د ۲۰۱۸ له پېل څخه د سولې اړوند ځینې غونډې د ملي اجماع رامنځته کېدو په موخه د مدني فعالانو، علماوو، استادانو، ځوانانو او قومي مشرانو لخوا د هیواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې وشوې، همدا رنګه د افغانستان سولې اړوند ځینې مهمې نړیوالې ناستې د کابل پروسي او تاشکند غونډو په ګډون وشوې.
کابل، هلمند، پکتیا، هرات، ننګرهار، بلخ او ګڼو ولایتونو کې د سولې څخه د ملاتړ په موخه پرلتونه وشول. د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا علماوو ګډه غونډه د افغان سولې اړوند وشوه.
تر دې مهاله لا هم د سولې برخلیک مبهم ښکاري، رښتونولي پکې نه ښکاري، د وسلوالو په زور د سولې میز ته را کش کولو او د علماو له خوا د دوی د جګړې پر ضد فتوا ورکولو خبرې امریکايې او افغان کورنۍ رسنۍ خپروي.
د جګړې ښکېل اړخونه (امریکا او ورسره ملګري هیوادونه، افغان حکومت او طالبان) باید هر لوری د سولې اړوند رسمې متفق ادرس ولري. دا مهال افغان حکومت د سولې شورا تر نوم لاندي ادرس لري، خو نه یوازي دا چې واک او صلاحیتونه یې محدود دي، بلکې د افغان حکومت په دننه کې هم د سولې اړوند د یوه متفق ادرس نه شتون خلا لیدل کیږي.
امریکا چې په افغان جګړه کې د ايتلافي ځواکونو مشرې کوي، دوی د سولې اړوند هیڅ ادرس جوړولو ته تر دي مهاله قانع نه دي، او له مسؤلیت څخه تيښته کوي.
طالبان لا هم د نړیوالې ټولنې له خوا منلی رسمې ادرس د سولې خبرو لپاره نه لري، تر څو چې د سولې لپاره اړین منل شوي او توافق شوې ادرسونه شتون ونه لري، د سولې هر ډول غونډې او ناستې به پرته له نتیجې پای ته رسیږي.
د کابل پروسې غونډه (۲۸ اپریل ۲۰۱۸) کې د ګډ حکومت د مشر لخوا تر ډیره د سولې اړوند مثبت وړاندیزونه وشول، ولي د جګړې اصلي لامل پکې له پامه غورځول شوی وو، کوم چې په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو شتون دی، همدا رنګه همدا د جګړې اصلي لامل په اندونیزیا کې د علماوو د غونډې پر مهال له پامه غورځول شوی وو. تر څو چې د جګړې عامل (بهرني پوځیان) شتون ولري، جګړه به دوام کوي، او سولې ته رسېدل به ستونزمن وي.
دا چې د طالبانو ولي د ګډ حکومت د مشر د سولې وړاندیز ته غبرګون ونه ښود، تر ډیره داسي ښکاري تر څو چې طالبان د نړیوالو لخوا منل شوی رسمي ادرس ونه لري، همداسي وړاندیزونو ته به غبرګون هم ونه ښيې، ځکه که هر ډول غبرګون د طالبانو لخوا وښودل شي، هغه به د غیر رسمې غبرګون معنی ورکوي، او نړیوال به په هغه حیثیت ورته قانع وي، لکه د کومې غیر رسمې وسلوالي ډلې غبرګون ته چې په نوره نړۍ کې ګوري، او که غبرګون د دوی د خوښې وو، ښه، که نه وي، بیا به وایې چې دا د یوې وسلوالي ډلې غبرګون دی او دومره زیات اهمیت نه لري. لکه همدا اوس چې نړیوالې او کورنۍ رسنۍ راپور ورکوي چې یو تن د طالبانو ویاند ځان معرفي کوي، ذبیح الله مجاهد، د طالبانو نومول شوی ( د سوري / سایې والي) او داسي نور...
د مجاهدینو ځینې رهبران چې د ډاکټر نجیب الله سره د سولې مخامخ خبرې یې له پېښور او اسلام اباد څخه پرته له فکر کولو سمدستې ردولې، نن په کابل کې ناست او خپله تجربه یې هیره، پر طالبانو تور لګوي چې د پردیو په اشاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کښینې، هغه وخت د مجاهدینو مشرانو بالاخره په اسلام اباد کې د پخواني شوروې اتحاد د بهرنیو چارو وزیر نیکولای کوزیروف سره د اګست ۱۲مه ۱۹۱۹ وکتل، او د افغانستان د راتلونکې نظام په اړه یې خبرې وکړي. او د ډسمبر ۲۱مه ۱۹۹۱ز کال کې د مجاهدینو ځینو مشرانو د صبغت الله مجددې په مشرې بیا ځل د روسيې د ولسمشر د مرستیال الکساندر روتسکوی په مشرې د پخواني شوروي اتحاد له هیئت سره په اسلام اباد کې ولیدل. د بندیانو د تبادلې اړوند خبرې يې وکړي.
په اسلام اباد کې تر لیدنو وروسته د مجاهدینو د مشرانو هیئت ماسکو ته ولاړ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر شواردنادز ته (نومبر ۱۹۹۱) کې د ناستې پر مهال د مجاهدینو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر استاد رباني وویل:
’’ تاسي له رژیم سره د ډیالوګ خبره وکړه، موږ صریحا وویل، د ملګرو ملتونو مشر ته مو هم ویلي دي، چې هیڅ مسلمان افغان حاضر نه دی چې داسي ډیالوګ چې يو طرف يې د نجیب رژیم وي اشتراک وکړي، او له نجیب سره ډیالوګ امکان نه لري. تاسي روسانو د اګست مياشتی د کودتاه کوونکي د محاکمي میز ته کش کړي؟ موږ څه ډول د خپل ملت له قاتل سره خبرو ته کښينو. دا مسئله نه عدالت قبلوي او نه تاسي او نه موږ. ډاکټر نجیب یونیم میلون انسانان وژلي موږ څه ډول له کولای شو هغه د خپلو اینده تصامیمو کې شریک کړو. داچې تاسي وایاست شوروي په دي باره کې کوم کار نه شي کولای، موږ وايو چې د رژیم جنایتونه ستاسي په مرستو پورې وابسته دي. ’’ مجاهدین درماسکو (مذاکرات با روسها) کتاب
ځینې افغانان وایې چې کله اوباما (فبروي ۲۰۱۳) له افغانستان څخه د امریکایې پوځیانو وتلو اعلان د ۲۰۱۴ تر پایه وکړ، طالبانو جګړو ته زور ورکړ، ولي تر دې له مخه د مخکینې ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د هغه وخت د ولسمشر اوباما تر منځ ستراتیژیک تړون لاسلیک (۲ مئ ۲۰۱۲) او د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره ګډې کمیټۍ کار کاوو، تر څو په افغانستان کې امریکایې پوځیانو ته په رسمې ډول اډې ورکول شي او تړون یې لاسلیک شي.
د ستراتیژیک تړون له لاسلیک کولو وروسته اوباما پرته له دي چې له افغان حکومت، ملګرو ملتونو او یا طالبانو سره پټ او ښکاره تفاهم ولري، د خپلو پوځیانو د وتلو شکمن اعلان یې وکړ، چې په هیڅ ډول باوري اعلان نه وو، ښه به وای چې اوباما د خپلو پوځیانو د وتلو اعلان د تفاهم په نتیجه کې کړی وای.
ځینې افغان چارواکي په صراحت او ټینګار سره دا خبره کوي چې کله طالبانو پر کندز حمله وکړه، او کندز ښار یې تر ولکې لاندي راوست، امریکا مجبوره شوه چې خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي، ځکه له کندز څخه جرمنیان او ناټو ځواکونه ووتل، طالبانو حمله وکړه، همدارنګه هلمند او نورو سېمو کې چې د امریکا او ناټو ځواکونه له سېمو ووتل، طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړ.
ولي دوی دي ته نه دي متوجه چې کله ډاکټر غني واک ته ورسيد، د خپل واک په دوېمه ورځ (۳۰ سپټمبر ۲۰۱۴) يې له امریکا او ناټو سره امنیتي تړون لاسلیک، او امریکا ته یې په هیواد کې ۹ اډې ومنلي چې امریکایې پوځیان به په یادو اډو کې ځای په ځای کیږي، له همدې کبله وه چې امریکایانو هڅه کوله چې خپل پوځیان له ځینو سېمو څخه اډو ته انتقال او له مرګ ژوبلې څخه ځان وژغوري.
له همدې تړون څخه پوره یو کال وروسته (۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵) طالبانو پر کندز حمله وکړه او کندز ښار یې د څو ورځو لپاره تر خپل واک لاندي راوستی، دوېم ځل یې د کندز ښار د اکټوبر ۲مه ۲۰۱۶ د یوې اونۍ لپاره تر خپل کنټرول لاندي راوست. دا معنی چې د امریکا او افغان حکومت تر منځ له امنیتي تړون وروسته طالبانو خپلو حملو ته ډیر زیات زور ورکړ، کله چې تړون نه وو لاسلیک شوی، طالبانو کوم ولایت ته سقوط هم نه وو ورکړی.
جګړه ورځ تر بلې زور اخلي، دا مهال افغان ځواکونه په ډیرو لیرتو پرتو سېمو کې یوازې د ولسواليو مرکزونه په کنټرول کې لري، او نږدې ۶۰ ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس کې دي، د مئ ۱۵مه ۲۰۱۸ طالبانو د فراه ولایت د ښار ډیرې برخې تر کنټرول لاندي راوستلي، نظامي تجهیزات یې ورڅخه یوړل او د شپې مهال بیرته له ښاره ووتل، د مئ ۱۶مه یې بیا ځل د ښار له دننه د شپې مهال حمله پېل کړه او د ښار ځینې برخې یې تر کنټرول لاندي راوستلي.
د غزني – پکتیکا لویه لاره د طالبانو له خوا تړل شوې، د هلمند، ارزګان، بغلان ، کندز، غور او بادغیس ولایتونو د مرکزونو په دوه او درې کیلومټرې کې د طالبانو وسلوال شتون او فعالیت لري.
ځینې افغان سیاستوال وایې چې ولي باید له امریکا سره طالبان پر مخامخ خبرو ټینګار وکړي، کله چې دوېم ځل اوباما د مئ ۲۵مه ۲۰۱۴ باګرام هوایې اډې ته راغی، خپلو پوځیانو سره یې ولیدل خو د هغه وخت له ولسمشر حامد کرزي سره یې ونه کتل، او نه د یوه خپلواک هیواد د ولسمشر په حیثیت ورته قایل شو، نه یې افغانستان ته په راتګ حامد کرزی خبر وو او نه یې په بیرته تللو کې په جریان کي وو. همدا ډول کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسون په باګرام هوایې اډه کې کښته او د ګډ حکومت له مشرانو (ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله) څخه یې وغوښتل چې باګرام هوایې اډې ته د ناستې لپاره ورشي، دواړه مشران ورغلل او هلته یې د اکټوبر ۲۳مه ۲۰۱۷ په باګرام کې ورسره ولیدل.
ځینې وایې چې ولي طالبان د حزب اسلامي د سولې تجربې څخه ګټه نه پورته کوي، د حزب اسلامي د اجرائیه شورا غړي استاد محمد زمان مزمل د مئ ۱۴مه ۲۰۱۸ د افغانستان د پوهنتونو د استادانو لخوا د سولې اړوند غونډې ته وویل : ’’ حزب اسلامي به اوس زده کړې وي چې طالبان ولي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، او دا څومره مشکله ده، د حزب اسلامي سره د افغان حکومت له خوا ژمنه شوې وه چې د شمشتو کیمپ کې افغان مهاجرو د کورنیو لپاره به په کابل کې پنډ غالی ورکوي، مګر د حکومت د ننه د اختلافاتو له امله لا تر دې مهاله حزب ته ژمنه شوې ځمکه نه ده ورکول شوي. ’’
بله لویه ستونزه دا هم ده چې د امریکایې چارواکو او افغان چارواکو له لوري د سولې اړوند تحریفونکي نظریات وړاندي کیږي، مثلاً: جنرال نیکولس د مارچ ۱۹مه ۲۰۱۸وویل: پر طالبانو فشار زیات شوی، ځینې د طالبانو له ډلې سولې ته لیوالتیا ښودلې، او موږ به پر طالبانو سیاسي، مذهبي، ولسي او سيمئیز فشار لا زیات کړو، په اندونیزیا کې د علماوو کیدونکې غونډې یادونه یې وکړه چې د طالبانو د جګړې په رد او نارواوالي به فتوی ورکړي.
همدارنګه کله چې د مئ میاشتې په ۱۱مه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دعلماوو ګډه غونډه وشوه، د پریکړه لیک سره په تحریف کې د افغان رسنیو او افغان چارواکو څرګندونې هغه مهال او لا هم دوام لري.
سوله د ټاکنو لپاره ښه شعار ګرځول شوی، او د ټاکنو پر مهال افغان سیاستوال د ورکې سولې شعار په بدرګه کولو سره خپل پلویان زیاتوي. دا ځل د ټاکنو د نوم لیکنې بهیر کې د افغان ولس تت او کم رنګه ګډون دا په ګوته کوې چې دوی د سولې تر شعار لاندي نور نه غولول کیږي، او رښتونې سوله غواړي.
په زړه پورې ده، له یوې خوا د سولې ږغ، او له بلې خوا د بمباریو، وژنو، بندي کولو ډیرښت، چې ضد او نقیض اعمال دي، د امریکایې او افغان چارواکو د قول او عمل تر منځ توپیر څرګندوي.
د امریکا دا پریکړه چې بیت المقدس یې د اسرایلو د پلازمینې په توګه رسمې وپېژاندی او هلته یې خپل سفارت له تل ابیب څه ور انتقال کړ، پر افغان سوله لا زیات ناوړه اغیز شیندلای شي.
څومره چې موږ (افغانان) سولې او له نړۍ سره ښو اړیکو ته اړتیا لرو، همدومره امریکا او حتی زیات اړتیا لری، اوس مهال په سېمه کې ډیر هیوادونه د دوی نظامی، اقتصادي او سېمئیزې ګټې ننګوي، روسیه، چین، ایران او پاکستان د امریکا ګټو ننګونکې یو ځانګړې بلاک د جوړیدو هڅې کوي، چې ترکیه به هم د یاد بلاک مهم غړی وي، په دغسي یو حالت کې امریکا ته په کار ده چې د افغانستان مسئلې ته جدې فکر او له علمي او منطقي اړخه یې و ارزوي، په اړه یې داسي پریکړو ته ورسیږي چې نور دا اوږده جګړه ختمه، امریکایې او افغان ولس د هوسایې ساه واخلي. که امریکا لا هم په جګړه ټینګار کوي، پرته له شکه امریکا بایلونکي او افغان ولس ګټونکی دی.