د آسترالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن خبرداری ورکړې چې اوس ګڼ شمیر قاچاق کوونکو ډلو نیوزیلینډ د کډوالو د قاچاق کولو لپار د یو مشخص منزل په توګه خپل هدف ټاکلې او هڅې یې پیل کړي ترڅو خپل دغه نوي منزل ته بازار موندنه وکړي.

د نوموړي دغه خبرداری یو ورځ وروسته تر هغې ورکول کیږي چې د مالیزیا پولیسو د شنبې په ورځ یې یوه لویه ترانسپورتي کښتۍ د دغه هیواد په جوهار ایالت کې کشف او ونیوله چې پکې لږترلږه ۱۳۱ ناقانونه کډوال سپاره ول او غوښتل یې د دغه کښتۍ په مرسته نیوزیلینډ ته لاړ شي.

د مالیزیا پولیسو ویلي په دغه کښتۍ کې ټول سپاره ناقانونه کډوال د سریلانکا هیواد وګړي وه چې د یوې منظمې قاچاق کوونکې ډلې لخوا نیوزیلینډ ته لیږدول کیدل.

همداشان پولیس وایي د دې پیښې په تړاو يې تراوسه ۹ تنه له دغه قاچاق کوونکې ډلې نیولي او د نورو په نیولو پسې یې هڅې پیل کړي.

بله خوا په یوه خبري غونډه کې چې استرالیا کې پدې اړه جوړه شوې وه پیټر ډوټن وویل، د مالیزیا پولیسو د دغه کښتۍ په نیولو سره ډیره ښه دنده ترسره کړې ځکه یاده کښتۍ ډیره غټه وه او د دې توان یې درلوده چې د نیوزیلینډ سواحلو ته راورسیږي.

نوموړي د استرالیا د اپوزیسیون لېبر ګوند ته خبرداری ورکړ چې نیوزیلینډ ته د مانوس او نایرو توقیف مرکزونو د کډوالو د انتقالولو بحث دې په ملي کنفرانس کې نه رابرسیره کوي.

هغه وویل، که چيرې استرالیا د مانوس او نایرو توقیف مرکزونو کډوال نیوزیلینډ ته ولیږي نو ښايي دا کار نور کډوال دې ته وهڅوي چې د استرالیا په لور راشي او په دې سره ممکن د کډوالو د قاچاق تجارت یو ځل بیا پیل شي.