زرلشت حفیظ
قدرمنولوستونکو!
http://larawbar.com/peace/?p=2492
موراوپلارزمونږپه ژوندکې هغه مهم شخصيتونه دي چې په هرهيواداوهرکلچراودژوندپه هرډګرکې شتون يې ډيراهميت ،عزت، اوقدر لري سره لدې چې زمونږ په مقدس دين کې والدينوته دخدمت اواحترام کولوخاصه سپارښتنه شوې ده خودمورحق ترپلارهم مقدم ګڼل شوی دی چې دا نظر دنړۍ په هرهيواد کې موجود دی مورته په درنه سترګه کتل کيږي دموردکاليزې اودموردنړيوالې ورځې په وياړځانګړي پروګرامونه ،دعوتونه،کنسرتونه نيول کيږي اوميندوته سوغاتونه اودګلانو ګيډۍ ورکول کيږي زمونږ په هيواد کې دمورورځ رسمي نمانځل کيږي خوپه کورنيو کې دومره نه چې افغانې کليوالې ميندې هم پوشي چې مورهم په ټولنه کې ډيرعزت ، قدراواهميت لري . مورډيرسپيڅلی اومهربان موجوددی متاسفانه دجنګ په دريو لسيزوکې زمونږميندې ډېرې ودردېدې سره له دې چې دلوږې،ناداري،فقر،بې کوري اوبدبختيو کې یې ډېروختونه تېر کړل دخپلوبچوپه ګولو، بمونواوراکټونوکې ټوټه ټوټه زخمي په وينو سر ه جسدونه اودخپلو بچو دناڅاپي مرګونو اوجنازو شاهدان وو خوددې ټولو بدبختيوسره بيا هم افغانه ښځه زړوره، حوصيله منده ، دلوړاوعالي مورال لرونکي شخصيت په توګه دمېړانې خپل سترنقش دکورپه انتظام،دسپلين، دماشوم په روزنه، دټولنې په جوړولو اوبلخصوص د يوې دايمي سولې ارمان ته درسېدو په موخه دخپلو نارينه وروڼو سره دهيواد په خدمت کې پوره پوره ونډه اخيستې ده.
که دکور چاپيرال کې موفکرکړی وي هغه مور چې خپل اولاد يې دلاسه ورکړی وي دټولو نه پټ يواځې اوښکې تويوي دا دروند غم په يواځیتوب کې تېروي مګرخپل ژور خفګان د کوردنوروغړو مخکې نه څرګندوي تر څو دنورود خپګان سبب ونه ګرځي .
که د پخوا زمانوتاريخ ته هم نظر واچو زمونږ داسلام په مقدس دين کې هم دښځوونډه برجسته وه دمثال په توګه اولين چاچې داسلام په تګ لاره کې علاقه اودزړه هيله يې ښود لې وه هغه یوه ښځه بی بی خديجه وه چې داسلام په مقدس دين يې ايمان راوړ.
هغې چاچې په اسلام کې دلمړی ځل دپاره دشهادت جام نوش کړ هغه هم دحضرت ياسر رضي الله عنه ښځه اود عماررضي الله عنه موروه او اولين چا چې دمجاهدينو دزخميانو اونورو ناروغانو تداوي کړې وه هغه هم يوه ښځه وه چې حضرت رفيده رضي الله( ع) نوميده او دالله (ج)په کلام کې چې دچاپه حق کې مکمل صورت نازل شوی دی هغه هم يوه مور وه چې حضرت ام المومنئين عايشه صديقه رضي الله (ع) نومېده اودچادپاکوالي په هکله چې الله(ج)خپله تصديق کړی هغه هم همدا مور حضرت ام المومنين عايشه صديقه رضي الله (ع) نومېده اوهغه پېغله چې دالله په حکم سره په معجزه توګه حامله شوه ا و مورشوه هغه هم حضرت بی بی مريم وه چې ديوې رښتينې مومنې په توګه يې هرهغه څه وګالل چې دالله (ج)دخوښي دپوره کولو دپاره حتمي او ضروري و چې الله(ج)ورته دسيدت النسا في الجنته لقب اورتبه ورکړه.
نوزه هم پخپل وار سره په هيواد کې دجنګ د ختم اوديوې دايمي سولې راتګ په هيله دخپلو هيواد والو څخه هيله کوم،چې دخپلو خويندو، ميندو او بلاخره دخپل هيواددرنځېدلو خلکود ناموس ددفاع په لاره کې دخپلوميندودسولې ارمان اوخپل تاريخي رسالت په پام کې نيولوسره دسوليزژ وندپه مخه ديوملي ارمان لپاره د يوالي لاسونه ورکړي اودخپلوميندوارمانو ته چې دسولې راتګ دی هلې خلې وکړي زه ددې وياړلې و رځې په وياړلمړۍ خپلې ګرانې مورجانۍ اودهيواد ټولوهغو ميندو ته چې که دهيواددننه وي اوکه بهر د زړه له کومې نېکې هيلې اومبارکي وړاندې کوم او ديوې دايمي سولې دراتګ په هيله خدای (ج)ته لاسونه لپه کوم .
په درنښت
زرلشت حفيظ
مورې ورځ دې بختورشه
موردمينې انسانيت يوه ښوونکې
موردټولو بشريت ستره روزونکې
موردژوند دسعادت تمثيلونکې
موردژوند د حقيقت بيانونکې
*****
مورشهکار ليډران په غېږ کې روزي
مورخو تل قهرمانان په غېږ کې روزي
دا چې خدای ورته دمور مقام ورکړی
مورسپېڅلي جنتيان په غېږ کې روزي
*****
لاس دې پورته کړه دوعا راکړه ای مورې
ژوندکې ستړې يمه ساه راکړه ای مورې
دغمونو ستړی زړه مې ارام غواړي
يتيم مخ ته مې خندا را کړه ای مورې
*****
هره ورځ دې وي ښه ښکلې درته مورې
ما په مينه يې منلې زما مورې
جنتونه دي تابع ستا قدمو ته
خدا ی رسول ته هم اغلې زما مورې
*****
هره شپه دې وي برات ورځ د اختر شه
ښایسته مقام دې لا نور منور شه
ددونيا اتلان ستا دغيږ بچي دي
دغه ورځ او دا مقام دې بختور شه