د فرانسوي توهینوونکي فلم پر خلاف د سلطان عبدالحمید الثاني غبرګون

د عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید الثاني په زمانه کې یوه فرنسوي فلم لیکوال یو داسي فلم ولیکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته توهین په کې شوی و دا فلم په تیاریدو وو او په فرانسه او ټوله اروپا کې یې د خپريدلو پروګرام ترتیب شوی و، سلطان عبدالحمید الثاني رحمه الله په دې خبره سخت وپاریدی او خپل لښکر ته یې د تیارسئ امر وکړ، خپلو نږدې کسانو ته یې هم امر وکړ چې د جګړې ځانګړی لباس واغوندئ او سلطان پخپله هم د جګړې جامې واغوستلې .
سلطان عبدالحمید د فرانسې سفیر وروغوښت، دا مهال عثماني خلافت خورا کمزوری و او اروپایانو د ” نه رغیدونکي مریض ” لقب ورکړی و فرنسوي سفیر هم ګومان وکړ چې خليفه به د فلم پرخلاف د فرانسي حکومت ته ( د غندنې لیک) وروسپاري، په توهين کوونکي فلم به یو څه بحث او بیا نظر وشي خو بلاخر به نندارې ته وړاندې کیږي، خو کله چې فرنسوي سفیر د سلطان قصر ته ورغی له عجیبه حالت سره مخامخ شو.
فرنسوي سفیر د سلطان حاشیه او مقربین ولیدل چې د جګړې مخصوص لباس یې اغوستی و او کله یې چې سلطان هم د جګړې په لباس کې ولید نو له حیرانتیا یې خوله وازه پاته شوه، سلطان سفیر ته وویل که فلم ونه دریږي موږ جګړې ته تیار یو، سفیر سمدستي خپل حکومت ته ولیکل چې عثماني خلافت جګړې ته تیار ده، فرنسوي حکومت ته چې د سفیر لیک ورسیده سمدستي یې فلم بند کړ.
هغه کمزوري خلافت په نره د خپل مسلمان ملت د ګروهو او معتقداتو دفاع او ساتنه کولی شوی خو نن د اسلامي نړۍ لسهاوو هیوادونه د خپل پیغمبر صلی الله عليه وسلم د دفاع له پاره له خولو سپڼ نه شي ايستلی، دفاع خو پریږده ځیني تش په نوم د اسلامي هیوادونو مشرانو په فرانسوي ورځپاڼې charlie hebdo د برید په خلاف لاریون کې هم برخه واخیستله.
دا خو دپرونیو ترکانو همت و خو ننني یې بیا په لاندې ډول ځان کاږي:

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو نن په یو خبري کنفرانس کې د اسراییلو لومړی وزیر «بنیامین نتنیاهو» له هغو بریدګرو سره مشابه وباله کومو چې تېره اونۍ په فرانسه کې د یوې مجلې ۱۷ کارکوونکي ووژل.
ښاغلي داود اوغلو وویل چې پر غزې د اسراییلو دوامداره بمباري او همدا راز په ۲۰۱۰ کال کې د غزې کلابندو اوسیدونکو ته د ترکیې پر مرستو بار بیړۍ باندې د اسراییلو بریدونه، چې ۱۰ ترکي اتباع یې ووژل، له هغه برید څخه هیڅ توپیر نه لري چې تېره اونۍ په پاریس کې ترسره شو.
نوموړي زیاته کړه:
«نتنیاهو چې د یو حکومت مشري کوي او په غزه کې ماشومان په داسې حال کې وژني چې په ساحل په لوبو اخته وي، په زرګونو کورونه بمباروي او ویجاړوي، فلسطینیانو ته د مرستو بیړۍ په نښه کوي او ترکي اتباع وژني، کټ مټ د هغو ترهګرو په څیر په غیرانساني جرائمو ککړ شخص دی کومو چې د پاریس برید ترسره کړ.»
ښاغلي داود اوغلو وویل:
«که اسراییل د ترهګرو او جنایتکارانو لیدل غواړي، نو خپل ځان دې په هنداره کې وګوري.»
ترکي لومړي وزیر په خپلو خبرو کې د بیان په بې مهاره ازادۍ نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې د بیان ازادي دا نه ده چې د یو داسې پیغمبر په حق کې ګستاخي وشي کوم چې د ټولې نړۍ لپاره د رحمت په توګه رالیږل شوی وي.
ښاغلی داود اوغلو وویل، که ګستاخي د نورو اشخاصو او افرادو په حق کې وي ممکن خلک یې په وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلي، خو په خبره یې، د پیغمبر په وړاندې توهین او ګستاخي د زغم او تحمل وړ نه ده.
له ن ټکي اسیا څخه په مننه