دعلمی کنفرانس خبرتيا اوبلنليک
سويډن دمالمو ښار
د۲۰۱۸ ز کال دمی ۶
درنوهيوادوالو،علمی اومسلکی شخصيتونو،فرهنگيانواوفرهنگپالو!
تاسو ته خبردرکول کيږي چې په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنه غواړي ددسويډن دمالمو ښار نورو فرهنگي ټولنو لکه دافغانانوعلمی اوفرهنگي ټولنه ،دافغانی کلتوري ټولنه ،داريانا کلتوري ټولنې په مرسته اوفعال گډون دروان
ز کال دجون دمياشتي پر ۲۳ دسويډن دمالمو په ښارکي ((دمورنی ژبې رول دماشوم په شخصيت جوړونه کښي )) ترنامه لاندی علمی کنفرانس جوړ کړي .
پدې کنفرانس کښي دگډون لپاره تاسو وياړلوپوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودډله ايزورسنيورسنيواوفرهنگی ټولنواستازوته دگډون بلنه درکوو .
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه په بهرکي دافغان مېشتودټولنيز ژوندحالت اودمېشتوهيوادونو کلتوری تاثيراتو ته په کتوسره پدې باورده چې که غواړوخپله ژبه اوکلتور ژوندی وساتو اود ماشوم شخصيت مو نېگړی نه وي،دماشومانوپه روزنه کي دمورنی ژبې زده کړي ته جدي پاملرنه پکار ده .
ددې لپاره چې محترم والدين موددوي دماشوم په شخصيت جوړونه کي دمورنی ژبې رول اوارزښت ته متوجه کړي وي پريکړه مووکړه چې ستاسوپه علمی مرسته اوگډون داسي يوعلمی کنفرانس جوړ کړو .
موږ پدې باوريوچې ددې کنفرانس تاثيرات به ډيرگټور اوپه بهر کي به زموږ دهيوادوالودهڅونې لامل وگرځی .
ددې ملي اوفرهنگی کار اوزيار دسمون ملی او معقول لوري پيدا کېدولاري چاری به ستاسود علمی ليکنواو ويناوپه مټ دهمدې علمی کنفرانس له لاري ترخپلو هيوادوالوورسوی .
پدې کنفرانس کي دگډون لپاره مو اغلی نجيبه ليمې دبي بي سي ژورنالسته ،ښاغلی دحمدولی اڅکزی دالمان ږغ ژورناليست اوزموږ دهيواد تکړه ليکوال علم گل سحر صاحب ته بلنه ورکړې چې دماشومانو لپاره یې دمورنی ژبي دزده کړي په هکله دليکلي اوږغيز داستانوچې دانترنت په مټ یې ماشومان دا قيصې اوداستانونه اورېداي شي بلنه ورکړې،ترڅوهغوي پدې لار کي خپلې تجربې دکنفرانس دگډونوالو سره شريکي کړي .
ددې ترڅنگ مو يوشمېر نورودرنو عالمانو اوپوهانو ته هم بلنه ورکړې چې زموږ سره ددې کنفرانس په علمی اومسلکی غمنا کي په خپل فعال گډون مرسته وکړي .
موږ به ډير زيات خوښ سوکه تاسو زموږ سره خپله اويادخپلې ليکنې اوپېغام په وسيله پدې درنه علمی غونډه کي برخه واخلی .
هيله منديوتاسو په خپل فعال گډون اويادليکنواوپېغامونو په رالېږلوداکنفرانس نورهم علمی اوښکلی کړی .
ترکومه چې داپريوه ملی مسله علمی کنفرانس دي دټولوفرهنگی ټولنو دمشرتاب ،علمی اوفرهنگی شخصيتونو،په افغانستان کي له اړونده ادارو،دافغانستان علمو اکاډمي،سياسي گوندونو اوټولنيزو سازمانود مشرتابه نه پدرنښت هيله کوو چې دکنفرانس دموضوع دملی ارزښت اواړتيا په هکله خپل پيغامونه دکنفرانس په ادرس راولېږي .
يادونه : دکنفرانس په اړوند ټولی ويناوي ،ليکنې اوپېغامو په همدې کال کښي ديوې ټولگې په بڼه چاپېږي .
ارامي اوسوکالی موغواړم .
که چيري راتگ مو ناشونۍ وي هيله مند يم چي ددې کنفرانس په ادرس خپلې تحليلی ليکنې ،نظريات او پيغام زموږ په لاندي برېښنا پته راولېږی .
له هغه دوستان څخه چې زموږ بلنې ته لبيک وايي اوتشريف راوړي غوښتنه لرو چې موږ ته پر خپل وخت احوال راکړي ترڅودکنفرانس په اجندا کي ورته وخت په نظرکي ونيسو .
دکنفرانس په اړوند نور معلوماتونه به پر خپل وخت په دوامداره توگه دډله ايزو رسنيو اوياستاسو دفيسبوکي پتو له لاري ستاسو سره شريک سي .
داړېکو پته : ghamkhor@gmail.com
داړتيا په صورت کي دتليفون شمېره : 0046736511569
حبيب الله غمخور