په مانوس ټاپو کې یو تن پناه غوښتونکي ځانوژنه کړې
د مانوس ټاپو سیمه ایز پولیس وايي د تیرې چهارشنبې په ورځ یو تن روهنګیايي پناه غوښتونکي د یوې خواشینوونکې پیښې له امله ساه ورکړې.
پولیس وايي دغه مړینه تر ډیره ځانوژنه ښکاري چې د ورځې په ۱۱ بجو رامنځته شوه، کله چې یاد روهنګیايي شخص د کډوالو له هستوګنځي څخه د دغې ټاپو ښارګوټي ته لیږدول کیده.
د مانوس ټاپو د پولیسو قومندان ډیویډ یاپو وايي د دغه پناه غوښتونکي جسد یې سیمه ایز روغتون ته انتقال کړې او دا مهال پولیس په دې اړه له یو شمیر نورو پناه غوښتونکو سره خبرې کوي چې د دغه بد مرغه پیښې عیني شاهدان دي.
نوموړي همدارنګه وویل، زه غواړم د دغه کس کورنۍ ته تسلیت وړاندې کړم. دا داسې یوه پیښه وه چې مونږ یې ټول حیران کړو.
د یو راپور په حواله، د استرالیا د حکومت لخوا مانوس ټاپو ته د پناه غوښتونکو له انتقال راپدیخوا، یاد کس اووم پناه غوښتونکې شو چې دغه ځای کې ځانوژنه کوي.
28.05.2018
- آرین صافې
هند کې پولیسو ۵۸ تنه بهرنیان له هندي پاسپورټونو سره نیولي
د هند د بالاپور او رچاکنډا ښارونو پولیسو تیره اوونۍ د یو لړ چاپو په ترڅ کې ۵۸ تنه بهرني وګړي د هندي پاسپورټونو او پیژندپاڼو د ترلاسه کولو په تور نیولي دي.
پولیس وايي ډیری نیول شوي بهرنیان د میانمار او بنګله دیش هیوادونو وګړي دي چې د سیمه ایزو هندي وګړو په مرسته یې ځانونو ته د هند پاسپورټونه او نور مهم اسناد جوړ کړي وو.
پولیس وايي یو شمیر دغه کسانو د هندي پاسپورټونو څخه په ګټه اخیستنې مالیزیا، متحده عرب اماراتو ا...
29.05.2018
- اظهارالحق فضلي
په دې وروستیو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې په بې ساري ډول ټيټ شوی او د اسعارو د راکړې ورکړې بازارونو کې یو ډالر له شاوخوا ۷۲ افغانیو سره تبادله کېږي، چې په وروستۍيوه نیمه لسیزه کې د افغانیو د ارزښت د لوېدا تر ټولو زیاته کچه بلل کېږي. د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوېدا د هېوادوالو ترمنځ ګڼې اندېښنې او ستونزې رامنځ ته کړي. زموږ کاروباریان او هېوادوال يې زیانمن کړي، او د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت يې منفی اغېزه کړې. په بازارونو کې د سود...