هند کې پولیسو ۵۸ تنه بهرنیان له هندي پاسپورټونو سره نیولي

د هند د بالاپور او رچاکنډا ښارونو پولیسو تیره اوونۍ د یو لړ چاپو په ترڅ کې ۵۸ تنه بهرني وګړي د هندي پاسپورټونو او پیژندپاڼو د ترلاسه کولو په تور نیولي دي.

پولیس وايي ډیری نیول شوي بهرنیان د میانمار او بنګله دیش هیوادونو وګړي دي چې د سیمه ایزو هندي وګړو په مرسته یې ځانونو ته د هند پاسپورټونه او نور مهم اسناد جوړ کړي وو.

پولیس وايي یو شمیر دغه کسانو د هندي پاسپورټونو څخه په ګټه اخیستنې مالیزیا، متحده عرب اماراتو او نورو هیوادونو ته د کار لپاره سفرونه هم ترسره کړي.

د پولیسو لومړنیو پلټنو څرګنده کړې چې ډیری دغه کسانو هندي پاسپورټونه په حیدراباد ایالت کې د ۲۵ زره کلدارو په بدل کې ترلاسه کړي.

پولیس وايي په دغه تور یې تراوسه څلور تنه سیمه ایز وګړي محمد عقیل، سید نعیم، محمد فیصل او محمد فیاض نیولي او د نورو تورنو کسانو په لټه کې دي.