هویت د جغرافیايي جوړښتونو اصل دی چې دیوه انسان په اړه روښانه پیژندګلوي کوي ، د تذکرې نه شتون یا داسې یو سند چې په ټوله نړۍ کې یې خلک دیوه شخص د پیژندنې لپاره استفاده کوي همدا تذکره او پاسپورټ دی چې په لرلو سره یې لومړنۍ ستونزې پای ته رسیږي .
د پخوانیو تذکرو په لرلو سره لویه ستونزه دا وه چې هر چا به کوم بهرني هیواد ته تلل غوښتل نو لوموړی اړین کار یې د تذکرې ژباړل وو چې باید تذکره وژباړل شي او بیا له اوږده پروسیجر وروسته به د منلو وړ وه .
د الکترونیکي تذکرې په لرلو سره کولای شو ګڼې ستونز چې زموږ په ټولنه کې خلک ورسره مخ دي د پای ټکی کېښودل شي .د الکترونیکي تذکرو ادارې یوه مهمه موخه چې ادارې لپاره ډېر اهمیت لري، داده چې هېوادوال له سرګردانۍ او بې ځایه ستړیا نه خلاص شي تر څو د اداري فساد لپاره لاره هواره نشي.
د همدې لپاره ددې ادارې کار په داسې ډول جوړ شوی چې ټول کارونه ادارې د کاروونکو لخوا تر سره شي تر څو زموږ هېوادوال لالهانده نشي.
د معلوماتو راټولول لومړنی او یو مهم پړاو دی، پدې پړاو کې زموږ کارکوونکي د وطنوالو کورونو او دفترونو ته ځي، کورنۍ او انفرادي فورمې ورته ورکوي تر څو د هر وګړي د اړتیا وړ معلومات پکې ثبت شي، او برسېره پردې د کاغذي تذکرې کاپي، تحصیلي اسناد، ترخیص، وینې ګروپ معلومات او نور دهغه ضمیمه کېږي.
په کورنۍ فورمه کې د کورنۍ د غړو لنډ معلومات ثبتېږي، همدارنګه هر کس ته یوه انفرادي فورمه ډکېږي. د الکترونیکي تذکرو د وېش ادارې په ۸۰ کاري ورځو کې د کابل ښار په ځینو سیمو کې د هېوادوالو کورونو ته تللي او یو سلو لس زره وطنوالو فورمې یې ډکې کړيدي او د ټولو اړتیا وړ اسنادو سره یې مرکزي دفتر ته رالېږدولي دي.
وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د رییس د لارښوونې پر بنسټ چې باید دولتي کارکوونکو ته اولویت ورکړ شي، په وزارتونو کې هم کار پیل شو، د الکترونیکي تذکرو د وېش ادارې د ۱۳۹۳د حوت د ۱۳ نېټې نه د وزارتونو کارکوونکو ته د فورمو ډکول پیل کړي دي، یانې تراوسه په څلېریشت وزارتونو یا په ټولو ملکي وزارتونو کې د معلوماتو د راټولولو(د وزارتونو د کارکوونکو او دهغوی د کورنۍ د غړو د فورمو ډکول د اړینو اسنادو سره) د راټولولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

د ولسمشر له لوري د تذکرو د ویش او دده له لوری یې اخیستل هغه څه وو چې ملت ورته له کلونو کلونو انتظار کاوه عموما په ټولنه کې غټه اوازه دا ده چې په دې سره به د خلکو د کورنو ملکیتونو اسناد هم رسوا شي چې په نا مشروع ډول یې د ملت له وینو څخه د ځان لپاره ځانګړي کړي دي .
دا هغه څه دي چې مافیایي کړئ او نامشروع لارو باندې موندونکي یې د خپلې نامشروع سرمایې د د پټولو لپاره یوه لویه ستونزه بولي
دغه تذکرې چې یو پوره معلوماتي برخه به هم ولري پکې د موټر لایسنس د کورونو قوالی او د ملکیتونو اسناد هم ثبتیږي د الکترونیکي تذکرو موضوع د تخنیکي مسئلې ترڅنګ یوه سیاسي، امنیتي، اقتصادي او هر اړخیزه موضوع ده، چې پر ډېرو خواوو یې بحثونه شوي او کیدای شي .افغانستان په ګڼ قومیز ټولنیز جوړښت کې د موضوعاتو قومي کول او په دې ډول ترې سیاسي، اقتصادي او نورې موخې ترلاسه کول اسانه او عامه خبره ده .
سره له دې چې په عمومي ناستو کې هر چا هڅه کړې چې دغه ملت د یووالي لورته په سوق کولو او یا دخپلې ګټې لپاره په څرخولو هڅه کړې خو نن معلومه شوه چې څوک د ملت یووالي او څوک دملت د ویشلو هڅه کوي د الکترونیکي تذکرو وېش د روڼتیا، اقتصادي پرمختګ او ښې حکومتوالۍ لپاره اړین و .
ځکه تر دې دمخه د تذکرو وېش په شفاف ډول نه وو او هر چا حتی ایرانیانو او پاکستانیانو هم په اسانۍ سره کولی شو چې افغاني تذکرې واخلي او همدارنګه د aهېواد په داخل کې هم یو کس د یوې پرځای څو تذکرې اخیستلې.
خصوصاً مجرمینو له پخوانیو تذکرو څخه په استفادې جرمونه ترسره کول. له یو ولایت څخه به بل ولایت ته لاړل او هلته به یې بیا د هغه ولایت تذکرې واخیستلې، مګر په نویو الکترونیکي تذکرو کې دا هر څه سنجول شوي او یو کس په هیڅ شرط نشي کولی چې څو تذکرې ولري او یا د جرمونو ترسره کولو ته زړه ښه کړي او که یې ترسره کړي نو په اسانۍ نیولی کېدلی شي.
که څه هم ځینې مافیایي ډلې په ښکاره د وړو وړو پلمو په نامه د دغې ملي پروسې د مخنیوي پر وړاندې ستونزې ایجادوي او د دغې پروسې د تحریم هڅه کوي، مګر د پردې تر شا نورې کیسې دي. اکثریت یې د بهرنیو استخباراتو دسیسې او برنامې پر مخ وړي او دوی کوښښ کوي افغانان له دغې مهمې پروسې څخه محروم کړي.
دوی ځکه د دغې پروسې د مخنیوي کوښښ کوي چې دوی نه غواړي په افغانستان کې امنیت تامین شي، د جرایمو ګراف او کچه راټیټه شي، اقتصادي، د پانګونې، اداري، مالي او نورې پروسې ساده او اسانه شي، ټاکنې په شفافه توګه ترسره شي او نورې ګټورې لارې چارې ترسره شي.