انګېلا مېرکل:
د ټولو مسلمانانو ساتنه به کوو


برلین 
د جرمني لومړۍ وزيرې (چانسلرې) انګېلا مېرکل وویل، چې په جرمني کې مسلمانان او یهودان به خوندي وي. نوموړې د جرمني په پارلمان کې د وینا په مهال وویل، چې زه به په خپل ملک کې د ټولو مسلمانانو ساتنه کوم او په دې پارلمان کې هر یو موجود کس به دغه کار کوي.
هغی زیاته کړه، چې مسلمانانو، یهودانو او مسیحیانو ته په جرمني کې يو ډول ځای شته  د پاریس برید او د جوماتونو سوځول هم سم کار نه دی او د دې خلکو په لاس موږ باید تقسیم نشو، چې کوم مسلمان په ترهګریز برید کې برخه واخلي او په جرمني کې د هر مسلمان په هکله د شک پیدا کولو هڅی وشي.