ستر درواغ :
کابل کې زرګونو علماوو له ملي اردو څخه ملاتړ اعلان کړ

انس افغان
تېره ورځ ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې کابل کې د هېواد زرګونو علماوو د لويې جرګې خيمه کې له خپله لورې يوه غونډه جوړه کړه او ټولو په يوه خوله له ملي اردو او کابل حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ.
د دې لپاره چې هېوادوالو ته د دې غونډې حقيقت څرګند شي، د کابل ښار يو تن امام سره مې چې په دې غونډه کې شريک يې ګډون کړی و، خبرې وکړې.
نوموړي امام د نوم نه ښودلو په شرط وويل: څو ورځې وړاندې د حج او اوقافو وزارت څو تنه ملايان زما جومات ته راغلل او راته ويې ويل چې د راتلونکي چارشنبې په ورځ د لويې جرګې په تالار کې د استسقاء لمونځ کېږي ته به هم ګډون پکې وکړې، دی وايي: دوې ورځې وروسته داډله بيا راغله او راته ويې ويل چې دا غونډه د کابل د امامانو تر منځ د همغږۍ په موخه جوړېږي او د ټولو امامانو ګډون پکې اړين دی.
کله چې د غونډې تالار ته ورغلو خبره بل ډول وه، د ملي اردو قومندانان راغلي وو او لوی لوی شعارونه ليکل شوي وو چې «له ملي اردو څخه د افغانستان د علماوو د ملاتړ ستره غونډه» امام وايي: تالار ته په ور ننوتو زماخواوشاته ولاړ علماء هک پک شول او ويې ويل چې موږ سره ټګي شوې ده او په کوم نامه چې را غوښتل شوي وو خبره هغسې نه ده؛ خو په ښکاره يې څه نشو ويلای.
د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د غونډې ډېری ګډونوال څوک وو؟ نوموړي امام وويل: زياتره ګډونوال يې د اوقافو وزارت او نور حکومتي کارکوونکي و، يو شمېر امامان هم راغلي وو؛ خو د وينا حق له ځانګړو حکومتي ملايانو پرته بل چاته نه و.
دی وايي: د غونډې په جريان کې به ناستو علماوو يو بل ته کتل او په اشارو کې به يې ويل چې دا په کوم امتحان کې راګېرشوو؟.
له نوموړي امام څخه مې پوښتنه وکړه چې وينا والو په غونډه کې څه وويل؟
ويل: لومړی مولوي عطاء الله فيضاني وينا وکړه او چارواکو ته يې وويل: تاسو په تېرو ديارلسو کلونو کې علماوو ته کوم خير رسولی چې علماء ستاسو ملاتړ وکړي؟ کومه ديني مدرسه مو جوړه کړې؟ مسجدونه مو اباد کړي دي او که بل يو داسې کار مو کړی چې مخامخ يې ديني شعائرو او ارزښتونو ته ګټه رسېدلې وي؟ د دې برعکس: د افغانستان په تاريخ کې دومره علماء نه دي زنداني شوي لکه په دې حکومت کې چې څومره زندانيان او شهيدان شوي دي، د کابل له دوو نمونوي مدرسو پرته په هېواد کې يوه فعاله مدرسه ستاسو له لاسه نه ده پاتې! او علماء ورځ تر بلې له سحنې لېري کېږي، په داسې وخت کې به موږ څنګه ستاسو ملاتړ وکړو؟
يو بل ويناوال مولوي عبدالبصير وويل: ملي اردو د هر هېواد د ملا تير دی، د کوم هېواد اردو چې نه وي د هغه هېواد ملا ماته ده او تېرې څو لسيزې موږ ځکه کړېدلي يو چې ملي اردو مو نه لرله، نوموړي زياته کړه: خو دا په دې معنا نه ده چې زموږ ملي اردو د خپل وطن پر ځای د پرديو ساتنه کوي او د خپل ولس وګړي دې وژني، موږ به بیا هم د داسې اردو ملاتړ کوو!!؟؟.
يو بل وينا وال وويل: تاسو باور وکړئ د دې خارجي يرغلګرو په وتلو مې له خوښۍ نه تر سترګو اوښکې راغلې؛ او دا ځکه چې الله جل جلاله دوی هم د نورو په څېر ناکام او شرمنده کړل؛ ځکه د خوښۍ ځای دی.
د غونډې ګډون کوونکو علماوو پر رسنيو نيوکې وکړې چې په لوی لاس فحشا او بد اخلاقيو ته لمن وهي او داسې خپرونې وړاندې کوي چې نوي ځوانان په غيرشعوري ډول له دين څخه ليرې او لويديځوال کلتور ته جلبوي، دغه راز ويناوالو پر چارواکو له دې امله هم نيوکې وکړې چې د داسې رسنيو مخه نشي نيولای او که کوم عالم د يو تلويزيون (طلوع تلويزيون ته په اشارې) د خپرونو په اړه نيوکه وکړي، سمدستي نيول کېږي او مجازات کېږي.
د دې تر څنګ ځينو ويناوالو د سولې د ټينګښت په اړه وويل: تر څو چې د حکومت په ټولو ادارو کې فساد له منځه نه وي تللی، شرعي حدود نه وي پلي شوي او داسې نظام نه وي راغلی چې په لار کې مو لکونه شهيدان ورکړي دي، په هېواد کې د سولې او امن راتلل ممکن نه دي.
ما فکر کاوه چې ښايي د نوموړي امام خبرې په جذباتو بنا وي او حقيقت ټول داسې نه وي لکه دی يې چې وايي؛ نو ولاړم د يو څو نورو مسجدونو امامان مې هم وغږول، ټولو همدا خبرې کولې او يوه لا راته وويل: موږ چې له تالاره را ووتو پر سړک مو توبې ووېستلې، استغفار مو ووايه او د بيا لپاره مو هوډ وکړ چې په هيڅ حکومتي غونډه کې به ګډون نه کوو.
يو بل امام وويل: زه د الله په وړاندې ځان ډېر ملامت بولم، که الله په قيامت کې راڅخه پوښتنه وکړي چې د دوی ډله دې ولې زياته کړه؟ زه به څه ځواب وايم!؟.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه