افغان چارواکو ته دنړۍمېشتو افغانانواحتجاجلیک

http://larawbar.com/peace/?p=1934 

۱۰ـ۰۱ـ۲۰۱۱ بســـــــــــــمل

 

نن د جرمني دبایرن آیالت دکولتوري ټولنې غړو دنوي ۲۰۱۱ ز کال لمړنۍ غونډه د ښاغلي اسدالله وحیدي د غیرقانوني توقیف کېدو په اړوند وکړه دغونډې جریان په لاندې ډول دی :
زموږ د غونډې ګډونوالود افرادوپه شخصي فرمایشونو د افغان ژورنالست ښاغلي اسدالله وحیدي نیول په کلکه وغندل موږ د ښاغلي وحیدي نیول دافغانستان دبنسټیز قانون اوبیان آزادي ترپښولاندي کېدل وبلل .
دافسوس ځای دی چې د نړیوالودلسوکالویوازینۍ لاس ته راوړنه د(بیان آزادي) هم غرغرې ته پورته شوه د یادولو وړده چې د روانوستونځو اوکړاونوله کبله هره ورځ ښاغلی کرزی په مخامخ ډول ترنیوکو لاندې راځي له تلویزیون څخه رانیولې تر رادیو ګانو او نورو رسنیو پورې آن دهېواد په دننه کې په ډول ډول توهین کیږي خوموږ ونه لیدل چې ښاغلي کرزي دې دکوم چادنیولو امر ورکړی وي داچې ښاغلی سپنتا نه توهین شوی او نه مخامخ ګوته ورته نیوله شوې یوازې د خبري ارزښت لپاره هغه هم دواقعیت له مخې یې له خپل سکني ورور سره نوم ذکر شوی دا نه کومه ګناه ده او نه کوم جرم .
زموږ په اند دسپنتا دا سرزوري دیو توپکسالار له سرزوري سره یو برابر ده ځکه خو موږ د افغانستان دبنسټیز قانون په رڼا کې دښاغلي اسدالله وحیدي په ځای درنګین دادپرسپنتا دمحکمې غوښتنه کوو .
دلته یوځل بیاراګرزو زموږ غونډې ته دازموږ دسږکال لمړنۍ اوبریالۍ غونډه وه، له پخوانیو غونډو سره یې توپیر پدې کې و چې داځل مو دیو نوي نوښت په رڼا کې داسې تصمیم ونیو چې نه تنها بایرن مېشتي افغانان بلکې ټول جرمن مېشتي، اروپا مېشتي او آن نړۍ مېشتي افغانان دملي مسئلو،بشري حقونواو ملي ګټو په اړوند سره یو موټی او همغږي کړو .
له همدې کبله مو د غونډې په جریان کې داکار پیل کړلمړی مودجرمني کلن ښارمېشتوافغانانو او ځینونورو ښارونوکې له پردېسو افغانانوسره تیلیفوني اړیکه ونیوه ورپسې موله جرمني څخه بهرله فرانسي رانیولې بیا ترانګلستان، سویس، اطریش، بلجیم، هالنډ، ډنمارک،سویډن، ناروي اوله ځینونورواروپايي هېوادونوڅخه
وروسته استرالیا، کاناډا امریکا اوافریقا مېشتو افغانانو ته هم تیلیفونونه وکړل .
زموږ د تیلیفوني اړیکو پایله خورا ګټوره تمامه شوه هغه داچې له موږ سره وصل نړۍ مېشتو افغانانو په یوه خوله دبشري حقونو په رڼا کې دښاغلي اسدالله وحیدي غیرقانوني زندانېدل وغندل او له افغان چارواکو څخه یې ژر تر ژره دنوموړي راخوشي کېدل او دهغه د شخصیت اعاده وغوښته .
دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې ټول غړي لمړی له جرمن مېشتو بیا له اروپا مېشتو او ورپسې له ټولو نړۍ مېشتو افغانانو، ګرانوخویندو او وروڼوڅخه مننه کوي چې نه تنهازموږ له ټولنې سره یې اتفاق نظر وښود بلکې زموږ دا ډاډیې هم زیات کړ چې نوربه انشالله په نړۍ کې په ګډه داخواره واره پردېس افغان خویندې او وروڼه سره منظم او دګران هېواد او ولس دسوکالي لپاره به دملي روحې پر بنا په ګډه خولې تویه وو .
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
نن مودپنځو بجو په شااوخواکې افغان سفارت ته هم تیلیفوني هڅه وکړه خو فکر کوو چې دوی وتلي وو زموږ داپورتنی احتجاج لیک به ورفاکس کړو هیله ده چې دوی به هم رسمأ اجرأت وکړي .
په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنـــــــــــــــــــــه

۱۱ــ۰۱ـ۲۰۱۱  ګرانوهېوادوالو!

همدا نن دجنوري په یوولسمه نېټه خبر راورسېد چې ښاغلی اسدالله وحیدي له توقیف څخه خوشی کړ شو .

زه محمدامین بسمل دپورتنیو ټولو افغانانو په استازیتوب له ښاغلي کرزي څخه مننه کوم چې اقدام یې وکړ  همدا

 راز ټولو هېوادپالو ژورنالستانو ته ډاډ ورکوو چې موږ به ترخپله وسه ستاسو ملاتړ وکړو.

سرلوړي دې وي هېوادپال افغانان

خپلواک اوسوکاله دې وي زموږ ګران افغانستان

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=24096

ښاغلي اسدالله وحیدي دا لاندې خبر خپور کړی و

 

له هرات ولايت څخه يو شمير باوري سرچينو د سپوږمۍ راډيو ته ويلي دي، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له هرات ولايت څخه د ناکام اعلان شوي کانديد وحيد طاهري له خوا د هرات ولايت په مربوطاتو کې يوه دېرش کسيزه وسله واله ډله جوړه شوې ده. وحيد طاهري چې د ملي امنيت د شورا د مشر رنګين سپنتا ورور دى، دغه وسله واله ډله يې له هغه وروسته جوړه کړه، کله چې نوموړى د ټاکنو د کميسيون له خوا په ټاکنو کې ناکام اعلان کړل شو. راپورونه وايي چې دغه ديرش کسيزه ډله د عبدالرحيم لنګ طاهري په مشرۍ د انجيل، کشک رباط، سنگي، قريه قره قل، چشمه آب او ګنداب په سيمو کې فعاله ده، چې د سيمې بد معاشان هم ورسره مله دي. دغه راز ويل کيږي چې دغه وسله واله ډله په عين وخت کې له اسمعيل خان سره دښمنۍ او رقابتونه پالي. د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون وياند احمد ضيا رفعت چې د اسمعيل خان سره نيږدې اړيکې لري ويل کيږي د شخصي تربګنيو له وجې يې د وحيد طاهري او يو شمير نورو هراتيانو نومونه د ولسي جرګې د برياليو اعلان شويو کانديدانو له ليست څخه ايستلي دي .
د سپنتا د ورور وحيد طاهري دغه وسله واله ډله اوس مهال په سيمه کې د اسمعيل خان پر وړاندې د ستونزو جوړولو لپاره هڅې کوي.
دې ډلې په دې وروستيو کې دا هڅې پيل کړې دي چې هرات او هلمند ته د خارجي پوځونو لپاره اکمالاتي لارۍ تر وسله والو بريدونو لاندې راولي. ويل کيږي چې ددغه کاروانونو د امنيت چارې د يوې امنيتي کمپنۍ په غاړه دي چې اسمعيل خان پکې شريک دى او ددغه امنيتي کمپنۍ مشري سيد عبدالوهاب قتالي کوي.
د يادونې وړ ده چې په سيمه کې د وحيد طاهري د دغه ټولو فعاليتونو مشري توريالى کوي چې د رنګين سپنتا د خور زوى او د هرات د ولايتي شورا غړى دى.
سپوږمۍ راډيو په دې اړه د وحيد طاهري نظر وپوښت نوموړي په دې اړه وويل چې د ايران اسمعيل خان او رفعت پر ضد زما مبارزه د افغانستان د قوانينو په چوکاټ کې ده او اوسمهال کومه وسله واله ډله نه لرم. نوموړي وويل دا مبارزه سوله ييزه او د هېواد پر زيان نه ده، خو د وسله والې ډلې د جوړولو شتون يې په کلکه رد کړ.
دغه راز مو هڅه وکړه چې په دې اړه د اسمعيل خان نظر تر لاسه کړو، خو د پرله پسې هڅو سره په دې بريالي نه شو.
بلخوا د چارو کتونکي وايي چې که تېرې ټاکنې ومنل شي، نو نورې نوې امنيتي ستونزې به هم رامنځ ته شي او خلک به اړ شي چې د بدلون لپاره په نورو ناقانونه لارو کار وکړي چې ښکاره بېلګه يې همدا د وحيد طاهري له خوا د وسله والې ډلې جوړول دي