سوډان:
د فرانسې سفیر له غونډې وشړل شو
خرطوم کې د فرانسې سفیر، برونو اوبير
خرطوم کې د فرانسې سفیر، برونو اوبير

په سوډان کې د ژورنالیستانو د روزنې موسسې (طیبه پریس) د فرانسې سفیر په یوې غونډې کې ګډون ته پرېنښود او ویې وشاړه.

غونډه د فرانسوۍ ګستاخې مجلې «چارلي ایبدو» د غندنې په مناسبت جوړه شوې وه، چې په خرطوم کې د فرانسې سفیر «برونو اوپیر» هم په دې تمه چې ګوندې د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړي ورغلی و.

خو د موسسې چارواکو نوموړي ته اجازه ورنه کړه چې په غونډه کې ګډون وکړي. دغې موسسې د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې د فرانسوۍ ګستاخې مجلې په وړاندې يې دریځ د عامو مسلمانانو له دریځ څخه هیڅ توبير نه لري.

په اعلامیه کې راغلي چې د چارلي ایبدو نشریاتو ته د بیان ازادي نه ویل کیږي، بلکې دغسې کړنې د مسلمانانو د احساساتو ځپل دي.

له بلې خوا د سوډان د ښوونې وزارت اعلان کړی چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د توهین په غبرګون کې به سبا د دوشنبې په ورځ په ټولو ښوونځيو کې یو درسي ساعت «نبوي سیرت» ته ځانګړی کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د سوډان په ډیرو مساجدو کې دیني علماوو په یوه خوله د جمعې په خطبو کې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د فرانسې سفیر له دې هیواده وشړي.

له نن ټکي اسیا څخه په مننه