وېره ده خطر راپسې شوی دی
بیا د چا نظر راپسې شوی دی
کلي ته مو ډېره لاره پاتې ده
خېر کړې ځناور راپسې شوی دی
نه ورځمه نور ترینه خوله نه غواړم
یه خلکو! دلبر راپسې شوی دی
دلته دی یو څوک په ما ښه نه لګي
دلته خو اکثر راپسې شوی دی
اوس له ډېرو ښکلو نه پټ ګرځمه
ځکه یې لښکر راپسې شوی دی
ځان ترینه ساتمه حبیبزیه! بیا
حسن جادوګر راپسې شوی دی
14.04.2018
- استاذ صاحبزاده مشریقیوال
بسم الله الرحمن الرحیم
فریدون مومند د افغان په جامه کی د افغان دشمن
دا یو څرګنده حقیقت دی چې د افغانانو دښمنانو او په ځانګړي توګه پنجابي استعمار د افغانانو د بربادۍ لپاره هیڅ یو فرصت هم د لاسه نه دی ورکړی اود بې وسه افغان ولس د څلوېښتوکالو د تباهۍ په تسلسل کې یې د افغان په وجود کې داسې زهرجنې مهرې روزلي چې د افغان وجود بقا یې په خطرکې اچولې.د افغانانو د دښمنانو په مهرو کې یوتعداد رسوا اوخکاره د ملت سره مشت اوګرېوان دي او یوتعداد په پټه او د اسلام او...
15.04.2018
- طاهرساپی
ډیورنډ د حکومتونو نه د ملتونو مسوولیت دی خو پاکستان لا تر اوسه یو ملت نه دی ځکه هلته یوه لویه کتله بلوڅان او پښتانه دي چې هغوۍ هیڅکله د پنجابي تر اسارت او سیوري لاندې نه پټیږي .پاکستان چې په منځنۍ اسیا کې یوه جوړ شوي حکومت دی دیوه ملت شکل نه دی غوره کړی دغه حکومت تل هڅه کړې چې ځانته دیوه واحد ملت له جوړښته ځان وساتي له همدې امله پکې له پنجابیانو پرته ټول قومونه زلیل ساتل شوي دي . موخه یې له دغه حالت ساتلو داده چې څنګه کولای شي له نورو قومونو راټول کړي عواید یواځې د بنجابیانو لمن ته واچو...