http://larawbar.com/peace/?p=1926

هر نــوم  لټــوي بس پـه  هـر رنګ مـو وژني ×× ښکلي  او درانه یو چې اورنګ مو وژني

څوبه لا خوبونه کړې  د فیل په غوږ کې ××پاڅېږه پښتونه چې پرنګ  مو وژني

محمدامین بسمل

درنو لوستونکو!

په  اوږده  لیکنه  مو وخت نه نیسم بس  په  لاندې  ډول  سره  یو دوه کرښې له پوښتنو سره یو ځای  تاسو ته وړاندې کوم :

لویدیځوالو به شل دېرش کاله مخکې پښتانه باتور او مجاهد خلګ بلل خو اوس یې دهر پښتون  په کور نه تنها اورونه بل کړي  بلکې  دهر پښتون هر ډول  بې عزتي هم کوي  تاسوځواب لرئ  چې دا ولې ؟

دپرنګیانوهغې ښویې صدراعظمې (مارګریتاچر) اویو شمېر نورودوکه بازو لویدیځوالوبه په هغو وختونو کې له یو څو افغان ټګانو سره یو ځای الله اکبر الله اکبر نارې وهلې خو اوس هغوی ټول په ګډه زموږ دالله اکبر والا په دوربینونو کې لټوي البته  په ظاهري  ډول  آیا تاسو پدې اړوند څه فکر کوئ ؟

موږ ته کله  ترهګري، د ښځو حقونه ، دیموکراسي او کله  دکوکنارو کر کیله پلمه کړي خو دا دی لس کاله کیږي چې دې ښاغلو زموږ هېوادعملأ اشغال کړی دی ، زموږ  دځمکې او اسمان واګې د دوی په لاسونو کې دي،  د کابل تش په نامه  ادارې ته دوی تنخواوې هم ورکوي خو دوی نه تنها په ګډه داپاس  ذکر شوي   شعارونه  تر  پښو لاندې کړل بلکې نورې بلاوې یې هم وګولولې تاسو خو به اوس انشالله پېژندلي وي چې دا څوک او د څه لپاره راغلي دي؟

زه خوفکر کوم خبره د ګټو ، چور او تالان ده ترهګر خو دوی پخپله روزي، د دیموکراسي لپاره خو له سره  نه دي راغلي ، زموږ دخویندو او میندو له غمه خو هیڅکله هم نه دي مړه  په کال کې دکوکنارو ۶۸ ملیارده ډالر هم د دوي جېبو ته ورځي .

چل یې موږ بد قسمتو پښتنو، زموږ له  طبعي زېرمو ډکې خاورې او په اسیا کې دې مهمې ستراتیژیکې نقطې زموږ ګران افغانستان ته جوړ کړی تر څولمړی زموږ دا غښتلی پښتون قام ټوټه ټوټه او ورپسې له دا نوروکمزورو لږکیو څخه زموږ طبعي شتمنۍ په وړیا توګه  ولجه کړي .

خبره به نوره نه اوږدوم مهرباني وکړئ  ددې لاندینیو دوو لینکونو په کښېباسلو سره دخان محمود خان اڅکزي خبرې په غور سره واورئ :

له تاسو څخه بیا هم مننه کوم

http://www.youtube.com/user/zarmalwal#p/f/9/tlVxraF9jlE

http://www.youtube.com/user/zarmalwal#p/f/35/bRPP0sHnrIg

الله پاک دې موږ ژر تر ژره یو موټی اوپیاوړي کړي