امريكايي ویبپاڼه :
پر (شارلي ایبدو ) مجلې برید داسرائیلي استخباراتو کار دی

 

تر اوسه په دقېقه توګه دا څرګنده نه ده، چې په پلازمینه پاریس کې د(شارلي ایبدو) مجلې  پر دفتر  برید کې دچا لاس دی ، دلته ده، چې دهرې ګړۍ په تیریدو په انټرنیټ او ویبپاڼو کې  د دسیسې تیوري  زور اخلي .

ځینې سرچینې وايي : دا کار داسراييلي استخباراتو کار دی  او لامل یې  هم په ګوته کوي  دا سرچینه وايي :

دفرانسې پارلمان  دفلسطین دولت په رسمیت وپيژاند او دې کار اسرائیل په غوسه کړل  پردې سربېره فرانسې په ملګرو ملتونو کې داسرائیلو پر ضد خپله رایه وکاروله .

د2014 ز  د دسمبر په پیل کې دفرانسې پارلمان  339 وکیلانو حکومت وهڅاوه، چې  دفلسطین حکومت په رسمیت وپيژني  له دې پریکړې سره جوخت  داسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو  وویل : 

دا ستره تېروتنه ده ، فرانسه باید ددې پایلې ته وګوري .

فرانسه  له هغو اتو هېوادونو یوه وه ، چې په امنیت شورا کې یې له فلسطین ملاتړ وکړ.

دا هم دیادونې ده، چې  تر اوسه په دې اړه څرګند دلیل نشته ،چې په برید کې داسرائیلي استخباراتو پښه راښکیل کړي ، خو په کومه طریقه، چې دا برید شوې دی دا شک کیږي،چې دا کاربه موساد کړې وي .

یو شمېر څارونکي وايي :

موساد د برید تر شا  دی ځکه دمالوماتو راټولول دهمدوی کار دی دوی پخوا هم په اروپا کې  دخپلې داعیې دپیاوړتیا په موخه دا ډول هڅې کړې دي.

دا خبر (انټرناسیونال بیزنس ټایمز) ورځپانې په  خپله ویبپاڼه کې خپورکړی اوڅو ساعته وروسته یې بیرته  لرې کړ او له خپلو لوستونکو یې بښنه هم غوښتې ده.

دنښترویبلاګ یادښت:
مسلکیان اودپولیسوځانګړي روزل شوي کسان په دې پوهيږی، چې په دومره کم وخت او دومره بري سره چریکان اونورعادي ګروپونه داسي چار نه شي ترسره کولای نو څرګنده خبره ده چې دا کاردیوې پیاوړې اوحرفوي شبکې لخوا ترسره شوی دی.
دلاندني لینک په کښېباسلو سره به وګورئ، چې په فرانسوي استخباراتوهم پورتنی تورلګېدلی په هرصورت خبره بیا هم پورتنۍ خبره ده :