د مېرمنې او خاوند د خوشاله ژوند راز
ښه، کور، ډېرې پیسې او په کش و پش سره د واده مراسمو ترتیبول ستاسو ګډ ژوند
نشي خوشالولی، بلکې یو راز بل شته چې تریخ ژوند مو په خوښۍ بدلوي.
څېړونکې ډلې له ۷۳۲ جوړو (ښځې او مېړه) د هغوی د خوشاله ژوند راز پوښتلی دی، د دغو جوړو عمرونه د ۵۷ او ۸۵ کلونو ترمنځ ښودل کېږي. دغه عمر جوړې ځکه انتخاب شوې چې درې برخې ژوند یې په ګډه سره تېر کړی دی او تجربې یې د ځوانو جوړو په پرتله پر ځای بریښي.
دغه جوړو څېړونکې ډلې ته ویلي، د دوی د خوشاله ژوند راز سالمې جنسي اړیکي دي، چې د افغانستان په شان ټولنه کې دا موضوع بیخي مهمه ده.
دلته چې طلاق او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه له حده زیاته پورته شوې، نو اکثریت د دغو جنجالونو هم د سالمو جنسي اړیکو نه لرلو ته ورګرځي.
دغه جوړو څېړونکې ډلې ته ویلي، د سالمو جنسي اړیکو لرل د ټولو هغو جنجالونو کچه راکموي چې د ښځې او خاوند ترمنځ په ګډ ژوند کې پېښېږي.
د سالمو جنسي اړیکو لرلو ته په کمه سترګه ځکه مه ګورئ چې ستاسو په راتلونکې کورنۍ هم خپل خاص اغېز لري. د هغې مېرمنې او خاوند ترمنځ چې ټوله ورځ جنجال وي، نو جنسي اړیکي یې هم په فزیکي او روحي لحاظ ډېر خوندي او سالمې نشي ترسره کېدلای، چې دا پخپله تاوتریخوالي ته لاره هواروي او ستاسو په ثمرې (اولادونه) هم بد اغېز پریباسي.