ښاغلي اسدالله وحیدي دا لاندې خبر خپور کړی و

http://larawbar.com/peace/?p=1934

 

له هرات ولايت څخه يو شمير باوري سرچينو ر سپوږمۍ راډيو ته ويلي دي، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له هرات ولايت څخه د ناکام اعلان شوي کانديد وحيد طاهري له خوا د هرات ولايت په مربوطاتو کې يوه دېرش کسيزه وسله واله ډله جوړه شوې ده. وحيد طاهري چې د ملي امنيت د شورا د مشر رنګين سپنتا ورور دى، دغه وسله واله ډله يې له هغه وروسته جوړه کړه، کله چې نوموړى د ټاکنو د کميسيون له خوا په ټاکنو کې ناکام اعلان کړل شو. راپورونه وايي چې دغه ديرش کسيزه ډله د عبدالرحيم لنګ طاهري په مشرۍ د انجيل، کشک رباط، سنگي، قريه قره قل، چشمه آب او ګنداب په سيمو کې فعاله ده، چې د سيمې بد معاشان هم ورسره مله دي. دغه راز ويل کيږي چې دغه وسله واله ډله په عين وخت کې له اسمعيل خان سره دښمنۍ او رقابتونه پالي. د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون وياند احمد ضيا رفعت چې د اسمعيل خان سره نيږدې اړيکې لري ويل کيږي د شخصي تربګنيو له وجې يې د وحيد طاهري او يو شمير نورو هراتيانو نومونه د ولسي جرګې د برياليو اعلان شويو کانديدانو له ليست څخه ايستلي دي .
د سپنتا د ورور وحيد طاهري دغه وسله واله ډله اوس مهال په سيمه کې د اسمعيل خان پر وړاندې د ستونزو جوړولو لپاره هڅې کوي.
دې ډلې په دې وروستيو کې دا هڅې پيل کړې دي چې هرات او هلمند ته د خارجي پوځونو لپاره اکمالاتي لارۍ تر وسله والو بريدونو لاندې راولي. ويل کيږي چې ددغه کاروانونو د امنيت چارې د يوې امنيتي کمپنۍ په غاړه دي چې اسمعيل خان پکې شريک دى او ددغه امنيتي کمپنۍ مشري سيد عبدالوهاب قتالي کوي.
د يادونې وړ ده چې په سيمه کې د وحيد طاهري د دغه ټولو فعاليتونو مشري توريالى کوي چې د رنګين سپنتا د خور زوى او د هرات د ولايتي شورا غړى دى.
سپوږمۍ راډيو په دې اړه د وحيد طاهري نظر وپوښت نوموړي په دې اړه وويل چې د ايران اسمعيل خان او رفعت پر ضد زما مبارزه د افغانستان د قوانينو په چوکاټ کې ده او اوسمهال کومه وسله واله ډله نه لرم. نوموړي وويل دا مبارزه سوله ييزه او د هېواد پر زيان نه ده، خو د وسله والې ډلې د جوړولو شتون يې په کلکه رد کړ.
دغه راز مو هڅه وکړه چې په دې اړه د اسمعيل خان نظر تر لاسه کړو، خو د پرله پسې هڅو سره په دې بريالي نه شو.
بلخوا د چارو کتونکي وايي چې که تېرې ټاکنې ومنل شي، نو نورې نوې امنيتي ستونزې به هم رامنځ ته شي او خلک به اړ شي چې د بدلون لپاره په نورو ناقانونه لارو کار وکړي چې ښکاره بېلګه يې همدا د وحيد طاهري له خوا د وسله والې ډلې جوړول دي .