د مالیزیا پولیس وایي د شنبې په ورځ یې یوه لویه ترانسپورتي کښتۍ د دغه هیواد په جوهار ایالت کې کشف او ونیوله چې پکې لږترلږه ۱۳۱ ناقانونه کډوال سپاره ول او غوښتل یې د دغه کښتۍ په مرسته نیوزیلینډ ته لاړ شي.

د مالیزیا د پولیسو په بیانیه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، راغلي چې د یادې کښتۍ د نیول کیدو پر مهال پکې ۹۸ نارینه، ۲۴ ښځې او ۹ ماشومان موجود وو.

پولیسو ویلي په دغه کښتۍ کې ټول سپاره ناقانونه کډوال د سریلانکا هیواد وګړي وه چې د یوې منظمې قاچاق کوونکې ډلې لخوا نیوزیلینډ ته لیږدول کیدل.

پولیس وایي د دې پیښې په تړاو يې تراوسه ۹ تنه له دغه قاچاق کوونکې ډلې نیولي او د نورو په نیولو پسې یې هڅې پیل کړي.

د جوهار ایالت د پولیسو قومندان محمد هارون د یادو قاچاق کوونکو تر نیولو وروسته خبریالانو ته ویلي، چې د دغه کسانو په نیولو سره د مالیزیا پولیسو له یوې سترې قاچاقي پیښې مخنیوې کړې او د یوې داسې مافیايي او قاچاقبرې ډلې ملا یې ور ماته کړې چې له د ۲۰۱۷ کال راهیسې یې فعالیت کوه او په مختلفو هیوادونو لکه سریلانکا، استرالیا، نیوزیلینډ، اندونیزیا او مالیزیا کې یې اړیکې درلودې.

نوموړي همداراز وویل، له دغه پیښې یې ټولټال ۱۲۷ سريلانکایان مالیزیا ته په ناقانونه توګه په داخلیدو تورن کړي او د مهاجرت چارواکو ته به یې ژر وسپاري، او ۹ تنه مالیزیایې وګړي، څلور تنه اندونيزيايان او څلور سريلانکایان به د انساني قاچاق د جرم د ترسره کولو په تور محکمې ته وړاندې کړي.