سرچينه : بن لادن دخپل شخصي ساتونکي په لاس وژل شوی دی

http://larawbar.com/peace/?p=2464


په اسلام اباد کې دisi له مرکزي دفتر څخه دبن لادن دترور په اړه ډېر خبرونه راوتې دي ،چې یو ېې تر ټولو عجیبه دی سرچینه وايي :

 بن لادن خپل شخصي ساتونکي وژلې دی نه امریکايي ځانګړو ځواکونو دبن لادن او ساتونکي ترمنځ وار له مخې دا پریکړه شوې وه که چیرې دا کره او ثابته شوه ،چې بن لادن دتېښتې مخه نه ویني او دا امکان و ،چې امریکايي ځواکونه به ېې ژوندې ونیسي نو دا مهال به ساتونکې پر بن لادن ډزې کوي .

دادجمعې ورځې دپوښتنو اوګرویږنو څخه ترلاسه شوې معلومات دي ،چې دجمعې په ورځ په پلازمینه اسلام اباد کې دځینو رسنیو ته رسیدلې دي .

دامریکا دبهرنیو چارو وزیره مېرمن کلنټن وايي : زه باور نه لرم ،چې ډاکتر ایمن الظواهري به دبن لادن دځایناستي په توګه وټاکل شي .

دسی ای ای پخوانی مامور باټ لانګ وايي : اوسمهال دایمن الظواهري او سختدریځي بل مشر انور العولقي - امریکايي تابعیت هم لري ـ ترمنځ ستونزو او اختلافاتو سر راپورته کړې دی دلانګ دمعلوماتو له مخې دالقاعدې نور مشران دالظواهري په پرتله انور العولقي غوره بولي ځکه نوموړې په عربي نړۍ کې ډیر پلویان لري لانګ دا هم زیاته کړې ده ،کېدای شي القاعده خپل مشر وټاکي او دهویت په اړه ېې همداسې چوپه خوله پاتې شي .

دپاکستان پخوانۍ لومړې وزیرې بینظیر بوټو ،چې د 2007 ز د ډېسمبر پر 27 مه نېټه پلازمینې اسلام اباد ته څېرمه ترور شوه نوموړې په خپلې یوې پخوانې مرکه کې دا ویلې و : بن لادن مړ شوې دی او قاتل ېې خالد الشیخ دی ،چې اوس له امریکا سره بندي دی . هغه مهال شنونکو دبنیظیر بوټو دترور مهم لامل دده خپلې څرګندونې وبللې ،چې دبن لادن دمړینې په اړه ېې کړې وې ځکه خو اوس یو شمېر شنونکې دبن لادن دترور په اړه شک لري .

دسپټمبر دپېښې په اړه دحقیقت موندنې دټولنې مرستیاله ډیانا کاسټیلو وايي : بن لادن نه دې وژل شوې ، بلکې هغه څو کاله وړاندې ترور شوې دی او اوس ېې دترور یا مړینې خبر خپرول ددې لپاره ترسره شو ،چې په راتلونکو ټاکنو کې له اوباما سره مرسته وکړي .

کوربټ ریپورټ ویبپاڼه کاږي :

تېره دوشنبه ،چې ولسمشر اوباما د القاعدې تنظیم د وژلو خبر ورکړ دا په تېرو لسو کلونو کې دخپل ډول 9 خبر و ،چې پخوا دیوشمېر هېوادونو ولسمشرانو په مختلفو مناسبتونو کې دبن لادن دمړینې په اړه خبرې کړې وې . د ټولو ولسمشرانو دخپلو څرګندونو لپاره دبن لادن روغتیايي حالت دسند په توګه وړاندې کاوه ،چې دسږو پر ناروغۍ اخته دی .

د2001 ز په مۍ کې فرانسوي استخباراتو خبر ورکړ ،چې بن لادن دسږو پر ناروغۍ اخته شوې دی او په دوبۍ کې امریکايي روغتون ته لیږدول شوې دی او هلته ورسره دسي آی ای یو چارواکي هم لیده کاته کړې دي .

د2001 دسپټمبر د11 پرماښام بن لادن دپاکستاني استخباراتو تر څارنې لاندې په نظامي روغتون کې بستر و او د همدې کال په ډیسمبر کې ېې یو ویدويي پیغام خپور کړ ،چې ناروغۍ کمزورې کړې و او خپل ګين لاس ېې نه شو خوځولې .

د2001 ز دډېسمبر پر 26 مه نېټه فوکس نیوز دپاکستاني رسنیو دا خبر خپور کړ ،چې طالبان وايي : بن لادن مړ شوې دی او 24 ساعته وروسته خښ شوې دی .

د2002 ز دجنورۍ پر 18 مه نېټه دپاکستان ولسمشر جنرا ل پرویز مشرف په ټینګار سره وویل : بن لادن مړشوې دی .

د2002 ز دجولای پر 17 مه نېټه دترهګرۍ ضد ادارې مشر ډال واټسون ویلې و : زه باوري یم ،چې بن لادن اوس ترمنځ نشته ، خو ددې خبرې لپاره زه کوم کره دلیل هم نه لرم .

د2002 ز په اکتوبر کې افغان ولسمشر حامد کرزي له CNN سره په خپله مرکه کې دا خبره کړې وه زه اوس دا اټکل کوم ،چې بن لادن مړ دی .

د2005 ز په نومبر کې سناتور هاري ریډ ویلې و : کېدای شي بن لادن په ایبټ اباد کې داکتوبر دمشهورې زلزې پر مهال مړ شوې وي .

د2006 ز په سپټمبر کې دفرانسې استخباراتو یو ځل بیا خپل راپور خپور کړ او په پاکستان کې دبن لادن دمړینې خبر ېې ورکړې و .

د2007 ز په نومبر کې پخوانۍ لومړې وزیرې بینظیر بوټو د بن لادن دمړینې خبر ورکړ ې و .

د2009 ز په مارچ کې دبوسطن پوهنتون دنړیوالو اړیکو استاد او دامریکايي استخباراتو ډګروال ایګلو کودیولا ویلې و : داسې نښې نښانې شته ، چې موږ پر باور کولای شو او دا ویلای شو ،چې فیس بریسلي اوس هم ژوندې دی او اسامه بن لادن مړ شوې دی .

د2009 ز په می ولسمشر اصف علي زرداري ویلي و : زه باور نه کوم ،چې بن لادن دې ژوندې وي ، خو د2011 ز په مۍ کې ولسمشر باراک اوباما راپورته شو او دبن لادن دترور خبر ېې ورکړ .

فرانسوې لیکوال تیري میسان وايي : دباراک اوباما حکومت ځکه دا وخت دبن لادن دترور یا وژلو لپاره غوره کړ ،چې القاعدې دمنځني ختیځ په ناارامیو او انقلابونو کې راڅرګند نه شو دلیکوال له انده دا ددې څرګندوې کوي ،چې بن لادن وژل شوې دی او سپینه ماڼۍ اړ شوه ،چې نوره دبن لادن پاڼه واړوي .

هوسۍ

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه