د امریکا د کانګریس پخوانی کاندید د پاریس پر حملې شکمن دی

 

د امریکا د ولسمشرۍ پخوانی کاندید او د کانګریس غړی ران پال ادعا کوي چې د فرانسې په چارلي ابدو مجلې باندې حمله د فرانسې د استخباراتي ادارو له لوري شوې وه.

د ران پال په وینا حمله کوونکي ډېر منظم کسان ول خو هغه کسان چې د مشکوکو ترهګرو په نوم ووژل شول، بې تجربې او نا روزل شوي ښکارېدل.

ران پال په یوه لیکنه کې د فرانسې د حملې په اړه د خپل نظر د څرګندولو په ترڅ کې همداراز ادعا کړې چې د فرانسې پر اوونیزې مجلې برید د استخباراتي ادارو له لوري شوی او داسي یې ښودلې چې ګواکي دا برید د کوم بل هیواد په اشاره شوی دی.

ده همداراز ویلي، داسي ښکاري چې د حمله کوونکو په نوم دوه تنه وژل شوي کسان نور خلک دي.

له تاند څخه په مننه