له روهي ویبپاڼې څخه دا لاندې را کاپي شوی مطلب په غور سره ولولئ

ځکه چې ددې مطلب لیکونکي زموږ دغمېزې خورا مهمو اړخونو ته اشارې کړې دي

http://larawbar.com/peace/?p=2504

د ثور په پنځلسمه نېټه د تغيير او امېد ډلې مشر ډاکتر عبدالله او د ملي امنيت پخواني رييس امرالله صالح په هڅو د کابل په اورانوس هوټل کې يوه لويه غونډه رابلل شوې وه. دوی په خپلو ويناوو کې له طالبانو سره د سولې هڅه په کلکه وغندله او دا هڅې يې د کرزي معامله ګري وګڼله. زه نه پوهېږم، په داسې حال کې چې د افغانستان اکثريت خلک او حتی (ظاهراً) د جمعيت اسلامي مشر استاد رباني د سولې د خبرو ملاتړ کوي، پورتني ښاغلي په سوله کې څه ستونزه ګوري. امرالله صالح خو له خپلې دندې څخه تر ګوښه کېدو وروسته لومړنۍ خبره همدا راواخيسته چې، دی به د سولې د خبرو مخه نيسي او ولس به يې پر وړاندې بسيج کوي. لومړی خو بايد ووايم، چې د دولتونو د قوانينو له مخې د استخباراتو مشران تر اوږده وخته ( ان تر شلو کلو) پورې د سياسي څرګندونو او مخالفتونو حق نه لري، خو څرنګه چې امرالله صالح په خپله يو بې مسلکه سړی دی، د دا ډول اصولو د رعايت تمه ترې بې ګټې ده. او بل همدا صالح چې خپل زندانونه يې د طالبانو په نامه له پښتنو څخه ډک کړل، نو اوس به څنګه د دوی تر منځ سوله وزغملی شي؟ که د خبرې ظاهر ته وګورو، اصلاً خو بايد ولسمشر کرزی له سولې سره مخالفت وکړي، ځکه چې د سولې د بهير په پايله کې به د ده او د ده د وروڼو ګټې او سياسي واکمني له ګواښ سره مخ شي او لکه ډاکتر نجيب الله چې د سولې په ملاتړ خپل سر وخوړ، کېدای شي حتی د دوی د سر په بيه تمامه شي. خو دا چې عبدالله/ صالح يې مخالفت کوي ، له بده مرغه د شخصي ګټو تر څنګ ډېره څرګنده قومي انګېزه او د يوې ولسوالۍ په کچه سيمه ييزه اجندا لري. دا له هېچا څخه پټه نه ده، چې که د شورای نظار مشران د جهاد او کورنۍ جګړې پر مهال د ميليونو ډالرو خاوندان شول، نو په تېرو لسو کلونو کې يې پانګې له ميلياردونو واوښتې. دا چې د مارشال فهيم ورور يوازې له کابل بانک څخه شاوخوا اتيا ميليون ډالره وباسي، نو تاسې فکر وکړئ چې د شورای نظارمشرانو به په تېرو لسو کلونو کې څومره ملي شتمنۍ لانډې کړې وي. زه يې دلته له بېلګو ځکه تېرېږم چې تاسو ټولو به يې په اړه ډېرځلې اورېدلي او لوستلي وي. پخوا که د شورای نظار مشران يوازې د جګړې سالاران او د وسلو خاوندان وو، نو اوس هم واکمنان دي ، هم مخالف سياستوال دي، هم دموکراتان دي او هم اسلام دعواداران، هم له مافيا سره د مبارزې چارواکي دي او هم مافيا سالاران. د احمدشاه مسعود لويه اتلولي دا وه چې له بهرنيانو سره په تفاهم يې د پښتنو، ازبکو او هزاره ګانو پر وړاندې د قومي جګړې بيرغ پورته کړاو هېواد يې په کورنۍ جګړه واړوه. د مسعود شاګردانو هم، همدا قومي اجندا رامخکې کړه ده او د همدې اجندا له مخې دوی هڅه کوي چې د پښتنو په سيمه کې روانه جګړه همداسې دوام ولري او که د سولې څه څرک لګيږي، نو هغه شنډ کړي. دوی په دې خبره ډېر ښه پوهيږي، چې که په افغانستان کې سوله راشي نو بيا به د دوی سياسي او سيمه ييزه هژموني هم پايته رسيږي. څه موده وړاندې ډاکتر عبدالله په لندن کې يوې غونډې ته وينا کوله. د غونډې يو عيني شاهد وايي، چې د عبدالله د خبرو اصلي محور دا و چې پښتانه د سيمې او نړۍ لپاره ستونزه او سرخوږی دی او لامل يې دا دی چې دوی هم جګړه کوي او هم په افغانستان کې سياسي واکمني ورسره ده. نو له يوې خوا بايد دوی د جګړې له لارې وځپل شي او له بلې خوا قلم او سياست ترې واخيستل شي، څو په راتلونکې کې د مقاومت سېک ونه لري او د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه کيږدي. د عبدالله د محاسبې له مخې که په افغانستان کې جګړه روانه وي، نو يوازې پښتانه به وژل کيږي، ښوونځي به يې سوځول کيږي، له علم او پوهې څخه به بې برخې کيږي، د مدني ژوند له هر راز ښېګڼو به محروميږي او کار و بار به يې په ټپه ولاړ وي. د دې پر وړاندې به نور قومونه او په ځانګړې توګه تاجکان ښوونځيو ته ځي، کدرونه به يې روزل کيږي، پانګې به يې زياتيږي او په لنډه موده کې به اقليتونه په واکمن ځواک بدل شي، کميت به نه لري خو کيفيت به ورسره وي، چې په سر کې به يې همدا شورای نظار وي. همدا اوس هم شورای نظار په دې بريالۍ شوې ده چې پنجشېر په يوه اغېزمن کيفيت بدل کړي، مانا دا چې هم په واکمنۍ کې مهمه ونډه لري (مارشال فهیم، بسم الله خان، قومندان عطا، ...) هم د اپوزيشن دعوا کوي ( عبدالله، امرالله صالح، قانوني، ...)، هم اقتصادي مافيا يې په لاس کې ده او هم مخدره مافيا. دوی د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې ته وړانديز کوي، چې د سولې پرځای د جنګ لاره غوره کړي او طالبان په زور سره مطيع کړي. دوی ښه پوهيږي چې دا چار عملي نه ده، او که عملي وای امريکې به د خبرو نوم هم نه وای اخيستی. د دوی اصلي موخه دا ده چې د پښتون پر کور لګېدلی اور دومره بل وساتل شي، چې حتی د کميت له مخې هم نور د اکثريت دعوا ونه کړای شي. د ستميانو او طلوع والو اوسني تيوريسن د شورای نظار د واکمنۍ پرمهال يو شمېر پښتنو ځوانانو ته ويلي و، چې: د جهاد په کلونو کې پښتانه ډېر وژل شوي نو ځکه نور تاسې حق نه لرئ د اکثريت دعوا وکړئ. د عبدالله/ صالح د خبرو څرګند پيغام د روسانو د پخواني سياست په تعقيب دا دی، چې: جګړې ته تر هغو دوام ورکړئ چې پښتنو ته نه کيفيت پاتې شي او نه کميت .