مننلیک

http://larawbar.com/peace/?p=1958

۱۲ـ ۰۱ـ۲۰۱۱

په جرمني کې نه یوازې د بایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې د ټولوغړو بلکې دډېروجرمن مېشتو،اروپا مېشتو او آن یوشمېر نړې مېشتوسپېڅلو اوهېواد پالو افغانانو په استازیتوب زه محمدامین بسمل له هغو اتلوافغانانو،لیکوالانواو ژورنالستانوڅخه مننه کوم چې دګران افغانستان په دننه او بهر کې یې زموږ په ګران ورورکي اسدالله وحیدي ننګه وکړه هو!
باید دې ته سم ځیر شو چې په دا لسو کلونو کې به داسې ورځ نه وي چې دیوافغان ( پښتون) وینه نه وي تویه شوې، آیا تاسو هم په دا نږدې لسو کلونو کې کومه داسې شپه لیدلې چې پښتانه په بې غمي ویده شوي وي؟
دا ولې؟
ولې ولې خو اوس له شماره ورواوښتې خو ګناه یوازې زموږ ده چې هر یوځان من من بولو چاریکی په موږ کې نشته دا هر څه زموږ له خپله لاسه دي دستارخوان زموږ خو واک یې نه دی زموږ .
که یادمو وي وروسته داصف ننګ له توقیف کېدو څخه دا یوه بله پېښه وه چې د دولتي زورورو لخوا تر سره شوه دې پېښې هم دهېواد په دننه او بهر کې داتلوافغانانو( پښتنو)احساسات را وپارول .
رنګین داد پرسپنتاچې کوم شخصیت په کاذب ډول لاس ته راوړی وهغه یې هم په خپل حماقت او توپکسالاري ښاغلي اسدالله وحیدي ته ور وباښه نوګران اسدالله وحیدي!
مبارک مو شه، دسیاسیونولېونتوب خوپدې کې وي چې دبې ځایه احساساتواوتکبر له مخې لویه لوبه وبایلي .
که چېرې سپنتاستاسو په ورکړ شوي خبرغوږ نه وای خوځولای تېر په هېر به و خو ده،

دلږکیو د میکیدې په خم کې
خپل شغالي کالبوت زمری ولیدو
حمله یې وکړه په تا خو په شرمو وشرمېد
بس مبارک دې شه نو
دا سې چانس نه وي مدام دهر یو کس لپاره
ته زموږ کشر ورور وې اوس به دې بولو مشر
بس مبارک دې شه نو!

یادونــــــــــــــــــــــــه :
نن مې له ښاغلي اسدالله وحیدي سره تیلیفوني اړیکه ونیوه ما غوښتل چې ځان ورته معرفي کړم خو زما دنوم په اورېدو یې دومره ځان راته اشنا وښودچې ماوېل د خاپوړوملګری مې دی مانا زه یې له پخواڅخه پېژندلم په هر صورت خبره نه اوږدوم هغه پخپلو لوړو روحیاتوزما روحیات لا نور هم پیاوړي کړل .
مایوه خبره ورته وکړه چې زه ستاسو په توقیف خوابدی نه یم ای کاش ستاسوپه شان زموږ یوڅونورهېوادپال ژورنالستان هم توقیف شي تر څو موږ ودردېږو او دهزاره وروڼو د یوالي خصوصیات راخپل کړو .
هیله ده چې وحیدي صاحب زماپه دې خبره خپه شوی نه وي باور مې همداسې دی چې هغه لا نورهم خوښ شو خو خبره دا ده زماخویندو وروڼو!
مشران خو لرو خو موږ کبرجن یې نه منو بس ددې مسئلې غم وخورئ !
اوس به له مننلیک څخه داستان لیک نه جوړوم خبره لنډوم اوټولوباتوروافغانانو ته زېری ورکوم چې اوس ورو په ورو
د رازونوکیلي زموږلاس ته راځي نوربه له خیره سره یوکیږو اودا ټولې تورې نقشې به په ګډه سوځوو .

محمدامین بسمل په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب

http://larawbar.com/peace/?p=1789