د امنیتي ځواکونو ملاتړغونډې ته ملایان د سیمینار په نامه بلل شوي وو
د مولوي محمد موسی په وینا دوی له داسې عسکرو ملاتړ نشي کولای، چې د فرانسې د اسلام دښمنه کړنو په وړاندې چوپ دي.
د مولوي محمد موسی په وینا دوی له داسې عسکرو ملاتړ نشي کولای، چې د فرانسې د اسلام دښمنه کړنو په وړاندې چوپ دي.

څو ورځې وړاندې رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې د هېواد په پلازمېنه کابل کې د هېواد له ګوټ – ګوټه زرګونو علماوو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه.

د غونډې ډېری ګډونوال وايي چې دوی دې ناستې ته د سیمینار په پلمه وربلل شوي وو او په ناخبرۍ کې په د امنیتي ځواکونو ملاتړ غونډه کې ناستې ته اړ شول.

د کابل د پغمان اوسېدونکی او د قلعه حیدرخان د جومات خطیب مولوي سید مختار وايي چې دوی ته د حج اوقافو ریاست له لوري زنګ ووهل شو، چې باید په سیمینار کې ګډون وکړي.

هغه وایي چې تر دې وړاندې یې هم په حج او اوقافو وزارت کې په سیمینارونو کې برخه اخیستې وه، ځکه خو یې د حج او اوقافو د مامور په تلیفون باور وکړ.

مولوي سید مختار وايي کله چې لاړو، په غونډه کې حالات سرچپه و او موږ ته یې ویل چې نن د عسکرو د ملاتړ غونډه ده.

هغه وایي چې دوی ته له غونډې د وتلو اجازه نه وه او عسکرو بېرته له غونډې نه د باندې نه پرېښودل.

د سید مختار په وینا سلګونه تنه داسې په ناخبري کې رابلل شوي وو، چې غونډه کې یې احتجاج هم وکړ، خو غږ یې وا نه ورېدل شو.

د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پلمه د دې غونډې بل ګډونوال مولوي محمد موسی وایي چې دوی د حج او اوقافو وزارت مامورینو وغولول او په دې ناسته کې یې ګډون ته مجبور کړل.

هغه وایي چې له ځان سره یي څو تنه نور ملګري هم د سیمینار لپاره بوتلل خو هلته نور څه روان وو.

د مولوي محمد موسی په وینا دوی له داسې عسکرو ملاتړ نشي کولای، چې د فرانسې د اسلام دښمنه کړنو په وړاندې چوپ دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه او د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي د جبهې غړی حاجي فرید بیا وايي چې که دا ناسته د دروغو وه، که د رښتیا؛ خو په خبره یې د سولې په لاره کې خنډ کېدای شي.

هغه وايي چې د ګډ حکومت مشران له یوې خوا د سولې نغارې ډنګوي بل اړخ ته په بېلابېلو پلمو ملایان راټولوي او عسکر جګړې ته هڅوي.