلار څخه وپوښتل :
پلار جانه ! الله (ج) چېرته دی ؟
آیا په خپل کور کې دی ؟
را ځه چې لاړ شو الله (ج) ووینو !
پلار یې وویل :
موږ الله (ج) نه شو لیدلی ، دلته یوازې د دې له پاره راغلي یو ، چې د خدای (ج) له کور څخه طواف وکړو . زوی خپل پلار ته وویل :
پلار جانه !
آیا داسې کېدای شي ، چې مېلمه د چا کره ورشي او د کور څښتن ونه ویني ؟ دې ته مېلمستیا نه شو وېیلای !
هلک په سجده پرېوت ، چیغې یې وهلې او ویل یې ، چې زه غواړم الله (ج) ووینم .
په همدې وخت کې په ناڅاپي ډول امام ابو حنیفه (رح) د دوی خواته راغی ، د هلک پلارد امام ابوحنیفه (رح) په لیدو ډېر خوښ شو او ورته وې ویل : امام ابوحنیفه (رح) راشه زما زوی رانه پوښتنه کوي او وایي ، چې الله (ج) چېرته دی ؟
زه غواړم ، چې خدای (ج) ووینم !
امام ابو حنیفه (رح) وویل :
د زوی دې له الله (ج) سره لیده کاته وشول .
پلار خپل زوی وښوراوه ، ګوري چې له دې فاني نړۍ سره یې د تل له پاره مخه ښه کړې ده .
پلار چې وکتل زوی یې له دې نړۍ څخه تللی دی ، نو په ژړا ، چیغو او زاریو سره یې وویل :
ای الله (ج) ما هم له خپل زوی سره یوځای په خپل ملاقات ونازوه . خدای (ج) د ده د زوی په څېر د ده دعا هم قبوله کړه او له دې دنیا سره یې مخه ښه وکړه .
هغه څه چې ویلی شم هغه دادي :
یو ځل له الله (ج) سره د زړه له کومې مینه وکړئ ، بیا وګورئ ، چې له خدای (ج) سره مینه څومره خوند لري .